د غزل سالار د جنازه لمونځ نن سهار په لسو بجو د کابل په عیدګاه جومات کې ترسره شو.
دارواښاد جنازه د سردار محمد داود خان په روغتون کې له رسمي بدرګې وروسته د عیدګا جومالت ته انتقال او د جنازې له لمانځه وروسته په شهدا صالحین هدیره کې خاوروته وسپاره شوه په جنازه کې ګڼ شمیر ادبیانو ، لیکوالانو او دهغه پر مینوالو سربیره د ولسي جرګې غړیو ،سناتورانو، د کابینې یو شمیر غړیو برخه اخیستې وه .
د جنازې په دستورو کې د اطلاعاتو او کلتور د وزارت او دغه رازد معارف د وزارت پیغامونه هم ولوستل شول
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور مرستیال وزیر غلام نبي فراهي ژمنه وکړه، چې د استاد پسرلي ناچاپ ادبي ټوټې به چاپ کړي دغه راز د معارف وزیر ژمنه وکړه چې د کابل یو ښونځی به د استاد په نوم کړي او د استاد له اثارو به د معارف په نصاب کې استفاده وکړي. .
د استاد محمد صدیق پسرلي فاتحه سبا پنجشنبه د جنورۍ د میاشتې په ۱۶ له یوې نیمې تر درې بجو پورې اخیتسل کیږي
د استاد پسرلي جسد د سې شنبې په ورځ له نوي ډیلي کابل ته ولیږدید او د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې د مرحوم استاد ګڼ شمیر دوستان هغه ته د درناوي لپاره راغونډ شوې وو.
محمد صدیق پسرلی د دوشنبې په شپه په نوي ډیلي کې په روغتون کې د ورپیښې ناروغۍ له امله د ۸۵ کلنو په عمر ساه ورکړه.
.
داسې ښکاري چې له کوزو پښتنو نه هیڅوک نه وو راغلي. ما لا تر اوسه نه دي لوستلي؛ حتی د چا خواخوږي مې هم پرې نه ده لوستلې 🙁
.
د بياباني کورنۍ په استازيتوب د تسلیت پیغام
د ارواښاد استاد صدیق پسرلي د مړينې په خبر ډېر خواشيني يوو او د ملي ژبې بڼ کې د يو بل وږمین ګل د وچېدو په مانا دی چې د کورنۍ ټولو محترمو غړو ته او ټولو د فرهنګ مینه والو بيا په ځانګړې توګه د افغانستان بادرده او با احساسه فرهنګي غړو ته يې دزړه صبر او اجر غواړم او موږ په دې ويرجن وخت کې ځان د استاد د کورنۍ نورو غړوسره شریک ګڼو ځکه لاسونه لپه کوم او ارواښاد استاد ته د جنتونو دعا کوم
انا لله وانا اله راجعون
په درنښت
د بياباني د کورنۍ په استازیتوب
. الله ج د رحم پری وکړی روح، د یی ښاد وی
الله ج دی ورته هرهډ په جنت کی لری سره له واړه مرده ګانو
الله(ج ) د ورته جنت پیردوست په نصیب کړی د پښتوژبی ته یی ډیر خدمت کړی ده د پوهنی وزارت څخه یوه نړئ مننه چی غواړی د پسرلی صاحب په نامه یوه ښوونځی ونموی او همدارنګه د اطلاعت او کلتوروزارت څخه هم یوه نړی مننه چی د غاښلی ارواښاد ناچاپه اثار چاپوی د په مجموع کی له ټولو افغانانو څخه مننه کوو چی د ده په جنازی د هند څخه په راوړلوکی مرسته کړله او چا چی دلته په کابل که دده په جنازه کی ګډون وکړ .
مصطفی له کابل څخه