د فلسفې د يوې څانګې په ډول د استاد ګل پاچا الفت په شعرونو کې د اضدادو فلسفې په هکله شعرونه هم شته دي.
ټوله نړۍ له ضدينو جوړه ده، که د انسان د زړه خوښه وي او که نه وي، له دې اضدادو سره به وخت او ژوند تېروي.
د غني خان په شعرونو کې هم د ژوند او مرګ په هکله فلسفي شعرونه شته دي، چې د اضدادو د فلسفې ډېرې ښې نمونې دي.
استاد ګل پاچا الفت پخپل (شعري کليات، ص ۱۰۴) کې د (آغاز او انجام) تر سرليک لاندې داسې وايي.
له اسمانه څاڅکي راغله د باران
پرې را شنه شوه سپين و سره او زېړ ګلان
يو څو ورځې پس يې باد ويوړلې پاڼې
خپل آغاز آنجام هيڅ نه شو ور عيان
په زرګونو کلو ګورو چې ژوندون شته
حرکت شته لوېدل شته مخکې يون شته
له آغازه له آنجامه خبر نه يو
دومره وايو چې دورونه د ګردون شته
د انسان د پيدايښت ورځ او د مرګ ورځ الله تعالی ته معلوم دی او په تقدير کې ليکل شوي وي.
هيڅ انسان نه شي کولای، چې د بل انسان د مرګ وخت په دقيقه موده او وخت کې وښايي.
استاد الفت هم داسې نظر لري او د پورته ياد شوي شعر مفهوم يې دی: له اسمانه بارانونه راورېږي، ددې بارانونو له امله ټول بوټي شنه کېږي او ډول ډول ګلان پيدا کېږي، د څو ورځو وروسته د همدې شنه شوو بوټو او رنګارنګو ګلانو پاڼې د خزان د شمالونو له راتګ سره له منځه ځي، دغه بوټي په دې پوه نه شول، چې څنګه پيدا او فنا شول.
انسانانو هم په زرهاوو کلونو ژوند وکړ، حرکت، کار او هلې ځلې يې وکړي، همدا انسان له خپل پيدايښته او مرګه خبر نه دی.
دلته هم د ژوندون او د مرګ په فلسفې په هنري، شعري او فکري انداز بحث شته دی، استاد الفت د ژوند او د مرګ په باب داسې نظر لري، چې د انسان د ژوند نېټه او د مرګ نېټه نامعلومه ده، نو په داسې بې اعتباره ژوند بيا اعتماد په کار نه دی.
استاد ګل پاچا الفت په نثري کلياتو ، ۱۸۵ مخ کې د (غم او خوشحالي) تر عنوان لاندې داسې وايي: (ډېر خلک دي، چې يوه ورځ يې ګرانه ښځه مري او دی غمجن کېږي، مګر بله ورځ نوی واده کوي او د خوشحالۍ هغه زوړ غم بېخي هېروي، نو دغه د خوشحالۍ ډولۍ او هغه د غم جنازه يو له بله ډېر ربط لري، که هغه غم دغه کاله ته رانه شي، دغه ښادي هم نه شي راتلی.
د استاد په شعري کلياتو کې فيوډالي نظام ته اشاره کوي او وايي:
غنا په فقر حکومت کاندي
بډايان لوړوي په نورو باندې
راسره شته دي ډېر عزتونه
په ماسمېږي واړه کارونه
په خزانو مې فخر شاهان کړي
جګړې جنګونه په ما انسان کړي
استاد الفت د غريبو، بېچاره وو او مسکينانو طرفدار او له مالدارنو سره وران و، ده پخپلو شعرونو کې خانان، پيران او د وخت مشران غندلي دی او د فيوډالي نظام ضد يې ډېر شعرونه ويلي دي.
په پورته راغلي شعر کې هم د مالدار او غريب يا د مال او پيسو خاوند او مفلس يادونه شوې ده، چې که فلسفي بحث پرې وکړو، نو د اضدادو فلسفې بحث ترې لاس ته راځي.