د استاد محمد صدیق پسرلي فاتحه سبا پنجشنبه د  مرغومي په پنځه ویشتمه چې د جنورۍ د میاشتې له شپاړسمې سره سمون خوري دکابل په عیدګاه جومات کې له یوې نیمې تر درې نیمو بجو پورې اخیتسل کیږي.

د استاد پسرلي جسد د سې شنبې په ورځ له نوي ډیلي کابل ته ولیږدید او د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې د مرحوم استاد ګڼ شمیر دوستان هغه ته د درناوي لپاره راغونډ شوې وو.

محمد صدیق پسرلی د دوشنبې په شپه په نوي ډیلي کې په روغتون کې د ورپیښې ناروغۍ له امله د ۸۵ کلنو په عمر ساه ورکړه.

One thought on “د استاد محمد صدیق پسرلي د فاتحه خبرتیا”
  1. سلامونه
    ددوی قریبانو او دوستانو ته تسلیت وایم روح یی دی دتل لپاره ښاد وی

ځواب دلته پرېږدئ