پوهنوال استاد ګل محمد نورزاد

مرحوم پوهنوال استاد ګل محمد نورزاد د نورمحمد زوی په ۱۳۲۵ه ش کال کي د غزني ولایت د قره باغ ولسوالي د لایق په کلي کي زیږیدلی دی .

استاد لومړنۍ زده کړې په خپله سیمه کې کړي دي، منځني او ثانوي زده کړې یې په کابل کې کړي دي .

په ۱۳۴۵ کال د کابل له سید جمال الدین عالي دار المعالمین نه فارغ شوی دی.

وروسته بیا په ۱۳۴۶ ه ش کال د کانکور له لارې د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي د ریاضي او فزیک څانګې ته کامیاب شوی دی او په ۱۳۵۰ ه ش کال ترې د کدر په درجه کې فارغ شوی دی .

له ۱۳۵۰ ه ش کال څخه تر ۱۳۷۰ ه ش کال پوري یې د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي د استادي سپیڅلي دنده ترسره کړې ده .

د کورنیو جګړو له وجې یې د استادۍ دنده پریښوده او یو څه موده په کور کښیناست بیا یې د هیواد په ګوټ ګوټ کې له تعلیمي او خیریه مؤسسو سره کار پیل کړ او په څنګ کې یې په ډیرو ښوونځیو کې تدریس هم کاوه.

په ۱۳۸۸ ه ش کال یې یو ځل بیا د کابل پوهنتون په ساینس پوهنځي کې خپله د استادۍ دنده پیل کړه.

د دې ترڅنګ یې په زراعت، وترنري، انجینري او نورو پوهنځيو کې د ریاضي تدریس کاوه او ورسره په ګڼو شخصي پوهنتونو او تعلیمي مؤسساتو کې یې د استادي دنده درلوده .

استاد د ریاضي په برخه کې چاپ او ناچاپ کتابونه او ګڼ شمیر علمي مقالې لیکلي دي چې ګڼ شمیر محصلان ورڅخه استعفاده کوي.

چاپ:

۱- د یو متحوله توابعو انالیز …………… لومړي ټوک

۲- د یو متحوله توابعو انالیز…………….دوهم ټوک

۳- تفاضلي معادلي

ناچاپ:

۱ـ تحلیلي هندسه په دوه اړخیزه (بعدي) فضا‌‌ء کي

۲- تحلیلي هندسه په دري اړخیزه (بعدي) فضاء کي

۳- عمومي ریاضي

استاد پنځه دیرش کاله د هیواد د معارف او ښوونې په برخه کې تیر کړل او ګڼ شمیر شاګردان او محصلین روزلي دي .

د روان ۱۳۹۳ ه ش کال د لندۍ د میاشتې په نهمه نیټه په یوه ترافیکي پېښه کې په شهادت ورسید .

روح یې ښاد او یاد دې تل وي .

لیکونکی : شیراحمد نورزاد

2 thoughts on “د استاد نورزاد لنډ ژوند لیک یا بیوګرافي”
  1. الله د وبخشې د کابل له دارالمعلمين څخه فارغ شه او له ابن سينا متوسطې څخه دارالمعلمين ته لاړ هغه يو !!ډېر زحمتکښه انسان وو

  2. He was really kind-hearted and gentleman teacher, we learn allot from him, we will remember his hard works for Afghanistan and will keep him in our devotion all the time.

ځواب دلته پرېږدئ