څېړنه: عبدالنافع همت –
سريزه:
دا خبره به ټول افغانان، په تېره بيا فرهنګي کهول راسره ومني چې ښاغلی عبدالباري جهاني د پښتو ژبي د معاصر ادب يو ځلانده ستوری دی. دا ستوری اوس دومره ځلېدلی چې اړتيا نشته موږ يې خلکو ته وروپېژنو. د ښاغلي جهاني هنر اوس جهاني شوی، ژوندی شوی، ژبه يې پيدا کړې، د افغانانو کورونو او حجرو ته ور ننوتلی او خپله له افغانانو سره خبرې کوي. په نړۍ کې به داسې سيمه نه وي چې هلته دې افغانان اوسي، خو د ښاغلی جهاني له اثارو په تېره بيا شعرونو سره دې اشنا نه وي. پر ده باندې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې غونډې او سيمينارونه جوړ شوي او په اړه يې تر سلو زياتي مقالې او شعرونه ليکل شوي دي، د دې تر څنګ د ده د ژوند او هنر په اړه يو کتاب هم ليکل شوی چې د ( جهاني جان ) نومېږي، خو د ده هنري نړۍ دومره پراخه ده چې په يوه کتاب کې نه شي څېړل کېدای، دا به ګرانه وي چې په يوه مقاله کې دي هم د ده پر ژوند او هم يې پر هنر خبرې وکړو، خو په دې ليکنه کې هڅه شوې چې د ښاغلي جهاني لنډ ژوندليک او تر څنګ يې د چاپ او ناچاپ اثارو لنډه يادونه وکړو:
ژوندليک:
ښاغلی عبدالباري جهاني د ارواښاد حاجي عبدالاحمد لودين زوی دی چې د کندهار ښار د باميزو په کوڅه کې زېږېدلی دی. د کندهار په ميرويس نيکه ليسه کې يې زده کړې کړي او تر هغه وروسته په ( ۱۳۵۲ش) کال د کابل پوهنتون له بشري علومو او ادبياتو پوهنځي څخه فارغ شوی دی. تر ( ۱۳۵۳ش) کال پورې د پښتو ټولنې غړی او له (۱۳۵۵) څخه بيا تر ( ۱۳۵۷ش) کال پورې د ښوونې او روزنې په وزارت کې د بهرنيو مرستو مدير و.
په ( ۱۳۶۰ش) کال د ملي راډيوټلويزيون مرستيال او لږ موده وروسته پاکستان ته مهاجر شو. په ( ۱۳۶۲ش) کال ډنمارک ته ولاړ او هلته يې سياسي پناه واخيسته. له هغه ځايه امريکا متحده ايالتونو ته ولاړ او هلته يې له ( ۱۳۶۲ ) څخه بيا تر ( ۱۳۸۹ش) کال پورې په امريکا غږ راډيو کې د خبريال په توګه کار وکړ. ښاغلی جهاني دا مهال تقاعد او په خپل کور کې په ليکنو او څېړنو بوخت دی. ده واده کړی او څلور زامن لري.
چاپ آثار:
الف: شعري اثار
۱: ورکه مېنه:
دا کتاب د ښاغلي جهاني لومړنۍ شعري ټولګه ده چې په (۱۳۶۷ش) کال په کوټه کې صحاف خپرندويه ټولنې چاپ کړې او استاد عبدالرحمن پژواک، حبيب الله رفيع او ډاکټر حبيب الله تږي سريزې ورباندې ليکلي دي. د دې تر څنګ په کتاب کې د يوسف حيران او محمد ابراهيم عطايي نظمونه هم راغلي چې ښاغلي جهاني ته يې ډالۍ کړي دي. دا مجموعه (۱۹۰) مخه لري چې اکثره يې نظمونه او ازاد شعرونه دي. څرنګه چې هغه مهال افغانستان ته روسي عسکر راغلي ول، نو دا شعرونه هم اکثره د جهاد او مقاومات په اړه دي، په مجموع کې يې د افغانانو د کډوالۍ، کونډو، يتيمانو او دردونو يو روښانه انځور بللای شو. دا کتاب تر دې مهاله د لوستونکو له تاوده هرکلي سره مخ شوی او تر دې مهاله پنځه ځله چاپ شوی دی.
۲: پايکوب:
دا اثر په ( ۱۳۶۹ش) کال په کوټه کې صحاف خپرندويه ټولنې چاپ کړی دی. پر کتاب سيد شمس الدين مجروح، ډاکټر اسرار او رحمت شاه سائل سريزې ليکلي دي. دا مجموعه چي (۱۲۵) مخه لري، ورکه مېنه غوندې موضوعات لري، خو د فورم په لحاظ د ازاد شعر او نظم تر څنګ غزلي هم لري. دا کتاب هم تر دې مهاله په کوټه او کندهار کې څلور ځله چاپ شوی دی.
۳: د سباوون په تمه:
دا کتاب په ( ۱۳۷۵ش ) کال چاپ او (۲۵۸) مخه لري. په کتاب کې د ټولنې د ناوړه حالاتو په باب شعرونه او غزلي راغلي دي، د دې تر څنګ څو پښتو متلونه هم په منظوم قالب کې راوړل شوي دي.
۴: شپېلۍ:
دا کتاب چي (۲۸۳) مخه لري په (۱۳۷۷ش) کال په کوټه کي صحاف خپرندويه ټولنې چاپ کړی دی. په کتاب کې ازاد شعرونه، نظمونه او غزلي راغلي چې ښاغلي زرين انځور يوه سريزه هم ورباندې ليکلې ده.
۵: کوه طور:
دا کتاب چې ( ۳۱۵) مخه لري په (۱۳۷۹ش) کال په کندهار کې نارنج خپرندويه ټولنې چاپ کړی دی. پر کتاب ډاکټر لطيف بهاند، عبدالمجيد او عبدالمجيد بابي سريزې ليکلي دي. په کتاب کي د سريزې پر ځای د ښاغلي عبدالکبير يو نظم هم راغلی چې ښاغلي جهاني ته ډالۍ شوی دی. په دې مجموعه کې غزلي، ازاد شعرونه او نظمونه راغلي دي.
۶: کوثر:
دا کتاب په ( ۱۳۹۱ش ) کال چاپ شوی چې (۲۱۳) مخه لري. د دې کتاب موضوعات بيا هم د افغانستان روان حالات دي. په کتاب کې غزلي، آزاد نظمونه او منظوم داستانونه راغلي دي.
۷: راز و نياز:
دا اثر په ( ۱۳۸۶ش) کال چاپ شوی چې ( ۳۹۲ ) مخه لري. شعرونه يې غزلي، ازاد نظمونه او منظوم داستانونه دي.
۸: د خيام سرونه د پښتو په تال کي:
دا کتاب د حکيم عمر خيام د ( ۴۱۸ ) رباعياتو پښتو منظومه ترجمه ده چې په (۱۳۸۴ش ) کال چاپ او (۲۳۸) مخه لري.
۹: غربي ګلونه، شرقي لمني:
د انګلېسي کلاسيکو شعرونو منظومه ترجمه چې په (۱۳۸۵ش) کال چاپ شوې او (۵۲۶ ) مخه لري. په دې کتاب کې د څه باندې پنځوسو انګرېزي ژبو شاعرانو شعرونه ترجمه شوي دي.
۱۰: د پښتو په سر او تال کي د غربي سندرو شرنګ:
دا کتاب د انګرېزي سندريزو شعرونو ترجمه ده چې په( ۱۳۸۵ش ) کال چاپ او( ۴۰۴ ) مخه لري.
۱۱: بګهت کبير د پښتو په بڼ کي:
دا کتاب له انګرېزي نثر څخه پښتو منظومه ژباړه ده چې په (۱۳۸۲ش) کال چاپ او (۱۹۹) مخه لري. بګهت کبير د هندوستان مشهور صوفي شاعر دی چي د سکندر لودي په زمانه کې يې ژوند کاوه. د بګهت کبير شعرونه نړيوال شهرت لري چې ځيني مناجاتونه يې نوميالي بنګالي اديب ټاګور په انګلسي ژبه په نثر ژباړلي او ښاغلي جهاني له انګليسي نثر څخه پښتو ته په نظم را اړولي دي.
۱۲: معراج:
دا اثر شعري مجموعه ده چې د شاعر يوه اوږده سريزه هم لري. کتاب څلور سوه مخه لري چې موضوعات يې بيا هم افغانستان حالات دي چې د غزل، ازادو نظمونو او منظومو داستانونو په فورم کې ويل شوي دي.
ب: نثري اثار:
۱: قوماندان:
دا اثر ناول دی چې په (۱۳۸۱ش) کال په کوټه کې چاپ شوی او ( ۱۹۶) مخه لري. موضوع يې په کندهار کې د کمونسټانو او مجاهدينو قوماندانانو ظلمونه دي.
۲: هرات، پښتانه او ستره لوبه:
دا يو تاريخي اثر دی چې په (۱۳۷۶ش) کال چاپ شوی او (۳۸۸) مخه لري. په کتاب کې له يوولسمي ميلادي پېړۍ څخه را نيولې بيا تر نولسمي پېړی پورې دوره احتوا شوې ده. په عمومي ډول د افغانستان په تېره بيا هرات ولايت د هرې زمانې د اجتماعی وضعيت په اړه تاريخي معلومات لري، د کتاب په پای کې د ايران له خوا د هرات د نيولو او د انګرېزانو او روسيې ترمنځ په سيمه کې د سترې لوبي په اړه موضوعات هم راغلي دي.
۳: د مشکو کاروان:
دا کتاب په (۱۳۸۳ش) کال چاپ او ( ۳۳۹) مخه لري. په دې اثر کې د پښتو د کلاسيکو او نويو شعرونو يو تحليل وړاندې شوی دی.
۴: د پښتو فولکلوري نکلونو لنډ تحليل:
دا کتاب په ( ۱۳۹۱ش) کال چاپ شوی چې ( ۲۴۸) مخه لري. په کتاب کې د نکلونو پر کرکټرونو، ځايونو، پېښو، ژبه او تاريخي رواياتو خبرې شوي دي. د دې تر څنګ په فولکلوريکو نکلونو کې د راغليو نارو پر تخنيکي جوړښت او هنري اړخ هم په تفصيل بحث شوی دی.
۵: تاريخي څېړنې:
دا کتاب په ۱۳۹۳ش کال په کندهار کې نارنج خپرندويه ټولنې چاپ کړی دی. کتاب ۵۸۳ مخونه لري چې د زر ټوکو په شمېر کې په ښه صحافت چاپ شوی دی. دا کتاب د ښاغلي جهاني صاحب د تاريخي څېړنو مقالې دي چې په کتابي بڼه راغونډې شوي دي.
۶: ادبي پلټنې:
دا کتاب په ۱۳۹۴ش کال په کندهار کې نارنج خپرندويه ټولنې چاپ کړی دی. کتاب ۲۴۰ مخونه لري چې د زر ټوکو په شمېر کې په ښه صحافت چاپ شوی دی. دا کتاب د ښاغلي جهاني صاحب د ادبي څېړنو مقالې دي چې په کتابي بڼه راغونډې شوي دي.
ناچاپ آثار:
۱: د پښتو شعر هينداره:
دا کتاب د مشکو کاروان ته ورته اثر دی، خو لمن يې پراخه ده، ياني د شاعرانو شعرونه ژور او په تفصيل سره تحليل او کره شوي دي. په دې اثر کې له ارزاني خويشکي څخه رانيولې بيا تر اجمل خټک او سليمان لايق پورې د شعرونو تحليل شوی دی.
لنډيز:
دا مقاله د ښاغلي جهاني صاحب تر ټولو تازه او نوې څېړنه ده. په دې اړه له جهاني صاحب مخامخ خبرې شوي، دغه ډول د ايميل، سکايپ او ټيليفون له لارې هم خبرې ورسره شوي او د ده د چاپ او ناچاپو اثارو په اړه معلومات ځنې غوښتل شوي دي. جهاني صاحب تر دې مهاله نولس اثار لري چې اتلس يې چاپ او يو يې ناچاپ دی. په دې اثارو کې دوولس شعري مجموعې دي چې اته مجموعې يې خپلې او څلور يې له انګرېزي او فارسي ژبو څخه منظومې ژباړې دي. اووه نثري اثار لري چې يو ناول، دوه تاريخي او څلور يې علمي او څېړنيز اثار دي. د ښاغلي جهاني اثار اکثره په کوټه کې د صحاف او کندهار کې د نارنج خپروندويه ټولنو له خوا خپاره شوي دي. د جهاني صاحب اثار ګڼ شمېر مينه وال لري، همدا دليل دی چې د ده اثار څو څو واره چاپ شوي دي. ښايي تر رحمان بابا وروسته به د جهاني صاحب اثار وي چې ډېر چاپ شوي او ډېر لوستونکي لري.
د افغانستان اوسنی ملي سرود هم د ښاغلي جهاني شعر دی. د ده اثار د نړيوالتوب خوا ته روان دي، ځکه استاد نجيب منلي د ده څو شعرونه په فرانسوي ژبه ژباړلي او نورو ليکوال هم اراده لري چې د جهاني صاحب اثار په بهرنيو ژبو وژباړي. د ښاغلي جهاني د اثارو په اړه يوه ويبپاڼه هم شته چې ( http://www.jahanionline.com) نومېږي. دا ويبپاڼه په هالنډ کې ميشت افغان ځوان او تکړه فرهنګپال ښاغلی عبدالله احسان چلوي. په دې ويبپاڼه کې د ښاغلي جهاني صاحب اثار، د غونډو په اړه راپورونه، ويډيوګاني، انځورونه او نورو ليکوالو ليکنې خپرېږي. جهاني صاحب دا مهال متقاعد او ټوله ورځ په خپل کور کې څېړنې او ليکنې کوي. خدای (ج) دي په دې لاره کې توفيق، ښه روغتيا او اوږد عمر ورکړي.
جهانی صاحب ډیر با تعلیمه انسان دی خدای دی ژوندی لری
او خدای دی وکړی چی له پارلمان څخه د باور رایه واخلی