د استاد ګل پاچا الفت په شعرونو کې ښوونېز او روزنيز نظرونه او ښوونې او روزنې ته د انسانانو د اړتيا په باب ډېرې ويناوې شته دي.

ښوونې او روزنې ته اړتيا ډېره ليدل کېږي، د قرآن کريم د آيتونو پر اساس الله تعالی انسان لومړی ځل ناپوه موجود پيدا کړ او وروسته يې ورته داسې شيان ور زده کړل، چې د همدغو زده کړو له کبله انسان د ملايکو په نسبت لوړتيا وموندله او ملايکو حضرت آدم عليه السلام ته سجده وکړه او دغه د زده کړې خوی د انسان په اولاد کې له يوه نسل نه بل نسل ته په ميراث پاته شو.

[علم الانسان ما لم يعلم] (العلق/۵) ژباړه: الله تعالی انسان ته هغه څه ور زده کړل، چې پرې نه پوهېده.

[طلب العلم فريضة علی کل مسلم](حديث شريف) ژباړه: د علم حاصلول په هر مسلمان (نر او ښځه) فرض دی.

هم د مذهبي او هم د عقلي او تجربوي دوه نظريو له امله روښانه ده، چې نسل تل تر پيدايښت وروسته ددې لپاره چې د چاپېريال د ګټورو او خطرناکو عواملو د ټولګې ترمنځ لار ورکه نه کړي، ښوونې او روزنې ته ډېره اړتيا ليدل کېږي، استاد الفت د قرآن او حديثونه باخبر وه، د عصري علومو مطالعه يې درلوده او د خپل تجربوي ژوند له امله د عوامو خلکو د نېکبختۍ او خوشبختۍ له امله د ښوونې او روزنې په باب ډېر نظريات درلودل او له عوامو نه يې د ښوونې او روزنې غوښتنه کوله.

ښوونه او روزنه دوه بېلا بېلې کلمې دي، چې له بېلا بېلو مفاهيمو سره د دوه جلا کلمو مفهوم اخيستلی شي، خو له ليکلو څخه يې چې په مترادف ډول راځي، داسې څرګندېږي، چې يوه معنا لري، خو په اصل کې ښوونه او روزنه يو له بله توپير لري او دوه جلا جلا مفاهيم لري.

د انسان ټول کارونه، کړنې او سلوکونه، چې د (رعايت، عادت او اطاعت) تر عنوان لاندې سرته رسېږي او يا څرګندېږي، د تربيت (روزنې) له ډول څخه شمېرل کېږي، يا د روزنې په نوم يادېږي.

هغه مفاهيم چې نتيجې يې د انسان د ذهني او رواني حرکي کړو وړو په بڼه څرګندېږي، د تعليم (ښوونې) له مفهوم څخه شمېرل کېږي، يا د ښوونې په نوم يادېږي.

د استاد الفت په شعري کلياتو کې ښوونيز او روزنيز نظرونه او ښوونې او روزنې ته د عوامو تشويقولو او هڅولو بېلګې شته دي، چې د ښوونې او روزنې په هکله به ددې له شعرونو ځينې بېلګې راوړم:
فضيلت د انسان علم و عمل دی
که په سر یې پټکی شال او که ململ دی
د هر چا معنی ته ګوره نه لباس ته
ما د ښه لباس خاوند وليد مهمل دی
]
د استاد ګل پاچا الفت شعرونه ډېر ښوونيز مسايل لري او خلک يې د تعليم، پوهې، علم او تحصيل لپاره تشويق کړي دي .
د استاد پورتنۍ دوه بېلګې د ښوونيزو شعرونو ښې نمونې دي او کلياتو کې داسې نمونې په لسهاوو پيدا کېږي.

د الفت صاحب په شعرونو کې روزنيز نظريات هم پيدا کېږي، چې لاندې څو مثالونه د نمونې په ډول راوړم:

ښه سړی چې له بدانو سره مل شي
دده فکر د هغوی فکر کې حل شي
همدغه مسخ کېدل دي په معنی کې
چې يې خوی د کوم حيوان په خوی بدل شي

د استاد الفت پورته راغلي شعرونو کې روزنيزو موضوعاتو ته نغوته په کې شوې ده.

د انسان په داخلي جوړښت (خوی، عادات، اخلاق، سړيتوب، انسانيت، جذبات، احساسات، عاطفه او داسې نور) باندې د ښوونې او روزنې اغېزې وي.

ښوونه او روزنه يو له بله لازم او ملزوم دي، خو ډېر عالمان، پوهان او تحصيل کوونکي مې وليدل، چې ښوونيزه برخه يې پياوړې ده، خو روزنيزه برخه يې ضعيفه ده، نن مو د ټولنې ډېر خلک ښوونه لري، خو روزنه يې کمزوې ده، چې زما په پوهه له ښوونې روزنه ډېره مهمه ده.

استاد الفت پخپلو شعرونو کې د ښوونې او روزنې په حاصلولو ټينګار کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *