تاند- په استرالیا کې یو شمېر ګلابي رنګه جهیلونه شته. د دغو بې سارو ډنډونو اوبه مالګینې دي.

لېک هیلیر (هیلیر جهیل) د استرالیا په میډل ټاپو کې دی.

د دغه جهیل په شاوخوا کې سپینې شګې دي او د یولکالیپتس ونې ترې راچاپېرې دي.

لېک بمبونګا د استرالیا په جنوب کې په ادیلاید سیمه کې موقعیت لري.

د اوبو رنګ یې د ورځې او شپې همداسې وي. حتي که په بوتل کې یې له جهیله واخلئ بیا یې هم ګلابي رنګ نه بدلېږي.

ځواب دلته پرېږدئ