عبدالمالک بېکسیار/
“هغه روح چې موږ د استاذ پسرلي په نامه پېژانده، نور له خاورینۍ هستۍ کډه شو! څومره چې ځان لټوم، د تبصرو حق ځانته نشم ورکولای! موږ په متنونو، کتابونو، شعرونو…شخوند وهو؛ خو اوس د غږ یو سلطان، بې متنه هستۍ ته پښه ایښې. دا د بې متنه غږونو دنیا ده. دا د بې حجم نور مدینه ده. او دا د ابدي عشق په فرمان زرغونه شوې هستي ده، چې زموږ په حواسو کې نه ځایږي؛ ځکه نو دغه حسی وسلې ټولې ګونګۍ دي!” (انور وفا سمندرـ دمخکتاب له دړې)
هو استاد پسرلی له موږ نه جلا شو، له هغې شېبې چې زما دګران دوست ایمل پسرلی دغه لاندې خبر زما په سترګو کې حک شو استاد پسرلي له موږ کډه وکړه.
١٩٢٨-٢٠١٤
“زما ايډيال، زما لارښود، زما روزونکى او پالونکى زما پلار استاد محمد صديق پسرلى په هند کې ومړ.
روح دې يې ښاده وي.”
داستاد د مرګ دخبر په اورېدوسره مې يوځل ټولې هغه صحنې او وختونه سترګو ته ودرېدل
چې زما له ارواښاد سره لیده کاته پکې شوي و . داروا ښاد ساهو دوفات کلونه، دپېښور صدر
په نوتیه کې دارواښاد کور، افغان ادبي بهير، زما دخپل واده په مراسمو کې داستاد تکه شنه چپنه( چې وروسته بیا دکرزي بابا په دوره کې ډېره زیات موډ شوه، خو هغه وخت په پېښور کې ډېرکمیاب او نادر څیز و) .
استاد دجنوري په دولسم ومړ او د خبر سره سم به نن دجنوري په ۱۵ خاوروته وسپارل شي
فاتحه به یې واخیستل شي، او بیا به لکه دافغانانو هر مړی اونۍ، دوه وروسته خدای مکړه هېر ته وسپارل شي .
نه ورونو! دوستانو! مشرانو! کشرانو !
راشئ داځل داسې ونه کړو
راشئ داځل په یوه بله اونوې لاره لاړ شو.
راشئ د دودونو، رسمونو، او رواجونو پدې وطن کې داسې یوه نادوده وکړو، چې خدای وکا زموږ دسبا دود شي .
استاد پسرلی داسې څوک ندی چې فلک یې سبا او بېګا پدې خاوره او خلکو لوروي، نه د استاد پسرلي په شان سټې په لسیزو او پېړو کې کوم وار زموږ په نصیب کېږي .
استاد پسرلی که د دا ځینو ځینو پلار، تره، سیمه وال او . . . وای نو نن به اکاډمیسین، علامه، بابا، دشرق نابغه، دغرب نابغه او بل هر هر څه و .
راشئ ورونو له همدا سبا، بل سبا، لا بل سبا، اونۍ دو وروسته چې دفراق اوښکې مو وچې شوې، دلیمو پرهرونه مو سره ورغلل، په سترګو کې مو دلید، په ژبه مو دخبرو او په مټو کې مو دکار شیمه بېرته را پیداشوه، سمدواره لاس په کارشو .
ـ داستاد ټول نثري او شعري اثار راټول کړو.
ـ په نثر کې کيسه ایز جلا او نور هغه جلا دچاپ په ګاڼه سمبال کړو.
ـ په شعر کې غزلیات جلا (سره لدې چې یوڅه شوي ) او نظمونه جلا دچاپ په ګاڼه سمبال کړو.
همدا سبا او بېګا ددې وطن واټونه، لارې، روزنیز او ښونیز مرکزونه دیوه اوبل په نومونو نومول کېږي او څلي یې پرې جوړېږي، نو ولې یوڅه نه یوڅه ددغه ستر انسان په نوم ونه نومول، او څلی یې پرې جوړ نشي، ددغه کار دپاره زموږ هېڅ کومې وسیلې او واسطې ته اړتیا نشته، داکافي ده چې د همدې لیکنې په لوستو دولسمشر سلاکاران او هغه ته نږدې کسان تر هغه داخبر ورسوي، او هغه یې فرمان صادر کړي دا داستاد پسرلي پدې وطن او خلکو مسلم حق دی .
ـ داستاد اثار (په پښتو غزل کې د هندي سبک) په بنا چې وایه شي استاد یې په هیواد کې وروستی پیرو و، را وسپړل او را وڅېړل شي او په پوهنتوني درسي متونو کې ورته ځای ورکړل شي.
ـ
نورې به هم ډېرې خبرې وي چې دغم، خپګان او اضطراب پدې شېبو کې زما سر ته نه راځي، هیله ده دوستان یې ورسره ملې او دغه لیکنه بشپړه کړي .
په پای کې داستاد هغه یوازنی ژوند لیک در سره شریکوم چې نه مې دبېنواصیب په اوسني لیکوال کې وموند، نه مې د داود وفا په ستوري دادب په اسمان کې او نه د ډېرو نورو په هغه دغه کې، بلکې دیوه دوست په مرسته مې دښاغلي شهرت ننګیال په(وینه په قلم کې) وموند .
دغه ژوند لیک زموږ دارواښاد استاد په خپل لاس لیکلی ژوند لیک دی، چې دننګیال په غوښتنه یې هغه ته لېږلی، او هغه بې له کومې لاسوهنې خپور کړی .
“د لمریز هجري کال ۱۳۰۷ لومړۍ شپې ورځې وې ، د تاوه خانو اورونه مړه شوي او پوستینان له اوږو ولیدلي وو ځکه چې د واورو ټغر ټول شوی او کنګلونه د څوړمې هوا مات کړي وو چې زه د غزني د قره باغ په لویه کلا کې وزېږېدم ، پلار مې رمضان نومیده ، په خټه خروټی و ، کار کسب یې تجارت و په ما یې محمد صدیق نوم کېښود .د ژوند لومړي څلور کاله په کلي کې وم ، دوه کاله مو د کندهار په ښار کې تېر کړل بیا د قندز خان آباد ته لاړو ، ابتدایي تحصیلات مې په خان آباد او کندز کې ولوستل .څرنګه چې هغه وخت په کندز کې د نور تحصیل زمینه نه وه برابره زه هم د ډېرو نورو ماشومانو غوندې پټې سترګې پاته شوم .د ځوانۍ عمر مې له شپاړس کلنۍ تر ۴۲ کلنۍ د کندز په چاردره کې تیر کړل ، هلته مو ملک پټی وو، په خپلو کروندو او باغونو کې به ګرزېدم او د بیدل په قول د فطرت مداحی مې کوله .شاعري مې لکه چې په خټه کې اغږلې وه چې څومره مې یادیږي موزون کلام مې ویلای شو .په کال ۱۳۴۹ مو د کندز ښار ته راولېښل او بیا مو په کال ۱۳۵۷ کابل ته کډه وکړه بالاخره د ۱۳۵۹ کال په جدی کې له کور کډې سره د بلوچستان په لار راواوښتم .په درست عمر کې مې یونیم کال شا اوخوا رسمي ماموریت کړی هغه هم په کال ۳۵ او ۳۶ کې .لومړی د پښتون ږغ د مرستیال په حیث او ورپسې د داخلي خپرونو د غړي په صفت . څرنګه چې د کلي په آزاده محیط کې رالوی شوی وم او د ښوونځي پابندۍ هم رانه هېرې شوې وې ، اداري پابندي مې ونه زغملې ، استعفی مې وکړه .د خلق د الې ګولې راوروسته څو وخته په کابل کې بندي هم شوم یعنې لیږ ډېر مې د زندان خوند هم څکلی دی .نور د یادولو هیڅ هم نه لرم .که مې له آثارو پوښتې ، لنډه یې دا چې تراوسه مې تخمینا شل زره بیته نظمونه ویلي او تخمینا پنځه زره مخه به مې نثر هم لیکلی وي چې په ګڼو کتابچو کې په مختلفو نومونو راغونډ شوي دي .له دې جملې یوه نسبتا وړه برخه یې خپره شوې ده هغه هم زیاته برخه دلته پيښور کې” .
۱ـ د بیلیټس ترانې ـ منظومه ترجمه ـ د بدخشان چاپ
۲ـ کوکچه ـ نظم ــ د بدحشان چاپ
۳ـ د وطن ویر د اشعارو ټولګه د پېښور چاپ
۴ ـ لیونی باد د اشعارو مجموعه د پيشور چاپ
۵ـ مړې اوښکې د اشعرو مجموعه د پيښور چاپ
۶ـ تودې اوښکې د اشعارو مجموعه د پېښور چاپ
۷ـ نن ، پرون او سبا د اشعارو مجموعه د پېښور چاپ
۸ـ بهار ته ــــــ د اشعارو مجموعه ـــ د پيښور چاپ
۹ـ داسې هم وو ــــــ د افسانو مجموعه د پېښور چاپ
۱۰ـ ماته شپېلۍ ـــــ د غزلونو مجموعه د پېښور چاپ
وګورئ ـ وینه په قلم کې ـ الحاج ع ننګیال ــ ۷۵ ـ ۷۷ مخونه ــ د پيښور چاپ ــ ۱۳۶۸ل کال .
اوداهم څو نور چې ماته معلوم دي :
۱۱ ـ دنی کوڅه
۱۲ ـ کوچی ملا
۱۳ ـ غزلبڼ
زموږ ټولو استاد پسرلی صیب دې رب غرق رحمت کړي
“په دې باوري یم چې دارواښاد استاد دفکروعمل ډیوې به زموږ دراتلونکو نسلونو مزلونه له تیندکونو وژغوري . دښاغلو اسدالله غضنفر ، ایمل پسرلي ، عصمت څاروان ، اجمل پسرلي دکورنۍ ټولو غړو ، خپلوانو،فرهنګیانو او درانه استاد دهنروشخصیت مینه والوسره داستادپه ویر کې شریک یم اودوی ته تسلیت او تعزیت وړاندې کوم ، ارواښاد ته دفردوس جنت او دوی ته دجمیل صبر غوښتنه او دعا کوم . اروا دې یې ښاده او فردوس جنت یې په برخه شه . امین ثم امین.”(ممتاز ارمان ـ دمخکتاب له دړې)
عبدالمالک بېکسیار
کوپنهاګن ـ ډنمارک