تاند- د ترکیې د استانبول والي وايي، هغه کس یې نیولی چې د نوي میلادي کال په شپه یې د دغه ښار پر یوه شپې کلب په حمله کې ۳۹ تنه وژلي وو.

د استانبول والي واسیپ سهین نن /سې شنبه/ خبریالانو ته وویل«بیخي ښکاره ده چې دا برید د داعش په نوم شوی و.»

سهین په عین حال کې وویل چې د حملې عامل پېژندل شوی او اوس په توقیف کې دی.

د استانبول والي زیاته کړه، نیول شوی کس د ازبکستان تبعه دی خو تروریستي زده کړې یط په افغانستان کې کړي دي.

دغه کس د نوي کال په شپه د استانبول په اورتاکې مېنه کې کلب ته ننوت او د ۵۰۰ او ۷۰۰۰ تنو ترمنځ پر راټول شویو خلکو یې ډزې وکړې. ډېر کسان د کلب له کړکیو ټوپ واچاوه.

کلب د استانبول په اروپايي خوا کې د سمندر په غاړه دی.

دوی د نوي کال په مناسبت په دغه کلب کې راټول شوي ول.

2 thoughts on “د استانبول د حملې عامل ازبکستانی دی خو په افغانستان کې روزل شوی”
  1. ترورستي تمرينات ئې په پاکستان کي ذده کړي او دترورستي حملې لپاره آفغانستان ته او دآفغانستانه وترکيې ته شفټ سوئ دې دا به صحي وي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *