د افغانستان د نامتو لیکوال او سرمحقق استاد عبدالله بختاني خدمتګار د وفات له کبله د جلالتماب جمهور رئیس محمد اشرف غني د خواخوږۍ پیغام
په ډېرې خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې د هېواد لوی لیکوال، شاعر، مورخ او محقق استاد عبدالله بختانی خدمتګار د ور پېښې ناروغۍ له کبله وفات شو.
انالله وانا الیه راجعون
استاد بختاني په خپل ۹۳ کلن ژوند کې په لسګونو کتابونه ولیکل او د هېواد د فرهنګ په وده کې یې لویه ونډه واخیسته. استاد بختانی د یوه اجتماعي مصلح په حیث په افغاني ټولنه باندې لوی حق لري، د ده مړینه لویه ضایعه ده.
د ارواښاد استاد عبدالله بختاني خدمتګار د وفات له کبله د هغه کورنۍ، دوستانو، د افغانستان په علومو اکاډمۍ کې د هغه همکارانو او د هېواد ټولو فرهنګیانو ته تسلیت وایم. الله تعالی دې وبښي.
امین یا رب العالمین
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس
محمد اشرف غني