ګل پاچا الفت

د معنی له مخې د استاد الفت په شعرونو کې د حقيقي عشق او مجازي عشق بېلګې پيدا کېږي.

ابن العربي د وحدت الوجود سر لاری وايي: (يوازې عشق مقصد نه ترسره کوي، ځکه چې د عشق منزل او ورته رسېدل د جمال (ښکلا) په واسطه دی.)

رښتيا هم عشق شعر او شاعري لوړو پوړيو ته رسوي، چې له حافظ نه يې حافظ جوړ کړی دی او همدغه عشق دی، چې داستاد ګل پاچا الفت شعرونه اوس هم د ډېرو خلکو په زړونو کې ځای لري.

عشقي شعرونه (حقيقي او مجازي) عشق په غنايي شعرونوکې راځي او غنا په لغت کې سرود، نغمې او ښکلي اواز ته وايي او په ادبي اصطلاح کې هغه شعرونه دي، چې د شاعر د احساساتو او عواطفو بيانوونکی او څرګندوی وي، دغه احساسات خامخا د انساني مينې او محبت، دوستۍ، رنځونو او کړاوونو څخه متاثر يا اغېزمن شوی وي.

د استاد په شعرونو کې د حقيقي عشق او مجازي عشق نمونې نسبتا سره برابرې دي.

حقيقي عشق:

استاد الفت ديني زده کړې په جوماتونو او مدرسو کې کړي دي او ددې ديني او مذهبي اثار او مقالې په دې دلالت کوي، چې دی يو دينداره انسان و او د خپلې ټولنې د نېکبختۍ لپاره يې ډېر کوښښونه کړي دي.

حقيقي عشقي شعرونه هغه دي، چې د حقيقت پر بنا په کې مطلب او مقصد يوازې او يوازې يو الله تعالی وي او د ويناوال (شاعر) د مينې او محبت د يادونې نه مطلب په کې د الله تعالی سره مينه وي.

استاد په شعرونو کې د بېلګې په ډول د حقيقي عشقي شعرونو نه څو بيتونه په لاندې ډول دی:

خفي شرک دی که څوک پوه شي د دنيا مينه په زړه کې
يوه مينه ساته زړه کې نورې مينې کړه بهر
د مين نظر هر کله وي پخپلې ليلا باندې
د پتنګ نظر په شمع نه په شمس نه په قمر
شي له نورو بېګانه لېونی بيا فرزانه
چې په عشق او محبت کې شي له ځانه ناخبر
حال یې بل شي، خيال يې بل شي نظر بل شي منظور بل شي
بل سړی شي بل عالم کې د يو چا په يو نظر
له عالمه کناره شه که وصال د محبوب غواړې
ګڼه ګوڼه کې څوک مومي وصالونه د دلبر
څو دنيا نه کړې طلاقه د عقبا ليلا مه غواړه

د ارواښاد استاد ګل پاچا الفت يوازې همدغه شعر که سړی تحليل کړي، نو د تحليل نتيجه به دا وي، چې د دنيا د حب او مينې نه لاس پر سر شوی و او صرف يوې پاکې مينې يې په زړه کې ځای نيولی و.

مجازي عشق:

له حقيقي عشق پرته د استاد الفت شعرونه د محتوا له مخې د مجازي عشق بېلګې هم لري، مجازي عشق د حقيقي عشق بر عکس دی، چې دې کې د حقيقي مينې پر ځای مجازي مينه راوړل کېږي. دا لاندې څو بيتونه د مجازي عشق ښې نمونې دي:

عاشقانو سره وېره د سر نشته
هسې نه چې د عشق لار کې خطر نشته
فرهادي عزم له عشقه پيدا کېږي
د عاشق په مخکې هيڅکله غر نشته
کارغه نه رسي مقام ته د بلبلو
ورسره د عشق او مينې وزر نشته
عشق او مينې د بورا مينه ګلزار کړه
سعادت ته بله لار د بشر نشته
دزاهد په امسا باندې جهاد نه شي
غازي نه دی ورسره که خنجر نشته
د عاشق په برخه دار دی رسېدلی
د منصور جلوه په سر د منبر نشته
سربازي د عاشقانو لوی صفت دی
د خليل د سرو اورونو خذر نشته
په کوم ځای کې چې فرهاد او مجنون نه وي
هلته سترګې او صاحب د نظر نشته

د استاد الفت په شعرونو کې د مجازي عشق داسې بېلګلې هم شته، چې لوستونکي او اورېدونکي د مينې او محبت جذبات او احساسات راپاروي او په ځوانانو ډېر تاثير کوي، لکه:

چې په سپين مخ دې زلفې خورې وي
سترګې دې تورې شونډې دې سرې وي
زه يم او ته يې ناز و نخرې وي
څومره به ښه وي، څومره به ښه وي
چې زه حيا کړم او ته ش��خي کړې
زه جرئت نه کړم خو ته مستي کړې
شې مهربانه او دلداري کړې
څومره به ښه وي، څومره به ښه وي

استاد پخپلو شعرونو کې د ګودر پر غاړه د مات کودړي د عشق کيسه داسې بيانوي:

د ګودر په غاړه پروت و مات کودړی
ويلې زه وم روغ منګی کلال جوړ کړی
دلته لوبو کې زه مات يوه زلمي کړم
يوې پېغلې په اوږه ومه راوړی
د جهان هره ذره کې عشق عيان دی
مات کودړي سره هم د عشق داستان دی
ډېر مين په دې ګودر دي يوځای شوي
ډېر منګي دلته مات شوي لنډ بیان دی
ج

د استاد شعري کليات د مجازي عشق ډېرې په زړه پورې بېلګې لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *