تاند – ټاکل شوې ده چې د چهارشنبې په ورځ د استاد محمد صدیق پسرلي د جنازې لمونځ د کابل په عیدګاه جومات کې ادا شي. له هغه ځایه به بیا جنازه د کابل شهداء صالحین هدیرې ته ولیږدي او خاورو ته به وسپارل شي.

د استاد پسرلي جسد د سې شنبې په ورځ له نوي ډیلي کابل ته ولیږدید او د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې د مرحوم استاد ګڼ شمیر دوستان هغه ته د درناوي لپاره راغونډ شوې وو.

محمد صدیق پسرلی د دوشنبې په شپه په نوي ډیلي کې په روغتون کې د ورپیښې ناروغۍ له امله د ۸۵ کلنو په عمر ساه ورکړه.

One thought on “د استاد پسرلي جسد د چهارشنبې په ورځ خاورو ته سپارل کیږي”
  1. گران استاد پسرلي صاحب دافغانستان رشتيني بچي دي خداي وبخشي او فردوس جنت دي ورته وركري اودوستانو-خپلوانو اودده دشعر او ادب مينانو ته دخداي تعالي له درباًر چخه صبر غوارم . انا لاالله وانا اليه راجعون. پوهنمل دكتور حليم احمدزوي له برلين چخه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *