په ډېرې خواشينۍ سره د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د ژبپوهنې استاد بايزيد اڅک د اجل داعي ته لبيک ووایه
ارواښاد استاد اڅک د علم او پوهې په ډګر کې علمي کارنده کدرونه د ټولنې چوپړ ته وړاندې کړي دي، ورسپارل شوې علمي دنده يې په پوره صداقت او جرات سره سرته ورسوله.
ښاغلی استاد بایزيد اڅک څه موده ناروغ وو او د همدې ناروغۍ له امله په حق ورسېد، کليوال ملګري ټولنه د استاد بایزيد اڅک مړينه يوه ستره ضايع بولي او د نوموړي دغه تشه به تر ډېره په علمي ډګر کې محسوسېږي.
کليوال ملګري ټولنه د استاد کورنۍ، شاګردانو د ادب او فرهنګ لارويانو ته تسليت وايي او په دغه وير کې ورسره ځان شريک بولي.
په درنښت
کليوال ملګري ټولنه / غزني

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *