ګل پاچا الفت

استاد د درېيمې (معاصرې) دورې د شعر او ادب يو ځلانده ستوری، د هنري ماڼۍ يوه بله ډيوه، د غوره اشعارو او عالي افکارو څښتن، د لغوي څېړنو او ادبي بحثونو د ميدان تکړه او نوميالی پهلوان، ستر ادبي شخصيت او د نوي سبک او ادب استاد ګڼل کېږي.

د استاد شعرونه لاندې خصوصيات او ځانګړنې لري:

۱. د استاد منظومه وينا د جوليز (شکلي) جوړښت له مخې د ختيځې شاعرۍ ډېر قالبونه او ډولونه لري او د ولسي شاعرۍ او نوې شاعرۍ قالبونه يې هم په شعرونو کې ليدل کېږي.

د ختيزې شاعرۍ (غزلې، قصيدې، رباعي او مستزاد)يې په شعرونو کې شته دي، د ولسي شاعرۍ( منظوم داستاني ادبيات) او د نوې شاعرۍ (ازاد شعرونه) يې په ويناوو کې شته دي.

۲. د استاد شعرونه د منځپانګې، محتوا، معنا او پيغام له مخې هر ډول مضامين لري، چې ريالېزم او انتقاد يې د شعرونو اساسي محور جوړوي.

۳. د استاد ټولې منظومې وينا ته شعر ويلی شو، دې د شعر اساسي او اصلي توکي (تخيل، احساس، عاطفه، مفکوره او اهنګ) پخپلو ويناوو کې کارولی دی او د شعر فرعي توکي يې هم په ويناوو کې شته دي.

د شعر له اساسي توکو څخه د (مفکورې) برخه يې په شعرونوکې زياته ده، دېته په حقه مفکر شاعر وايي، دی د فکر شاعر و.

۴. د استاد الفت په اثارو کې بديعي معنوي صنايع شته دي، که د کلام ښکلا او حسن د الفاظو پورې نه، بلکې د معنا پورې اړه ولري، معنوي ښايست يې بولي، د استاد په شعرونوکې د معنوي صنايعو ډولونه:

طباق الاضداد، نوموال طباق، کړوال طباق، ايجابي او سلبي طباق، مقابله، ايهام تضاد، مراعات النظير، لف و نشر، غير مرتب لف و نشر، عکس و تبديل او داسې نور صنايع کارولي دي.

۵. د ارواښاد استاد ګل پاچا الفت په شعرونوکې لفظي صنايع هم شته دي، که د کلام ښکلا او حسن د الفاظو پورې اړه ولري، لفظي صنايع يې بولي، د استاد په شعرونو کې د لفظي صنايعو ډولونه: سجع، د سجع ډولونه، قلب، د قلب ډولونه، تجنيس، د تجنيس ډولونه، تضمين او داسې نور صنايع کارولي دي.

۶. شعرونه یې روان، ساده او سليس دي، د استاد شعرونه په ساده ګۍ کې د عبدالرحمن بابا سره پرتله کولی شو، دی د الفاظو په انتخاب کې ډېر استاد دی، نامانوس کلمات يې په ويناوو کې ډېر کم ليدل کېږي.

۷. يوې عادي خبرې ته ډېر ښکلی هنري رنګ ورکوي او په لوستونکي او اورېدونکي تاثير کوي.

۸. اسان او عام فهم لغت ته په نا اشنا کلمې او هغه لغت ترجېح ورکوي، چې عوام يې ويلو ته ډېر مايل نه وي.

۹. استاد کوښښ کوي، چې اشنا کلمې وکاروي، دا ضروري نه ده، چې اشنا کلمه دې همېشه دقيقه معنا ولري، استاد د کلمو د اسانۍ په اندازه د هنر دقيقې معنا ته هم اهميت ورکوي.

۱۰. استاد غضنفر پخپلې مقالې (د استاد الفت د نثر ځانګړنې) کې وايي: په بديعي صنعتونو کې يو خورا مهم او په هنري لحاظ ارزښتناک صنعت ايهام دی، په پښتو ادب کې شايد بل هيڅ يو شاعر و ليکوال د استاد الفت په اندازه د ايهام د کورنۍ صنعتونو ته توجوکړې وي.

د استاد په شعرونو کې هم ايهام شته دی. (۲۰: ۳۰۹)

۱۱. دشعرونو يوه ځانګړنه یې د الفاظو او کلماتو انتخاب او بيا د هغه اوډنه او پيودنه ده، دی ډېر ښه الفاظ انتخابوي او بيا يې ترتيبوي او د زړه له درد سره يې د شعر په ژبه ټولنې ته وړاندې کوي.

 ګل پاچا الفت ادبي، سياسي او ټولنيز شخصيت:

مفکر ليکوال او شاعر استاد ګل پاچا الفت ادبي هڅې د ستايلو وړ دي، که ددې په ادبي کارنامو د PHD تېزس وليکل شي، نو حق به مو ورته ادا کړی وي.

دده د ژوند يوه بله برخه د سياست برخه ده، دده سياسي هڅې هم د يادولو وړ دي او د ټولنيز شخص په ډول هم ددې ساری نه ليدل کېږي.

 الف: ادبي شخصيت:

د استاد ادبي کارنامې به تر ډېره وخته پورې د خلکو په زړونو کې ځای لري، دې په پښتو ژبې تخليقي شعرونه او نثرونه وليکل، چې د اثارو تعداد يې لسهاوو ته رسېږي، د ادبپوهنې، ژبپوهنې او ادب تيورۍ په برخه کې يې هم اثار وليکل، په پښتو ژبې کې په سلهاوو مقالې وليکلې او مختلفو جريدو او ورځپاڼو کې خپاره شو، دده هره مقاله او هر اثر يې پښتو ژبې کې د ارزښت وړ دي، دده ديني او اجتماعي اثار او مقالې هم د يادولو وړ دي.

استاد له پښتو ژبې سربېره په فارسي او عربي ژبو هم ليکنې کړي دي، په فارسي ژبې يې شاعري کړې ده او شعرونه يې د شعريت او هنريت مالګه هم لري، دی د معاصرې دورې له فارسي ژبې شاعرانو سره په يو کتار کې برابرښودلای شو، دده فارسي شعرونه د کيفيت په لحاظ ډېر لوړ ارزولی شو، په فارسي ژبې ادبي ټوټې او سياسي مقالې هم ليکلي دي، چې ادبي ټوټې د پښتو ژبې له ادبي ټوټو سره په هنريت او شعريت کې کوم توپير نه لري، يعنې فارسي تخليقي شعرونه او نثرونه يې د پښتو په شان هنري ادبي ليکنې دي، په عربي ژبې مقالې ليکلي دي او د الفلاح په جريدې کې خپاره شوي دي.

د استاد خلاقيت يوازې په دې کې نه دی، چې ده په ډېرو دولتي پوستونو کې کار کړی دی، بلکې په معاصرو افغاني ادبياتو کې د يو انساني او اجتماعي ليکوال او شاعر په توګه د مترقي مفکورو ممثل او ناقل و.

اصلاحي نظر، کره کتنه د استاد الفت د شعرونو څرګنده ښکلا ده او پښتو ادبياتو کې ستر شاعر او ليکوال تېر شوی دی، ده د ژبې او ادب، روزنې او پالنې په برخه کې ډېر ښه خدمتونه سرته رسولي دي.

د استاد دغسې له افتخاره ډک او ستر ادبي خدمتونه د قدر او ستاينې وړ دي، افغاني ټولنه به دغه افتخارات تل په ياد ساتي او د پښتو ژبې د پراختيا او پرمختګ کې به ترې ګټه اخيستل کېږي.

استاد الفت ډېر ارزښتناکه ادبي او هنري اثار ټولنې ته وړاندې کړي دي، چې دغه اثار پخپله دده ادبي شخصيت ټاکلی شي.

استاد محمد ابراهيم عطايي پخپلې يوې ليکنې کې د استاد د شخصيت په اړه وايي: (استاد ګل پاچا الفت يو خوش صحبته سړی و، په شعر کې يې طبع شوخه وه، خو د وخت د معمولو ادابو مراعات يې په زيرکۍ سره کاوه، د ليکنې او خبرو سبک يې دومره سره نزدې وه، که سړی په پټو سترګو دده خبرو ته غوږ نيولی وای، نو خامخا به يې داسې فکر کړی وای، چې الفت صاحب د خپل خاص سبک څښتن دی، استاد يو مقتدر ليکوال و، نظم او نثر يې د هنري جوړښت له پلوه غني وه.) (۱۹: ۳۳)

د استاد د شاعرۍ په اړه اصف بهاند د (الفت ياد) مقالو ټولګه،(د استاد الفت په شاعرۍ کې ژوره کتنه) مقاله کې وايي: (استاد الفت شاعر و، د طبيعت په رګ رګ کې ښکلا ويني او د ښکلا د هستۍ هغه شاعر دی، چې د ريا کارانو بدنام غوندې کارونه وينې او د هغو خام فکرونه ورمعلومېږي، دی د زمانې بندونه ماتوي، قفسونه دړې وړې کوي او په ولسي سمبولونو کې د ولس لپاره ترانې ترې جوړوي، الفت هغه شاعر دی، چې د طلسم او جادو په رنګ، رنګ شوي مخونه د هنر او شعر او بې پايه قدرت سره پاکوي، نو ځکه دی موږ هينداره بولو او د هر څه ښودونکی او تر هيندارې زياتوالی په دې کې دی، چې هينداره يوازې مخ ګوري، خو دی د هر څه په زړه هم پوهېږي.) (۷: ۶۲)

د استاد الفت د ادبي شخصيت او شاعرۍ به باب د الفت ياد مقالو ټولګه (د الفت شعر مو خوښ دی که نثر؟) مقالې ليکوال وايي: (د هغه شعر د ولسونو غږ دی، د هغوی غوښتنې دي او د هغوی د هيلو يو هنرمندانه انعکاس او تصوير دی.) (۶: ۶۹)

د ارواښاد استاد ګل پاچا الفت د ادبي شخصيت په باب که څومره بحث وکړو، کم به وي، استاد څو بعدي شخصيت دی او په هرې برخې يې ډېرې خبرې او تحقيقات کېدای شي.

ب: سياسي شخصيت:

ارواښاد ګل پاچا الفت د ادبي هلو ځلو سربېره سياسي هلې ځلې هم کولې او غوښته يې د سالم رقابت په واسطه ځان سياسي قدرت ته ورسوي، دی د مثبتې قوم پالنې مفکوره درلوده او په دې فکر کې و، چې خپلې ټولنې ته خدمت وکړي، استاد د ويښو زلميانو د غورځنګ يو کليدي شخص و او ددې غورځنګ د اهدافو په پلي کولو کې له سړې جګړې (د قلم په واسطه) ادبي، سياسي کوښښونه پيل کړه.

ويښو زلميانو په افغانستان کې د سياسي استبداد او ټولنيزو بې عدالتيو سره د مخالفت يو سياسي، اخلاقي او ادبي ټولنه وه، چې زموږ د خلکو د عدالت خوښوونکې ازادۍ غوښتونکو او د ملي نواميسو د ساتلو د خدماتو ښکارندوی ده، دغه ټولنه تر هر څه دمخه ادبي بڼه او هويت لرلو، چې بيا وروسته سياسي، اخلاقي او ملي هويت رنګ یې پيدا کړ او بيا د وخت د غوښتنو او شرایطو سره سم د سياسي او ملي نهضت بڼه یې غوره کړه.

د ويښو زلميانو اهداف مجروح، همدرد، الفت، لطيفي، فدايي او نورو ليکوالانو په ليکنو کې له ورايه څرګندېږي.

که چېرې د ويښو زلميانو اهداف مطالعه شي، نو په څرګند ډول معلومېږي، چې د استاد ګل پاچا الفت په ډېرو تخليقي ويناوو (شعر او نثر) کې يې مثالونه شته دي، د دوی له اهدافو او مرامونو ځينې نمونې دا دي:

۱. د ملي وحدت استحکام (د منطقوي امتيازاتو او قومي اختلافاتو رفع کول او د ملي توحيد لپاره هڅې کول)، د استاد په شعرونوکې د نژاد پرستۍ، قوم پرستۍ او ملت پرستۍ غندنې ليدل کېږي، چې لوړ اهداف په کې ښه ښکاره دي.

۲. د هېواد د ملي، اقتصادي او صحي معيارو پورته وړل (ازادي، فقر او فاقه رفع کول)، د استاد په شعرونوکې د فکر بيان او ملي ازادۍ نمونې ډېرې دي او همدارنګه دده په منظمو او منثورو ويناوو کې زښت زیات د غريبو، بېچاره وو او مسکينانو سره همدردي ښودل شوې ده.

۳. د ټولنيزو او ملي اخلاقو تحکيمول او د هغه رواجول (له ظلم، خيانت، تملق، رشوت، درواغو، مزخرفو مراسمو او خرافاتو سره مقابله کول، ټولنيزه همدردي لرل، پر شخصي ګټو ملي او قومي ګټې لوړې بلل، ديني فرايض او احکام محترم ګڼل)، د ارواښاد استاد الفت په شعرونو کې د محتوا او منځپانګې له مخې لوړ ياد شوي ټول توکي ليدل کېږي

۴. د پښتونستان ازادول او د پښتونستان لپاره خپرونې او تبليغات کول هم د ويښو زلميانو په اهدافو کې و، چې د الفت صاحب په شعرونوکې هم دغه برخه شته دی.

۵. د ويښو زلميانو په اهدافو کې پښتو ژبه فارسي ژبې درجې ته رسول هم و او دواړو رسمي ژبو ته يو ډول حقوق قايلېدل و، (پښتو اثار او په هغې کتابونه ليکل او چاپول او همدارنګه ټولو افغانانو ته د پښتو ژبې تعليم ورکول او د پښتو ژبې د علمي کولو او احيا لپاره هڅې کول)، استاد ګل پاچا الفت او د ويښو زلميانو د غورځنګ نورو غړو په پښتو ژبې ډېر اثار وليکل، چې د نمونې په ډول د استاد الفت اثار يادولی شو.

استاد ګل پاچا الفت په ۱۳۲۸ لمريز کال د ولسي جرګې، د اوومې دورې لپاره ځان کانديد کړ، په اکثريت سره د جلال آباد ښار نه وکيل وټاکل شو، الفت صاحب د ولسي جرګې په داخلي ټاکنو کې، د ولسي جرګې د رييس د دويم معاون په حيث هم ټاکل شوی دی، په ۱۳۳۱ لمريز کال د رسمي دورې لپاره د لغمان د قرغيو په ولسوالۍ کې ځان کانديد کړ، چې د خلکو په ملاتړ او د ويښو زلميانو په مرسته د شورا د وکيل په حيث وټاکل شو، په ۱۳۳۴ لمريز کال يو ځل بيا د جلال آباد ښار د ښاريانو له خوا، د لويې جرګې لپاره د وکيل په توګه ومنل شو، استاد په اوومه، اتمه او دولسمه دوره کې د ملي شورا وکيل و او د وکالت دوره يې پوره دولس کاله کېږی، استاد تل هڅه کوله، چې د ولس د خير او ښېګڼې لپاره وغږېږي او رايه ورکړي. (۸: ۱۰۷)

ت: ټولنيز شخصيت:

استاد ګل پاچا الفت باندې خپله ټولنه او ولس ډېر ګران و، پخپل ولس دردېده او د هغوی ستونزې په غير ارادي ډول احساسوه، ددې په تخليقاتو کې له ټولنې سره مينه او له عوامو سره همدردي ليدل کېږي.

استاد الفت چې کله د لومړي ځل لپاره په رسمي او دولتي کارونو پيل وکړ او بيا د ژوند تر اخري سلګو پورې د يو ټولنيز شخصيت په توګه رامنځته شو.

استاد الفت د ټولنيزو افکارو په درلودلو سره او د يو ټولنيز شخصيت په توګه نه غوښتل، چې د ملتونو ترمنځ بېلتون منځته راشي، نو په دې هکله ده غوښتل چې ټولنه بايد د يو موټيوالي او يووالي پر لور رهبري شي.

استاد چې کومې دندې اجرا کړي دي، د يو ټولنيز شخص په ډول څرګند شوی دی، د وکالت په دوره کې يې د قدر وړ خدمتونه ترسره کړي دي، د افغانستان د محرومو خلکو د ګټو نه يې دفاع کړې ده، د دغو ټولنيزو فعاليتونو په هکله د مقاماتو له خوا تقدير شوی دی.

استاد د وکالت په دوره کې خپلې ټولنې او ولس ته يو ښه ټولنيز شخص ثابت شو او د مقاماتو له خوا په ښه کار کولو تقدير شو، چې په لاندې ډول يې يادونه کوو:

۱. د صدارت عظمي له خوا دويمه درجه تقدير نامه يې اخيستې ده.

۲. د ستوري درېيمه درجه نشان يې تر لاسه کړی دی.

۳. د وکالت د دورې نشانونه يې اخيستي دي.

۴. د لويې جرګې يادګاري نشان ورکړل شوی دی.

استاد د ټولنې له وګړو سره ډېر ښه روابط درلودل او د اخلاقو يوه نمونه وه.

سر محقق بختانی صاحب پخپلې مقالې (زما استاد الفت) کې ډېرې ښې خبرې د الفت صاحب په باب کړي دي، چې زه يې د خپلې موضوع اړوند وينا ترې داسې کښم: (د استاد ګل پاچا الفت خبرې او ليکنې څه، د هغه کړه وړه، حرکت او سکون، وينا او سکوت، اشاره او کنايه، موسکا او د وچولې تريووالی، ناسته ولاړه، جوړ تازه او راشه درشه به زموږ لپاره درس و.

د هغه کنايه خو تر صراحته ډېره بليغه وه، کله کله به يې لا سکوت هم دومره معنا داره شو، چې ورته حيران پاتې کېدو.

د هغه په مجلس کې به موحس کاوه، چې هغه خپله خبره يو ځل پخپل فکر تلي بيا يې کوي، دا هم زموږ لپاره ګټور درس و.)

ارواښاد استاد ګل پاچا الفت لکه څرنګه چې يو ستر ادبي او سياسي شخصيت و، يو ټولنيز ملي شخصيت هم و، که څه هم په ټولنيزو مسايلو کې د شخصيت پېژندل او د هغه مقام او معيار ټاکنه ډېره پېچلې مساله ده، دا ځکه څوک د چا له نظره يو ډول شخصيت او د بل له نظره بل ډول شخصيت وي.

چې داسې مسايل او پوښتنې د انسان د شخصيت ټاکنه پېچلې کوي او د نسان پېژندل اسان کار نه دی، خو د الفت ټولنيز شخصيت هر چاته معلوم او روښانه دی.

استاد الفت د نېکو او ښو اخلاقو خاوند، ډېر مهربانه، په خوارانو او غريبانو زړه سواند او پر وطن مين ټولنيز شخصيت و.

(د ګل پاچا الفت پښتو پالنه) اثر ليکوال د (استاد الفت نثري کليات، ص ۱۹) په حواله د پوهاند عبدالحی حبيبي نظر راوړي: (الفت په رسمي چارو کې تکړه همکار او د ملګرو په جرګه کې خوږ او خندوونکی و، په شاعرۍ او نکته دانۍ کې تر هيچا پس نه دی پاتې او کله چې به د (جد) ډګر ته راغی، نو يو مدبر، فکور او وطنپال سړی و.)

استاد عبدالرووف بېنوا، چې د الفت صاحب نږدې دوست او دواړه د ويښو زلميانو د غورځنګ مخکښ کسان و، داسې وايي: (ښاغلی الفت) په اجتماعي ژوند کې يو مخی، خوش خلقه، متين او په عين حال کې د ورين تندي خاوند سړی دی، مجلس يې ډېر خوږ دی او خبرې يې مزاحيه روح هم لري.)

استاد د ډېرو ښو ټولنيزو اخلاقو خاوند او پخپل وخت کې د خلکو په زړونو کې ځای درلود، چې اوس هم د ډېرو خلکو په زړونو کې ځای لري.

نور بیا ………………

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *