پرون  د ۲۰۱۳ میلادی کال د سپټمر په د یارلسمه د ناروې په پلازمینه اسلو کې د خان او کمیسار د تاریخي ناول مخکتنه وشوه

 د مخکتنې  په غونډې کې  جې د مازدیګر له شپږو بجو د قران مجید په تلاوت سره پيل شوه  ګڼ شمیر افغانانو برخه اخیستې وه دغونډې ویندويي د تکړه شاعر او لیکوال شاه الرحمان ځواک په غاړه وه

په سر کې  ډاکټر محمد عیسی ستانکزي دناول په ځانګړتیاو خبرې وکړې او ناول ېې دیوې لوې حماسې دخوندیتوب او دغه راز د ملت پالنې د روحیې  د بیدارۍ لپاره یوه ښه هڅه وبلله  له هغه وروسته  ډاکټر صاحب نظیر نعیمي دناول بیلابیلې خواوې وسپړلې او خان اوکمیسار ېې  د پښتنې فرهنګ د احیا او ساتلولپاره یو ښه اثر وګاڼه.

ډاکټر  صاحب نظیر وویل ناول په روان نثر  لیکل شوی چې په اسانه سړی پرې پوهیداي شي هغه په پښتو کې د ناول لیکنې وروستیو هڅو ته اشاره وکړه او وېې په اوسنۍ وخت کې د ویاړ ځای دی چې په انټرنټ کې په پښتو ژبه  د داستاني ادبیاتو پریمانه بیلګې پيدا  کیدای او دسړي تنده پرې ماتیداي شي .

دغونډه بل ویناوال ښاغلی حنیف سعدول د داستاني ادبیاتو په ځانګړي توګه د ناول په ځانګړتیاو خبرې وکړي او  خان او کمیسار ېې  د داستاني ادبیاتو په تول برابر ناول وبال.

دغونډې دویمه برخه له یوه لنډې دمه وروسته پيل شوه په دویمه  برخه کې ښاغلی طارق بزګر  د استاد محمد انعام واک په شخصیت او چاپ او ناچاپ اثارو رڼا واچوله  او له پيښوره تر ناروې پورې  ېې پښتو ژبې ته دهغه دخدمتونه بیلګې بیان کړې.

دغونډې بل برخه وال د درې ژبې لیکوال ښاغلي دلجو  حسیني ؤ هغه دغه ناول  د جهاد  د وخت د بوږنوونکو او حماسه پنځوونکو شیبو د بیانولو لپاره یوه ښه هڅه وبلله .

په پاي کې استاد محمد انعام واک د کتاب او ناول پر ځانګړتیاوو رڼا واچوله او وېې ویل:

 د ۱۳۵۹ کال  دسلواغې دمیاشتې په پنځه ویشتمه نیټه د پخواني شوروي سره پوخ سرتیرو  دجلال اباد په جوي هفت سیمه کې  د یوې کورنۍ په تور سرو  جنسي تیری وکړ او ددغه تیري غږ دسیلۍ په شان په ټول هیواد کې خپور شو هغه وویل کله چې له ډیر هلو ځلو وروسته خبره ماته ثابته شوه ددغه بوږنونکي جنایت په اساس مې ددغه ناول لیکولو ته ملا وتړله .

 خان او کمیسار د سره پوځ دیرغل په وخت دافغانانو دمقاومت او جهاد یوه وړه څنډه په خوږ او داستانی نثربیانوي.

خان اوکمیسار په ناروې کې  د AL kopi Service Point As نشراتي موسسې له خوا په ښکلي قطع او صحافت  په  ۴۱۶ مخونو کې دچاپ په ګاڼه سینګار شوی کتاب په انګلیسي ژبه هم ترجمه شوی او انګریزي ژبه به ېې په  نیژدې راتلونکې کې چاپ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *