تاند – په نیوزیلنډ کې د جمعې په ورځ /د مارچ ۱۵مه/ د یوه استرالیایي سپین پوستي ترهګر،‌ برېنټون ترنت، په وړاندې د یوه افغان سړي مقابله نن د مارچ ۱۷مه د نړۍ والو رسنیو مهم خبر جوړ شوی دی.

عبدالعزیز وهاب زاده ۴ ماشومان لري او له دوه کالونو راهیسې په نیوزیلنډ کې ژوند کوي چې د سي اېن اېن په شمول د نړۍ لسګونو رسنیو نن د هغه پر اتلواله لیکل کړي دي.

په یوه راپور کې چې سي اېن اېن خپور کړی ، ښاغلی وهاب زاده وایي، هغه له خپلو ماشومانو سره د کرایسټ چرچ ښار په لین ووډ جومات کې لمونځ کاوه چې ډزې پیل شوې.

نوموړی وایي‌، څنګه یې چې ډزې واورېدې له جومات څخه ووت، یو کرېډېټ کارډ لوستونکی ماشین (ترمینل) په لاس ورغی، او د دې لپاره چې د ترهګر پام له نورو خلکو څخه خپلې خواته ور واړوي هغه په بریدګر باندې ماشین ورخوشې کړ.‌

وهاب زاده وایي، «ما غوښتل چې هغه ووېروم چې جومات ته دننه نشي،‌ خو بدبختانه چې بریدګر جومات ته ورننوت،‌» عزیز وایي چې ماشین په بریدګر ولګېد او د موټرو د پارکېنګ خواته یې منډه کړه او په ده باندې یې ډزې پيل کړې. په دغه وخت کې له بریدګر څخه ټوپک ولوېد او په بل ټوپک باندې یې ډزې پیل کړې خو ده ترې د موټرو او د کټارې تر منځ ځان بچ کړ.‌

سي اېن اېن د عبدالعزیز وهاب زاده له قوله وویل، بریدګر په دې فکر چې له خپل موټر څخه بل ټوپک راوړي، لاړ، او ده په پرېوتي توپک خېز وکړ او ورپورته یې کړ، خو چې ویې لیدل ټوپک تش وو.

نوموړی وایي چې کله هغه زه ولیدم چې ټوپک مې ترلاسه کړی دی په خپل موټر کې کېناست، ما ټوپک د هغه د موټر په لور د غشي په څېر ورخوشې کړ، او زه فکر کوم چې هغه پرې ولګېد نو یې موټر روان کړ او لاړ.»

هغه جومات چې دغه افغان اتل په کې د ترهګر په وړاندې مقابله کړې دویم جومات وو چې ۸ کسان په کې شهیدان شول، تر دې څو دقیقې مخکې یاد سپین پوستي ترهګر د النور په نامه جومات کې ۴۲ کسان شهیدان کړي ول.

د لین ووډ جومات امام لطیف الابي د استرالیا راډېو ته ویلي چې که د عبدالعزیز وهاب زاده مېړانه نه وای، ښایي چې بریدګر په دغه جومات کې هم تر دې ډېر کسان وژلي وای.

وهاب زاده ویلي چې ۲۷ کاله یې په استرالیا کې د کډوالۍ ژوند کړی او دوه کاله مخکې له دې امله چې په استرالیا کې نژاد پالنه ډېره شوې نیوزیلنډ ته راغلی دی او دغلته ژوند کوي.

یو شمېر پاکستاني اخبارونو هم د عبدالعزیز وهاب زاده په هکله راپورونه خپاره کړي خو د افغان او افغانستان ذکر یې په کې نه دی کړی.‌

د عبدالعزیز وهاب زاده په هکله د یو شمېر نړۍ والو رسنیو د راپورونو لېنکونه:‌

https://edition.cnn.com/2019/03/16/asia/new-zealand-father-confronted-mosque-shooter/index.html

https://www.thenational.ae/world/oceania/christchurch-man-who-threw-card-machine-at-mosque-attacker-says-he-is-no-hero-1.837933

https://www.irozhlas.cz/zpravy-svet/novy-zeland-christchurch-strelba-abdul-aziz-wahabzadah-brenton-tarrant_1903171305_nkr

https://www.idnes.cz/zpravy/zahranicni/novy-zeland-utoky-mesity-australan-strelba-muz-puvod-afghanistan.A190317_112800_zahranicni_baje

https://www.novinky.cz/zahranicni/500029-strelci-ze-zelandu-zabranil-v-dalsim-masakru-hrdina-vyzbrojeny-platebnim-terminalem.html

2 thoughts on “د استرالیایي ترهګر په وړاندې د افغان سړي مقابله د نړۍ والو رسنیو د سر ټکی شوه”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *