تاند- د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې د دوشنبې په ورځ وویل، اسلامي دولت یا داعش ممکن خپل عملیات افغانستان ته وغځوي.

جولیا بیشوپ په دې خبره له دې سره سره تاکید وکاوه چې په افغانستان کې لا د داعش د پام وړ فعالیت نه ترسترګو کېږي.

اغلې بیشوپ وویل چې د افغانستان د وروستي سفر په لړ کې د طالبانو او اسلامي دولت ترمنځ د ځینو تماسونو له شواهدو خبره شوه.

د استرالیا د انترنشنل بیزنس ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د استرالیا د باندنیو چارو وزیرې دا څرګندونې د دې په کوربه توب او د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر فلیپ هامنډ او دفاع وزیر مایکل فالن په ګډون په کالنۍ امنیتي غونډه کې وکړې.

دې تایید کړه چې تراوسه پوري لا په افغانستان کې د داعش د پراخ حضور نښې نشته، خو ویې ویل چې استرالیا له دې خبره ده چې داعش ممکن خپل پام له عراق او سوریې واړوي.

«په افغانستان کې د طالبانو عنصر شته چې بې رحمانه ایدیالوژۍ ته هرکلی وايي.»

پرون د کندوز والي وویل چې په ولایت کې یې د داعش شاوخوا ۷۰ وسله وال فعالیت کوي او هڅه لري چې خپل فعالیت شاوخوا ولایتونو ته وغځوي.

One thought on “د استرالیا د بهرنیو چارو وزیره وايي، داعش ممکن افغانستانه ته مخه کړي”
  1. دداعش كلمه او دداعش ظهور به افغانستانكي نه يواخي دمنطقي او همسايه كانو بروباكنده ده بلكه دتولو أروبا ءي او غربيأنو به خله هم دا كلمه خله،به خله كيزي.
    داجه دداعش ظهوراوتاريخجه هم معلومه ده جه دا سأختارا ونظم هم دطالبانو به شان دامريكايانو يو سازمان دهي وه او ده مكر خرنكه جه طالبان ددوي به ضد ودريده داعش هم به عين شرائطو اختلافات بيدا كره.ميرمن كلنتين دامريكا بخواني خارجه وزيري دا موضوع به مكمله توكه درسانو له لاري جهانيانوته رسولي.
    داجه زه دا موضوعات تحليل وم به نتيجه دخبل تحليل كي :
    دايران،او داسيا ميانه ممالكو ته جه دافغانستان سره هم سرحده دي سكنال لو دخطر زنك ورته وهم جه متوجه أوسي داهغه دشمنانه اعمال او ستراتيزيكي أهداف دامريكا دي دروسيه تحديد ولو او تضعيف ولو به خاطر.دكلو،كلو رابه دي خوا طرحه ريزي شوي او نن ءي عملي كوي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *