سيد وارث حنيفي –
افغان کولتوري بهير د ۲۰۱۴ کال د فرورۍ په دوهمه، د جمعې په ورځ ماسپښين دوه بجې د استاد محمد صديق پسرلي په اړه ځانګړې غونډه د پښتنونخوا ايالات پېښور ته څېرمه کواټ کې د افغان کډوالو د پڼډعالي د 191 ښوونځي په تا لار کې جوړه کړې وه.
د غونډې مشري د افغان کولتوري بهير مشر سيف الرحمن هاشمي کوله.
غونډې ته ځايي قومي مشران، سپين ږيري، ليکوال او د ښوونځيو استادان راغلي وو. غونډه له وخت سره سم د قرانکريم په مبارکو ايتونو پرانستل شوه. استاد سيف الرحمن هاشمي ټولو راغلو ميلمنو ته ښه راغلاست ووايه او د ارواښاد استاد پسرلي په اړه يې غونډوالو ته لنډه وينا وکړه.
نوموړي وويل: استاد پسرلي له پښتنې ټولنې څخه په داسې وخت کې رخصت واخيست چې پښتنې ټولنې ته يې ادبي، فرهنګي او ښوونيزه کورنۍ پرېښوده. رښتيا هم د استاد پسرلي نيمګړتيا په پښتنې ټولنه او ادب کې يوه لويه تشه ده، خو له بله پلوه ارواښاد ټولنې ته د پسرليو ګېډۍ پرېښوده چې د تل لپاره به پرې ادبي کړۍ او پښتنه ټولنه وياړي.
ښاغلي مدير محمد زمان د استاد پسرلي مرګ د پښتنې ټولنې لپاره يوه لويه ضايعه وګڼله او ليکل شوې اثار يې د راتلونکي ادب لپاره ګټوره سرمايه وګڼله.
استاد عزام خوږياڼي وويل: په رښتيا هم استاد پسرلى د ګران هېواد د سپيڅلو او نوموتو کړيو څخه و، تشه يې زموږ لپاره د خواشينۍ ځاى دى الله دې وکړي چې د ارواښاد کورنۍ د استاد ځای ډک کړي.
جان اغا زيار په خپلو خبرو کې د استاد ادبي او فرهنګي هلې ځلې وستايلې، ویې ویل چې د ادب لپاره يې رښتينې لاسته راوړنه کړې ده چې تل به يې پښتنه ټولنه نه هېروي.
قومي مشر حاجي ولايت خان خوږياڼي په خپله وينا کې وويل: ارواښاد پسرلى زموږ د پښتنې ټولنې له پوهنيز قشر څخه و، خو خاليګاه يي کورنۍ ډکه کړې ده چې موږ لپاره د وياړ ځاى دى. په پاى کې سيد وارث حنيفي له ټولو راغلو ميلمنو څخه مننه وکړه چې د افغان کولتوري بهير په غونډه کې یې ګډون وکړ او د استاد پسرلي د مرګ غميزه يې له ادبپالو سره شريکه کړه.
غونډه مازيګر مهال د دعايي په لوستلو سره پاى ته ورسيده.