فرانتز فانون او د ځمكې پر مخ دوزخيان

زه د دعوت پوهنتون محصل یم. په همدغه پوهنتون کې د کانکور د ازموینې په جریان کې ناڅاپه لاوډسپيکر وکړنګېد او د عبدالرب رسول سیاف غږ لوړ شو. ټولو ته یې د بریالیتوب غوښتنه وکړه او څو قرآني آیاتونه یې تلاوت کړل. څه موده وروسته نتایج ووتل او زه هم په ښو نمرو بریالی شوی وم. زړه مې ویل چې د ښاغلي سیاف دعا به راته قبوله شوي وي!!!

د داخلې لپاره لاړم د سیاف (دعوت ) پوهنتون ته، د ماسپښين د لمونځ وخت و چې ګورم په یوه صنف کې محصلان او استادان په لمانځه ولاړ دي خو ما ته ځای نه و. زما غوندې نور ډېر په تمه وو. څو دقیقې وروسته مو توبه قبوله شوه او د لمانځه وار راورسېد. لمونځ مو وکړ خدای دې قبول کړي. بهر راووتلم نو که ګورم د پوهنتون په انګړ کې هم چا څادر هوار کړي او څوک په پوزیو ولاړ دي او لمونځ کوي. پوښتنه راسره پېدا شوه؟

څه پوښتنه؟

وروسته درته وایم…

نن خبر شوم چې استاد سیاف ځان د افغانستان د واکمنۍ ټيکه دار او اصلي حقدار ګڼلی. زه یې حېران کړم. ما ته مې د پلار د جهاد د وختونو کیسې رایاد شوې چې استاد سیاف هغه مهال ځان د اسلام ټیکدار ګاڼه خو تر خپلې اوږدې مبارکې ږیرې هاخوا کیسو نه یې یو دی خبر و او یو د ده خدای.

پوښتنه ځوابوم:

ما ویل نو دی (استاد عبدالرب رسول سیاف) خو د افغانانو د اسلام ټیکه دار دی نو بیا په دومره لوی پوهنتون کې چې نږدې لس زره محصلان لري؛ څنګه یو وړوکی جومات نه جوړوي!!!؟

بیا یوه ورځ څه وشول؟ هغه جوماتګی یې هم په صنف واړاوه چې جومات ته یې ځانګړی کړی و او له بهر انګړه یې هم پوزي موزي ورټول کړل، ځکه چې ژمی راغی او بهر چا لمونځ نه شو کولی. بیا مې ډېر داسې محصلان ولیدل چې په بکسو کې به یې له ځانه سره جاینمازونه راوړل او لمونځونه به یې کول..

څو ورځې وروسته چې مازیګر پوهنتون ته راورسیدم او صنف ته داخل شوم نو ټک ټوک مو ماغزه راشنه کړل او درس ته یې نه پریښودو، پوښتنه راسره وه چې دا څه خبره ده؟

خبر شوم چې د چاردیوالۍ او د پوهنتون د تعمیر تر منځ هغه د لښتي په غاړه پنجرې لګول کیږي او سر یې پټيږي چې محصلانو ته د لمونځ ځای جوړ شي. نو سیاف خو څه کوپار ندی چې پوهنتون به یې جومات نه لري.

خدای خبر چې د دغه جومات له لاسه به هم بیا له څومره ځوانانو لمونځونه قضا شوي وي او تر اوسه به قضا کیږي؟ ځکه چې هغه ځای له قبلې چپ دی او که یو صف ودریږي نو بیا بل نشي پکې دریدلی او په یوه صف کې به نو په یو نیم متر ځای کې څومره کسان ځای شي؟ تاسې خپله قضاوت وکړئ؟

نو اوس پوښتنه دا ده چې دا استاد عبدالرب رسول سیاف به په څه موړ شي؟

یو جهادي قومندان چې ځان د جهاد او د هېواد ټیکه دار ګڼي، موږ ته تل اسلام مخ مخ ته کوي خو پخپله یې دومره لوی پوهنتون (دعوت) یو جومات نه لري!؟

ریښتیا بله خبره:

په دعوت پوهنتون کې د ښاغلي سیاف یو لیکل شوی کتاب چې عموماً د ثقافت اسلامي مضمون په بڼه په دغه پوهنتون کې تدریسیږي، تر یو نیم سل مخونو زیات ندی خو په محصلانو په دوه سوه افغانۍ خرڅیږي. اسلام څنګه پخپله ګټه وکاروو؟ دا دې څوک له استاد سیافه زده کړي که تکړه وي.

ما ته نو په داسې وخت کې د هغه ملا کیسه رایاد شي چې کوم څوک يې د قبلې خوا ته په تشو بولو لیدلی و نو ورته ویلي یې وو چې پاڅه بدبخته ګنهګار شوې. د قبلې خوا ته څوک جواب چای نه کوي.

سړی یې خجالته کړی و خو څو ورځې وروسته دغه سړي هماغه ملا د قبلې خوا ته په میتیازو لیدلي و نو چې ایزار بند یې تړلی و پوښتنه یې ترې کړې وه چې تا خو ویل د قبلې خوا ته جواب چای کول وبال لري؟

ملاګل ورته ویلي وو چې نادانه سړيه! ما مې د خپل شي سر بل خوا ته نیولی و.

نو دغه ښاغلی سیاف ما ته هماغه ملاګل ښکاري چې بل ته مسلې کوي او خپله پرې حملې کوي.

ریښتیا وروستۍ خبره دا چې ده یو وخت ویلي وو چې ښځه ووینم نو څو ورځې ډوډۍ خوند نه راکوي او ځان ګنهګاره احساسوم خو په پارلمان کې یې په څنګ کې ښه خوشاله و. که زما ګنهګار دا خبرې نه منئ نو د جومات کیسې د ضباد لپاره مې د ښاغلي سیاف (دعوت) پوهنتون ته ورشئ چې ژرنده لري او که جومات؟

د جهاد وختونو د کیسو لپاره له خپلو مشرانو وپوښتئ چې هغه وخت سیاف ګل څه کول او اوس څه کوي؟

له ښځو سره د سیاف د عکسونو لپاره ګوګل کې سرچ پسې وکړئ او لطفاً نور اوربشې او غنم سره بېل کړئ. د استاد سیاف دې خدای اخره خاتمه ښه کړي.

کابل

——————————

د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی ضروري نه دی.

4 thoughts on “د استاد سیاف ژرنده او جومات/ غالب ګمان”
  1. وروره په تا دی یی خدای اسانه کړی مونږ دی الله دسیاف په شان کناه کارو چلبازو او ټګانو وساتی. محترمه دسیاف په اوږده ږیره چه څوک غولیدلی دی هغه لکه دعربو دی چه پیسی یی سیاف ته ورکولی او هغه به خپل تجارت ورباندی کولو. دسیاف په هکله چه څومره خبری وکړی چه څومره دی په شیطانی کی ماهر دی ، بیا هم کمی دی. څو ورځی دمخه به تاسی لیدلی وی چه دهزاره ګانو دخلاصون په هکله یی په دولت نیوکی کولی، ماته خندا راغله چه نوموړی ته په یادکړم چه هزاره ګان خو تا میرات کړی دی په کابل کی خوتا دپښتنو اوهزارهګانو ترمنځ دنفاق اور بل کړی وه.
    دافغانستان خلک باید په دولت فشار راوړی چه نور دسیاف په شان دشر اوفساد خورونکی دغوندو او تبلیغاتو نه منع کړی ، داځکه دوی اولس وپیژندل او همدا علت وه چه په انتخاباتو کی چا رایه ورنکړه.

  2. وروره مننه, خو له تاسې نه, ستاسې دوستانو نه او د دعوت محصلينو نه يوه ستره ګيله لرم?

    تاسې چې ښه پوهيږې چې سياف د پيسو لپاره کاپر دي او د پيسو په مقابل کې پر ځان د ايوانوف نوم ايښودلو ته تيار دي, کوم نوم چې دې تل يادوي, نو تاسې يې هم په مالي سپانسر يا تمويل کې راځې . او د دې خونخواره سياف لپاره پانګونه کوي!!!! نو ضرور به تاسو هم د افغانستان مظلومه ملت لپاره ځواب ورکونکې ياست.

    د حل لاره يې دا ده, چې دعوت الازهر ندي? د عوت د سياف د ږيرې صفت دي! او نن سبا خو د پوهنتونونو کمې نسته, ولې کوم بل پوهنتون ته نه ځې چې هم مو ريښتنې تعليم ملاتړ کړې وي او هم باورمنده زده کړه. لطفآ له دعوته لاس په سر شې, چې د افغانانو پر وينو جوړ شوې.

    مننه
    باقې خان

  3. دوی ټول د دین ټیکه داران دی . سیاف یعنی وړۍ ، تورن اسمعیلوف شیخ آصفویچ هغه کسان دی چی سرونه یی بلی خواته دی . دوی که هر کار کوی ، دوی ته روا دی . که تورن اسمعیلوف د حوت په 24 د هرات د ښار 300 افغانان یا ده ده په وینا 24000 بیګناه انسانان په وینو کی ولمبول ، څه پروایی لری ، اوس په هرات کی دهغه بنګلی او د سیل او سیاحت ځایونه ودان دی ،د سیاف خپلی بنګلی او کورونه دی چی نیم کابل یی خپل کړی او شیخ آصفویچ خو بیا د ایران په پیسو د کابل په
    زړه کی شیعه خان جوړه کړی تر څو رافضیت خپور کړی. د رحمن بابا په قول:
    دین یی دام دی غوړولی په دنیا کی
    پکی رانیسی وحشیان د مخلوقات

  4. که رشتیا در ته ووایم سیاف د وهابیت نماینده دی او وهابیت هم د انګریز مزدور او انګریز هم د شیطان شاګرد دی او شیطان هم عدوالناس دی هغه عدوّ چه پر انسان ئی جنت ندی پیرزو او غواړی د خپلی .سرکښۍ د مجازات انتقام د صالح انسان څخه واخلی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *