سيد عبدالله نجيب – کابل
څو ورځي مخکي په ټولنيزو رسنيو کي يوه ويډيو خپره سوه چي ورسره ليکل سوې وه چي له ناروې څخه روزګان ولايت ته يو هزاره توکمه کس ددې لپاره تللی چي هلته د شجاعي په اړه د تورونو په باب تحقيقات وکړي او معلومه کړي چي ايا شجاعي په ريشتيا د روزګان سلګونه خلک وژلي او شکنجه کړي دي که نه؟
د ويډيو سره په خپاره سوي ليک کي دا هم راغلي دي چي په روزګان کي مېشتو وسله والو طالبانو دغه له ناروې هيواد څخه ورغلئ هزاره توکمه کس په اصطلاح نيولی او شکنجه کړی دی .
ددغي ويډيو پر ريښينوالي د ټولنيزو رسنيو لسګونو زرو ليدونکو هم شکونه څرګند کړيدي ځکه چي د طالبانو لخوا د ټولو نورو خپرو سوو ويډيوګانو سره د مضمون او محتوا په لحاظ کاملاً فرق لري.
په دې ويډيو کي دوه وسله وال کسان چي ظاهراً دطالبانو پېښې (اکټ)کوي يوه نړيدلي کورته ننوزي او په دې کور کي يو بل وسله وال کس چي ظاهرآ د يرغمل سوي کس ساتونکی ښکاري له دوو ورغليو طالبانو سره جوړ په خير کوي او بيا په اصطلاح دغه يرغمل سوی هزاره توکمه کس د کور منځته راباسي.
دغه هزاره توکمه کس چي علی رضا نوميږي يوازي يو سپين پتلون اغوستی او د وسله والو کسانو لخوا داسي وهل کيږي لکه د پاکستان سينمايي ستوري چي د فلم په صحنه کي يو بل وهي .
علي رضا چي ښايي پخوا يې هم سپورټي او تمثيلي اکټونه لوبولي وي په دې ويډيوي ټوټه کي يې هم غښتلي سپورټي عضلات ښکاري .د طالبانو رول لوبوونکي نوموړي ته يوازي د هغه پر کلکو عضلاتو د جعلي وهلو اکټونه کوي.
د ويډيو کتلو پر وخت سړي شکمن کيږي چي په روزګان کي چي ټوله خلک ولسي کالي اغوندي علي رضا څنګه له سپين پتلون سره ورغلی دی، د ويډيو د ليدلو پر وخت سړی متوجې کيږي علي رضا د خپل ځان د ساتني او سند د ثبتولو د پاره تر پتلون لاندي ژغورونکي جامې اغوستي دي.
علي رضا چي د يو شمېر ليدونکو له سترګو ښايي تر سختي شکنجې لاندي راغلی وي د وهلو په جريان کي د ځان د خلاصون پر ځای د ورکړل سوي سناريو پخې او منظمي خبري کوي. يو کس له دغو وسله والو څخه له علي رضا پوښتنه کوي چي شجاعي چيري دی .
علي رضا په ډېر تمثيل سره وايي : زه راغلم چي پوښتنه وکم چي شجاعي ولي پښتانه وروڼه وژني ، زه شجاعي هيڅ نه پيژنم.هيڅ ارتباط نه ورسره لرم.
ما د محل له خلکو پوښتنه کول چي ايا شجاعي تاسي وژني او اذيت کوي مو. بس دغه مي له خلکو پوښتل .
بل ځای وايي : این شجاعي کلان قوم است که تمام مردم هزاره کتش باشه ، مه يک عکس ګرفتم .((دا شجاعي د قوم مشر ، چي ټوله هزاره قوم ورسره ولاړ وي ، ما يو عکس اخستی دی))
په وروستيو شېبو کي وايي چي زه طالب کار نلرم ، زه په پښتون کار نلرم او ددې سره ويډيو بنديږي.
علي رضا دا خبره نه کوي چي دشجاعي د سپينولو دغه دنده چا ورکړې ده او دغه اوږد سفر ، اقتصادي زيان او د سر خطر يې د څه د پاره منلی و .
که يې دا ټوله په اصطلاح د بشردوستۍ پر اساس پر ځان منلي وي نو ددغه سفر اصلي پايله او پيغام يې څه سو .
که علي رضا په ريشتيا د شجاعي لخوا د وژل سوو او شکنجه سوو کسانو د کورنيو سره د خواخوږۍ او حقيقت موندني په موخه روزګان ته تللی و خو په حقيقت کي د شجاعي د ظلم بربنډي کړني کارنامې رالوڅي نکړې بلکي دده په فکر يې يوازي دځان په هکله د طالبانو د ظلم او د شجاعي د سپيناوي او د هغه د اتلولۍ جعلي اسنادو د رامنځته کولو دنده سرته ورسوله.
له بلي خوا طالبان چي اکثراً پر خپلو کړنو نه پښېمانه کيږي وايي چي کړني يې د شرعي محکمو د احکامو پر اساس ترسره کيږي ،دغه پېښه يوه جعلي دسيسه بللې ده ، ذبيح الله مجاهد چي د طالبانو وياند دی ، رسنيو ته په دې اړه داسي ويلي دي: موږ تحقيقات وکړل ، ويډيو کاملا لاسي او جعلی جوړه شوي ده ، ښکاریدونکي کسان هم که تاسو دقيق وګوري له سره مجاهدين نه دي ، او نه هم وهل په ريښتيا کوي ، موږ دغه ويډيو او دغه راز کړنه ردوو ، دايو ه جعلي دسيسه ده چې په کلکه يي غندو هم .
اوس پوښتنه دا رامنځته کيږي چي دغه ښاغلی چي له ناروې څخه روزګان ته د شجاعي د کړنو د حقيقت موندني لپاره سفر کوي ، هلته په اصطلاح د طالبانو لخوا نيول کيږي خو دداسي طالبانو لخوا نيول کيږي چي دده د سناريو مطابق ټول حرکات او پوښتني په تصويري توګه مستندوي او بيا دطالبانو په لاس د جوړو سوو تصويري اسنادو سره په تېښته هم بريالی کيږي او په خپله يوه ليکلې مرکه کي وايي چي تر تېښتي وروسته په سيمه کي د شجاعي يوې وسله والي ډلي ته ځان رسوي.
علي رضا دخپل نارويژي پاسپورټ څخه ناوړه ګټه پورته کوي چي وښيې شجاعي د يوه قوم اتل او ټولي کړني يې پر حقه او د خپل قوم او خلکو څخه دفاع ده .
علي رضا هڅه کوي وښيي چي شجاعي د روزګان د سلګونو ولسي خلکو قاتل او ځورونکی نه بلکي دوسله والو طالبانو ، مخدره موادو د قاچاق وړونکو او د حامد کرزي د قبيله سالار نظام ځيني کړۍ له شجاعي سره د هغه د مخالفت او بدنامۍ هڅي کوي.
علي رضا او سناريو ورکوونکي يې په دې توګه هڅه کوي چي د طالبانو سره په نړيواله سطحه د سولي د مذاکراتو هڅي پڅي کړي او دداسي يوې ډلي سره خبري اتري کول بېځايه کار وبولي.
ولسمشر کرزي ، وسله والو طالبانو او پښتون ولس داسي وښيي چي ګواکي له هزاره توکمن سره زور زياتی کيږي چي په دې توګه تر ۲۰۱۴ کال وروسته په اروپا او نوره نړۍ کي د خپل ټبر د سياسي پناهنده ګيو او د هغو د هڅو ريښتونوالي ته اسناد رامنځته کړي چي د بشر حقوقو او نړيوالو بشري ټولنو ته د يوه حقيقي سند د خوندي کولو په نيت جعلي اسناد وړاندي کړي.
دوی داهڅي په داسي حال کي کوي چي په افغانستان کي د بشر حقونو د نړيوالي ټولني مشرتابه او زيات شمېر غړي چي اکثراً د هزاره توکم څخه دي د اصلي جنايت کارانو او د بشر حقونو پر تيري کوونکو چي د کابل د ښار ورانوونکي، د کورنۍ جګړې لوبغاړي او د وحدت ګوند مشرتابه چي اوس د کرزي د نظام ډېره برخه جوړوي د بشر ضد اصلي اسنادو د له منځه وړلو هڅي کوي او پر ځای يې دغه ډول جعلي اسنادو د ځای پر ځای کولو کوښښونه کوي.
د يادوني وړ ده چي په همدې هزاره توکم کي داسي شخصيتونه او سياسي کړۍ هم سته چي د افغانستان ملي ګټي او ارزښتونه تر خپلو قومي ، مذهبي او شخصي ګټو څخه لوړي ګڼي او ځانونه ددې هيواد اصلي بچيان او ساتونکي بولي.
ملګرو ملتونو او په خاص ډول د بشر د حقوقو نړيوالي ټولني او د افغانستان مدني ټولني او رسنيو ته پکار ده چي د اسنادو د کره توب يا جعل تر منځ له دقت څخه کار واخلي چي د نارواو سياسي او تعصوبي توطيو ښکار نسي .
دغسي توطيې د افغانستان غميزه نوره هم اوږدوي،د سولي هڅي زيانمنوي او په افغانستان کي د مېشتو وروڼو قومونو تر منځ د بې باورۍ سيوری او د کرکي زڼي کري.
د علي رضا جعلي ويډيو او مرکې:
http://kabulpress.org/my/spip.php?article171749
http://www.kokchapress.com/index.php/allnews/6184-شکنجه-یک-شهروند-ناروژی-از-سوی-طالبان-در-ولایت-ارزگان.html#.UiX11hZlAts