تاند (کابل) – د ترکیې د اتاترک په هوایي ډګر کې د یوې ترهګریزې حملې په نتیجه کې ۴۰ کسان وژل شوي او تر ۱۴۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
ویل کیږي چې امبولانسونه د چاودنې او ډزو ځای ته رسېدلي چې مړه او ټپي کسان روغتونونو ته ورسوي.
د ترکیې دولتي خبري اژانس د یوه چارواکي له خولې وایي چې لومړی د نړیوال ترمینل په خوله کې یوه حمله کوونکي د کلاشینکوف ډزې وکړې او بیا یې ځان ته چاودنه ورکړه. ویل کيږي چې دویم کس د پولیسو له ډزو څخه وروسته خپل ځان ته چاودنه ورکړه.
نړیوالې خبري رسنۍ وایي چې په پېښه کې ۴۰ تنه وژل شوي او له ۱۴۳ نور ټپیان دي.
تر اوسه پورې چا د دغې پېښې مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی خو په ترکیه کې د یو شمېر پخوانیو حملو پړه کردي ناراضیانو منلې یا پرې وراچول شوې وه. خو د ترکیې صدراعظم وايي چې دا برید غالباً د اسلامي دولت په نوم وسله والې سختدریځې ډلې کړی دی.
برید داعش منلی 140 ټپیان او۳۶مړه داتاترک هوایی ډګر