د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره

د خواشینۍ پیغام

Jan.13.2014

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د پښتو ژبې لوی شاعر او د غزل سرلاري استاد محمد صدیق پسرلي د ۸۵ کالو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له کبله د دوشنبې پر شپه په هندوستان کې ځان حق ته وسپاره.

ارواښاد محمد صدیق پسرلی د رمضان خان زوی پر ۱۳۰۷ کال د غزني په قره باغ کې زېږدلی، د ژوند لومړني څلور کاله یې په خپل زېږنځای کې تېر کړي او وروسته له خپلې کورنۍ سره کندز ولایت ته کډه شوی دی.

ښاغلي پسرلي د کندز په شېر خان لېسه کې تر منځنیو زده کړو ورسته شعر او ادب ته مخه کړه او په دې ډګر کې یې تلپاتې اثار وپنځول.

د کډوالۍ په دیار کې یې د خورو ورو ادبي فعالیتونو د انسجام لپاره افغان ادبي بهیر جوړ کړ او ګڼو ځوانو ادبي استعدادونو ته یې د ودې زمینه برابره کړه.

ارواښاد محمد صدیق پسرلی د ګڼو ادبي خوځښتونو لخوا د غزل د مخکښ او د فکر او اندېشې څښتن شاعر بلل شوی دی. نوموړي په ادب او ژورنالېزم کې د داسې کورنۍ بنیاد کېښود، چې دا مهال یې فکر او فعالیت پر افغان ادب او ژورنالېزم کې خورا د پام وړ دی.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره، د دې غمجن خبر د اوریدو له امله د ارواښاد کورنۍ، خپلوانو او خواخوږو ته د زړه له کومې د تسلیت مراتب وړاندې کوي او اروا ته یې په فردوس جنت کې ځای غواړي.

پسرلي داسې ژوند وکړ، چې پېړۍ پېړۍ به هېر نه شي او فکر او اندېشه به یې د راتلونکو نسلونو ژوند او مزل ته لور ورکړي.

One thought on “د استاد پسرلي پر مړینه د سمیه ییزو اورګانونو د ادارې خواشیني”
  1. د تسلیت پیغام
    د هیواد د ملي شخصیت، لیکوال او شاعر ارواښاد استاد محمد صدیق پسرلي د مړېنې له کبله، د لوی خدای له درباره هغه ارواښاد ته جنتونه او د هغوی درنې کورنۍ ته د زغم غوښتنه کوم.
    محمدانعام واک
    ناروې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *