تاند- ناټو پرون رسماً د افغانستان په جنوب کې له څه باندې یوې لسیزې وروسته د ښوونځیو، روغتونونو، سړکونو او دولتي ادارو د جوړولو چارې پای ته ورسولې.

د استرالیا صدراعظم ټوني اباټ، چې ترینکوټ ته سفر کړی و، په افغانستان کې د استرالیا ماموریت پای ته رسېدلی اعلان کړ، ویې ویل چې استرالیا لوړه بیه پرې کړې خو د افغانستان د وضعیت له ښه کولو سره یې مرسته کړې ده.

ده چې په ترینکوټ کې خپلو پوځیانو ته خبرې کولې، همداراز وویل:« پوځیانو مو خپله دنده ډېره ښه ترسره کړه او خورا مسلکي توب یې وښود.»

د روزګان والي ښاغلی اخوندزاده د استرالیا له صدراعظم سره
د روزګان والي ښاغلی اخوندزاده د استرالیا له صدراعظم سره

د استرالیا صدراعظم وویل، د افغانستان د کورنیو چارو وزیر عمر داودزي ورته ویلي چې په اوروزګان کې نه تعلیمي او نه روغتیايي مرکزونه شته خو «ترکومه ځایه چې ماته معلومه شوې په اوروزګان کې اوس د ښځو په ګډون ټولو ته د تعلیم اسانتیا شته.»

دا افغانستان ته د ښاغلي اباټ څلورم سفر دی مګر د صدراعظم په توګه د ده لومړنی سفر دی. له ده سره په دې سفر کې د اپوزېشن مشر بیل شورټین هم ملګری و.

2 thoughts on “د استرالیا صدراعظم په روزګان کې د خپلو پوځیانو ماموریت پای ته رسېدلی اعلان کړ”
  1. تاند ته:

    د تاند له ویب اډیټور نه مې یوه هېله ده چې کله یو خبر یا متن تاسو خپره وې یو وار یې پروف ریډ کوي ځکه چې د ډېرو املاء يې غلطو مخه به ونیول شي د مثال په ډول د پورته خبر په عنوان کې تاسو نه د اروزګان په لیکلو کې الف پاتې دې روزګان مو لیکلی دی چې کېدای شي دا د دې باعث شي چې تاسو لوستونکي له لاسه ورکړئ

  2. غونډک صاحب د اروزګان اوسېدونکي خپل ولایت ته روزګان وايي. ځیني وايي چې د ارزګان او اوروزګان په ځای دې روزګان ولیکل شي.
    تاسي هم له دې وروسته خپرولو ته (ه) مه ورکوئ. خپره وئ نه بلکې خپروئ
    کور مو ودان

ځواب دلته پرېږدئ