(د ټوليزو اړيکو وسايل ) د دروند استاد پوهنمل ببرک مياخيل پښتو ژباړه ده، چې منځپانګه يې د ټوليزو اړيکو د وسايلو پر تاریخچې، پېژندنې او اهميت څرخي.

پوهنمل استاد ببرک مياخيل لسګونه کلونه د ژورناليزم په برخه کې کار کړی. د یوه بې لوري خبریال په توګه يې ټول عمر له حقایقو پرده پورته کړې ده او لا هم پدې برخه کې د محصلينو په روزنه بوخت دی .

استاد مياخيل لکه دیو شميرو نورو خبريالانو په څېر خپل ټول وخت د تازه پېښو په راغونډولو نه دی تېر کړی، بلکې وخت په وخت يې د ژورناليزم مینه والو ته په زړه پورې معلوماتي ژورنالستيک اثار ژباړلي او د خپلو تجربو سره یو ځای يې د مینه والو مخې ته ايښي دي .

د استاد دا اثر(د ټوليزو اړيکو وسايل )د ژورناليزم په برخه کې پدې خاطر هم یوه نوې زیاتونه بلل کېدای شي، چې له دې وړاندې مو په دې برخه کې کره معلومات نه درلودل.

زموږ هيله داده ، چې له دې مهم او ګټور اثر نه به د ژورناليزم د پوهنځي محصلين او ټول مینه وال پوره پوره ګټه واخلي .
ختيځ خپرندويه ټولنه د دغه ډول علمي اثارو په چاپ وياړي او درانه استاد ته د کتاب د چاپ د مبارکۍ ترڅنګ د الله په دربار کې د اوږده عمر د دعا هيله کوي .
درنښت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *