استاد دوست شینواری

پوهندوی آصف بهاند     

سرمحقق دوست شينواری له نن څخه پنځه ویشت (۲۵) کاله مخکې، د ١٣٧٢ ل کال د حمل په يولسمه نيټه، په کابل کې وفات او خاورو ته وسپارل شو. دا څو کرښې د ده لوړ فرهنگي شخصیت ته د درناوي او یاد ژوندي ساتلو په پار لیکم.

سرمحقق دوست شينواری د افغانستان یو حقداره، د لوړو زدکړو خاوند او ډیرې غني تجربې لرونکی قلموال و چې د مطرح لیکوالو په ډله کې شمیرل کیږي.

زه په لومړي ځل د استاد بینوا د «اوسني لیکوال» د کتاب له لارې د سرمحقق دوست شينواری له بیوگرافۍ او فرهنگي علمي شخصیت سره اشنا شوم استاد بینوا په اوسني لیکوال کې د دوست شینواري د بیوگرافۍ او قلم چلولو په باب د څلویښتمې لسیزې د مالوماتو پر بنا لیکنه کړې ده؛ خو دوست شینواري له هغه نه وروسته خپل فرهنگي فعالیتونه، لیکوالي او تخلیق له توقع نه زیات پراخ کړی او داسې یو شمیر آثار یې چاپ او لوستونکو ته وړاندې کړل چې تر نن پورې په پوهنتوني او اکادیمیکو کړیو کې د یو ماخذ په توگه د اعتبار او استفادې وړ دي.  

په اوسني وخت کې هم د سرمحقق دوست شينواری بیوگرافي او د علمي کارونو او آثارو د پیژندنې په برخه کې کار شوی دی. زه په ځانگړي ډول له ښاغلي انجینیر زهیر شینواري نه ډیره مننه کوم چې هرکال د استاد دوست د تلین په مناسبت د ده بیوگرافي او د آثارو لست په خپرولو سره د هغه حقداره دانشمند حق ادا کوي.

دغه راز له ښاغلي ډاکتر لطیف یاد نه هم مننه کوم چې د استاد دوست شینواري بیوگرافي او د آثار لست یې په خپله فیسبوک پاڼه کې خپور کړی دی او په دې توگه یې د هغه بزرگوار علمي حق ور ادا کړی دی.

دوست شینواري د علم په زدکړې پسې ډیرې لارې وهلې دي او د پوهې د ترلاسه کولو له پاره یې د جومات او مدرسې دروازې وټکولې:

ــ په ١٣٣٩ ل کال یې عربي دارالعلوم پای ته ورساوه،

ــ په رسمي دفترونو کې یې مطبوعاتي کار پیل او خپله علمي تجربه پخه کړه،

ــ د پوهې د تر لاسه کولو له پاره بهر ته هم لاړ څو په پای کې یې د پخواني شوروي اتحار د رستوف دولتي پوهنتون د ادبیاتو له پوهنځي څخه د ماسترۍ دیپلوم تر لاسه کړ،

ــ او د ژوند تر پایه د یو علمي مرګز، د افغانستان د علومو اکادیمۍ علمي غړی پاتې شو.


زه د خپلو سترگو د لیدلي حال په استناد په مسؤلیت سره وایم چې سرمحقق دوست شينواری  داسې مهربانه علمي شخصیت و چې خپله زدکړې او پوهه یې هیڅ کله له چا نه نه سپموله، تل یې هڅه کوله چې ځوانان او نوی نسل په نوې او عصري بڼه وروزل شي.

زه د  سرمحقق دوست شينواری د ۲۵ ام تلین په پار د ده علمي برخورد او علمي مرستې یوه بیلگه چې له ما سره یې په یوه لوی علمي سیمینار کې، د یوې علمي لارښونې او مهربانۍ په بڼه کړې وه، یادوم:

د شپیتمې لسیزې د پیل کلونه و، په کابل کې، د افغانستان د لیکوالو ټولنې له خوا د «کابل ښار» د هر اړخیزې څیړنې او پیژندنې په پار یو لوی سمپوزیم جوړ شوی و. لومړنۍ عمومي غونډه یې د کابل په انترکانتیننتل هوټل په بالروم تالار کې د گڼ شمیر کورنیو او بهرنیو پوهانو په گډون جوړه شوې وه. زه (آصف بهاند) هم د سمپوزیم اصلي غړی وم او مقاله مې ورته لیکلې وه.

له عمومي غونډې نه وروسته د «کابل ښار» د پیژندنې په باب په جلا سالونونو کې، د بیلابیلو برخو غونډې جوړیدونکې وې. ما د خوشال په اشعارو کې د کابل د یادونې د څرنگوالي په هکله مقاله لیکلې وه او د بیلگې په ډول مې د خوشال هغه بیتونه د ده له کلیاتو را ټول کړي و چې د کابل یادونه په کې شوې وه لکه:

د کـابـل مـیـوې خــوراک وې د تــوتــیــانــو

پرې خواره شول تور کارغان له هندوستانه

*****

و شـمـال وتـــه یـې غـــر بــلــورستــان دی

شرق کشمیر غـرب یې کابل او بدخشان دی

په اغلب گومان چې د هغې ورځې د غونډې مشري دوست شینواري کوله. کله چې ما خپله مقاله ولوستله، په غونډه کې ځینو حاضرینو، د غونډې ریٔس ته زما د مقالې په باب خپلې کتبي پوښتنې سپارلې وې. یوه پوښتنه په کې دا وه چې د خوشال منظور له بلورستان څخه کوم ځای دی، هغه سیمه اوس چیرې موقعیت لري؟

زه په ډیر جرأت سره دا اقرار کوم چې تر هغې شیبې زه نه پوهیدم چې «بلورستان: د سوات شمال ته غرنۍ سیمه ده چې د قراقروم تر غرونو پورې رسیږي.(حبیبي عبدالحی: د کابل چاپ د سواتنامې ۱۳۵۸ د متن د څلورم مخ لمنلیک)

ما ته یوه وړه پرزه راکړل شوه چې استاد دوست شینواري د یادې پوښتنې ځواب په دانشمندانه او لنډ ډول لیکلی و.

ما هغه پوښتنه هلته په ډیرو ساده الفاظو سره، په هغه بڼه چې استاد دوست راته لیکلي وو، خواب کړه؛ خو د ده د مهربانۍ او علمي مرستې مثبته خاطره تر نن پورې زما د ذهن په دهلیزونو کې داسې انگازې کوي چې هر کله مې دې هڅوي چې خپله زدکړې پوهه باید له چا نه ونه سپموم او خپله تجربه او پوهه څنگه، په کوم ځای کې له چا سره شریکه کړم.

ما شخصاً د دې بزرگوار دانشمند په جنازه کې گډون درلود، د قبر په څنډه کې، د وروستي دیدن په شیبه کې هم د ده دا مهرباني زما د سترگو د کړکۍ نه دباندې وړاندې وروسته کیده او داسې یې وژړولم چې هیڅکله به مې هیر نه شي.

اروا یې ښاده

او

یاد یې تلپاتې!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *