ګل پاچا الفت

د استاد الفت د شعري کلياتو زياته برخه رياليستک او سالم انتقادي شعرونه دي.

انتقادي شعرونه هغه دي، چې د فرد يا ټولنې اخلاقي نيمګړتياوې او ناوړه اعمالو ته ګوته نيول کېږي، ډېر ليکوالان او شاعران انتقادي مسايل د هجوم او يا طنز په ژبه بيانوي، خو استاد الفت خپلو انتقادي شعرونو کې په مستقيم ډول خپل مطلب ادا کوي.

سر محقق عبدالواجد واجد (د ارواښاد استاد الفت نثر) مقالې کې د استاد په تخليقي ليکنو کې په انتقادي ليکنو داسې بحث کړی دی: (استاد الفت چې هرڅه ليکي، په ډېره مينه او اخلاص يې د ټولنې د ګټې لپاره ليکي، د هرې ليکنې د انتقاد روحيه يې ډېره پياوړې ده، خو انتقاد يې د زړه سوي له مخې او د لارښوونې په غرض دی، نه دا چې د خپل نفسي اغراضو لپاره، د انسان اخلاقي کرامت ته زيان نه رسوي، د پښتو ژبې ټول ليکوالان او شاعران يې پخپله خوږه ليکنه کې د پښتو ادب تيوريکي اړخ او د نقد له فن سره اشنا کړي او پخپلو خوږو الفاظو کې يې د خوارانو، مظلومانو او بېچاره وو پلوي او ددوی د مقابلو اشخاصو غندنه کړې ده.

(د ګل پاچا الفت پښتو پالنه) اثر کې د استاد (الفت) په انتقادي شعرونو داسې بحث کړی: (د استاد ګل پاچا (الفت) په شعرونو کې په ډېره ښکلې ادبي ژبه، انتقادي ويناوې لیدل کېږي، چې ورته د سمون او اصلاح فکرونه هم ويلای شو، ولې چې د يو شاعر او ليکوال غرض په هر انتقاد کې د ټولنې او خلکو سمون او ښه والی وي.)

سر محقق عبدالله خدمتګار (د الفت ياد) مقالو ټولګه کې (نظر الفت) په نامه يوه مقاله په فارسي ژبې ليکلې ده او وايي، ژباړه: (د استاد الفت په شعري کلياتو کې (خوار حسن، د ناز مېرمنې، دوه ماموران، داختر په ورځ، خاني لاړه، ميلونر خيات خور) تر سرليک لاندې انتقادي موضوعات ذکر کړي دي، په لوړو سرليکونو کې په څرګنده توګه بې عدالتي، نا مساوات او تفاوتونه او تضادونه تر انتقاد لاندې نيسي.)

د استاد تخليقي اثار (منظوم او منثور) ډېرې بېلګې د انتقاد لري (د استاد الفت نثري کليات ، ص ۴۱۹) کې يوه ادبي ټوټه (سترګې مه پټوئ) کې په ځينو لوړ پوړو چارواکو او مالدارنو انتقاد کوي، چې يوه برخه يې په دې ډول ده: (زه په رڼا ورځ له تاسو د ستورو ليدل نه غواړم، زه وايم دغه کسان چې تاسې يې هره ورځ خبرې کوئ او ورسره مخامخ کېږئ، يا په موټرو او بګيو کې ستا له مخه تېرېږي، تاسې يې پېژنئ، چې دا څوک دي او څنګه خلک دي؟ هغه چې په ښو ښو ماڼيو کې اوسي، په اعلی موټرونو کې سپرېږي، نفيس لباسونه اغوندي او ښه ښه خوراکونه خوري، ايا په دوی کې خاينين، غداران، ظالمان او منافقان نشته؟ دوی ټول کاريګر لايق او صحيح اشخاص دی؟ دوی دغه جايدادونه او دا دومره ډېرې پيسې په مشروع ډول، په کار او لياقت پيدا کړي دي؟ دغه نور چې ډوډۍ نه مومي، د ناستې ځای نه لري، په تن لغړ او په خېټه وږي دي، په دوی کې د وطن صادق خدمتګاران، پاک نفسه زحمت کشه او لايق اشخاص بېخي نشته؟ دوی ټول بېکاره او غير مستحق اشخاص دي؟ تاسې ښه وګورئ! او ډېر غور وکړئ که دلته خاينانو، غدارانو او ظالمانو په ظلمونو، رشوتونو او خيانتونو عالي قصرونه، نفيس موټرونه، پاخه جايدادونه او لوړ مقامونه پيدا کړي دي او ډېر خلک او صالح اشخاص چې لس، شل کاله يې د وطن خدمت په صداقت او پاک نفسي کړی وي، هغه نن خوار و زارو بې کوره او بې اوره ګرځي او هيڅ نه لري، نو تاسې يقين وکړئ، چې موږ ړانده يو او څه نه وينو، که چېرې د ړنندو بازار نه وای او خلکو ښه او بد ليدلی، هيڅکله به دغسې نه کېدلی.)

د استاد الفت د شعرونو او نثرونو کلياتونه له انتقادي موضوعاتو ډک دي، چې زما د موضوع مطابق له شعري کلياتو نه يوه نمونه دلته راوړم:

په رښتيا ويلو ډېر زړونه بدېږي
ازادي د فکر ګرانه تمامېږي
سياست له حقيقت سره جوړ نه دی
چې دا يو خوشحالوم بل خفه کېږي
ښه پوهېږم دروغ خواږه رښتيا ترخه دي
دې خوږو ته زما خوله کله جوړېږي
دا موږ ټول ورته ړانده ښکارو که څنګه
چې د شرم کار کوي او نه شرمېږي
په رښتيا چې زورور نه لري سترګې
په رښتيا چې سترګې سترګو نه زېړېږي
د هغه قاضي به څه راز قضاوت وي
چې قضا يې خپل حاجت ته منسوبېږي
دا رښتيا ده، چې د دروغو مزل لنډ دی
يعنې دا چې سړی ژر ځای ته رسېږي
چې د چا په نوکرۍ سرلوړي کاندي
سر له دې نه زيات هيڅکله نه ټيټېږي

استاد الفت د ويښو زلميانو فعال غړی و او غوښتل يې چې ټولنې کې اصلاحات راشي، نو ځکه يې د شعرونو ډېره برخه انتقاد جوړوي، د استاد الفت دې په وخت کې نسبي د بيان ازادي وه، خو بيا هم هر چا د خپل زړه او فکر خبره نه شوه کولای، عمل ازاد او انتقاد بندي و، يو ځای استاد وايي:

عمل چې وي ازاد او انتقاد په کې بندي وي
ما هلته د ظلمونو سخت طوفان ليدلی دی
که هر يو رانه وژنې خيال او فکر مو مه وژنه
په دې کې مې وطن ته لوی تاوان ليدلی دی

استاد الفت د ظالم د ظلم نه شکايت کوي او داسې وايي:

ظالم خوب کې ډېر په زوره خرېده
دی ويده و خو راويښ يې کړه ويده
دا يې خوب دی چې نور خوب ته نه پرېږدي
لا به څه کړي که له خوبه ويښېده

د استاد الفت په شعر کې د مفکورې برخه ډېره قوي ده، رښتيا چې دی مفکر تخليقګر ليکوال او شاعر دی، دی ډېره عادي خبره په ډېر ماهرانه او استادانه ډول وړاندې کوي او د منځپانګې له مخې هره برخه يې شعريت او هنريت لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *