د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي استاد عزيزالله مياخيل د مړينې له کبله د ډاکتر اشرف غني د خواخوږۍ پيغام !
په خواشينۍ سره خبر شوم چې د هېواد وتلى استاد پوهندوى عزيز الله مياخيل د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ د تل لپاره مخه ښه واخيسته، روح دې ښاد وي.
استاد مياخيل د ننګرهار پوهنتون يو له هغو استادانو څخه و، چې په دغه پوهنتون کې د علمي چارو د سمبالښت او په سيمه کې د علمي مبارزې د نوښت لپاره يې هلې، ځلې د ستاينې وړ دي.
ارواښاد په خپلو علمي هڅو او څېړنو سره ځوان نسل پر داسې پوهه سمبال کړ چې د علمي هڅو تر څنګ يې د دوى د شعور په بېدارۍ او فکري کچې په لوړولو کې فعاله ونډه واخيسته.
ځوان نسل ته يې د رياضي د علم له لارې، پوهنيز ډګر ته د زياتې پاملرنې لورى ورکړ، په سيمه کې د ده مبارزه او هڅه يوازې او يوازې د پوهنې ډګر ته د خلکو هڅونه وه.
ارواښاد څه موده د پکتيا ولايت د والي په توګه هم چارې ترسره کړي، هلته هم دى د يو داسې مشر په توګه پاتې شوى چې اداري او ټولنيزو اخلاقو يې د ولس پام ځانته رااړولى و.
مياخيل پر علمي شخصيت سربېره د ولسي پوهې او شخصيت خاوند هم و، د سيمې په زرګونو ځوانان يې د شاګردۍ وياړ لري، نوموړى پر داسې مهال له دې فاني نړۍ مخه ښه اخلي چې زموږ په پوهنځيو او ښوونځيو کې د سيانسي مضامينولپاره د مياخيل په څېر استادانو ته اړتيا زياته ليدل کېږي، ډېره ګرانه ده چې ننګرهار پوهنتون به بيا د مياخيل په څېر د يوه درانه استاد تشه ډکه کړي.
زه ارواښاد ته د عرش له څښتنه جنت فردوس غوښتنه کوم، د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه څخه مې غوښتنه دا ده چې د استاد مياخيل د علمي هڅو د ستاينې په وياړ يوه غونډه راوبولي.
زه له دوى سره په دغه ستر غم کې ځان شريک ګڼم، کورنۍ او د پوهنتون ټولو منصوبينو او محصلينو ته د ده د مړينې له کبله تسليت وايم.
درنښت
ډاکتر اشرف غني