د استرالیا د فدرالي پارلمان غړی ښاغلی برېن

تاند- د استرالیا د فدرالي پارلمان غړي انتوني برین د خپل هیواد پارلمان ته وویل چې څه باندې ۵۳ زره افغانان په استرالیا کې اوسي.

دا دا خبره په استرالیا کې د افغانانانو له لوري د افغانستان د خپلواکۍ په ویاړ په جوړه شوې غونډه کې له ګډونه وروسته وکړه.

ښاغلي برین د استرالیا مېشتو افغانانو د یووالي روحیه وستایله، ویې ویل چې د ۲۰۱۶ کال له سرشمېرنې سره سم په استرالیا کې ۵۳ زره ۸۲ تنه افغانان اوسي.

ده د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۸ کالیزې په مناسبت د سپرینګویل په ټاون هال یا ښاري سالون کې د ۳۰۰ افغانانو په ګډون د ناستې په برابرولو کې د افغان – استرالیا د بشردوستانو د ټولنې د مشر درمحمد اشنا او د دې غونډې د ملاتړ کوونکي یا سپانسر مصطفي صافي د هڅو یادونه او مننه وکړه، او استرالیا ته د لومړنیو افغانانو د راتګ تاریخ یې تشریح کړ.

ښاغلي برېن د فدرالي پارلمان غونډې ته وویل«لومړني افغانان په ۱۸۶۰ مو کلونو کې د اوښبنو او څاروانانو په توګه راغلل. زه فکر کوم چې ډېری استرالیایان به په دې خبر نه وي چې افغانان له ۱۸۶۰ کلونو څخه تر ۱۹۰۰ پورې له خپلو اوښانو سره، چې د دښتې بېړۍ نومول کېدل، د استرالیا د اقتصاد د ملا په تېر بدل شول. افغان څاروانانو به هغه توکي او شیان لېږدول چې د لومړنیو او سترو پروژو لکه د ځمکې پر مخ د ټېلېفون د غزېدا او د اسټرالیا د ریللارو د جوړولو لپاره یې اړتیا احساس کېدله. داسې اټکل کېږي..»

د استرالیا د پارلمان غړي ښاغلي برېن زیاته کړه«باید ووایم چې د افغانانو د خدمتونو په خاطر د ګان رېللار، چې له ادیلیډ څخه تر ډاروین ښاره پورې غځېدلې ده، د ګان په نوم یادېږي.»

ده وویل چې د افغانانو دوهمه ډله پر افغانستان د شوروي اتحاد له یرغله وروسته استرالیا ته ورغله او له دوه زرم م کال وروسته د وچکالۍ او ناامنۍ له کبله نورو افغانانو استرالیا ته مخه کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *