تاند- د ترکیې د استانبول په یوه شپې کلب کې د نوي کال پر جشن د تېرې شپې په حمله کې ۳۹ تنه وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل دي.

دا حمله په داسي حال کې وشوه چې د ترکیې حکومت سخت امنیتي تدابیر غوره کړي ول.

راپورونه وايي چې یو تن د استانبول په اورتاکې مېنه کې کلب ته ننوت او د ۵۰۰ او ۷۰۰ تنو ترمنځ پر راټول شویو خلکو یې ډزې وکړې. ډېر کسان د کلب له کړکیو ټوپ واچاوه.

کلب د استانبول په اروپايي خوا کې د سمندر په غاړه دی.

دوی د نوي کال په مناسبت په دغه کلب کې راټول شوي ول.

رسنۍ اجازه نه لري چې په مستقیم ډول رینا کلب یا د پېښې له ځایه معلومات ترلاسه کړي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو وویل، ۳۹ تنه وژل شوي او ۶۹ نور ژوبل دي.

د سویلو په وینا، په وژل شویو کسانو کې ۱۶ تنه بهرنیان دي. خو ځیني راپورونه وايي چې په دې پېښه کې ۲۱ بهرنیان وژل شوي دي.

ده د بهرنیانو هویت څرګند نه کړ.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر وايي چې حمله کوونکی لا نیول شوی نه دی.

د استانبول والي واسیپ ساهیم دا حمله تروریستي پېښه وبلله.

د راپورونو له مخې، حمله کوونکي د سنتا کلاس په شان جامې اغوستې وې.

تراوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو تُرک چارواکي او شاهدان وايي چې حمله کوونکی یوازې و. مخکې ویل شوي وو چې د حمله کوونکو شمېر دوه تنه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *