تاند- د استرالیا صدراعظم مالکالم تورنبل نن /یکشنبه/ کابل ته راغی او د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره یې وکتل.
د استرالیا صدراعظم د افغانستان له ولسمشر سره پر دوه اړخیزو اړیکو، له افغانستان سره د استرالیا د مرستو، په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې، د سولې د بهیر، بشري حقونو او د ښځو د حقونو په باب خبرې وکړې.
ولسمشر غني د استرالیا له صدراعظمه په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د استرالیا د مرستو په خاطر مننه وکړه او د هغو ۴۱ استرالیايي پوځیانو یادونه یې وکړه چې د خپل ماموریت په دوره کې په افغانستان کې له ژونده بې برخې شوي دي.
ده د استرالیا له حکومته وغوښتل چې د افغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي او له افغانستان سره د اوبو د ادارې په برخه کې تخنیکي مرسته وکړي.
د استرالیا صدراعظم په افغانستان کې د استرالیايي ځواکونو قوماندان ته لارښوونه وکړه چې هر هغه څه چې د افغانستان حکومت ورته اړتیا لري، په پام کې ونیسي.
ده په افغانستان کې د روانې بلوا په اړه وویل چې دې جګړې د افغانستان خلک سخت کړولي او ډېر ناورینونه یې ورله غاړې کړي دي.
د استرالیا صدراعظم همداراز وویل چې په افغانستان کې به د خپلو پوځیانو شمېر ۲۷۰ تنو ته زیات کړي څو د افغانستان د ملي اردو او ملي پولیسو له ځواکونو سره د امنیت په ټینګښت کې همکاري وکړي.
استرالیا پخوا په اروزګان کې څه باندې یو نیم زر سرتېري لرل خو ټول یې ډېر مخکې تر دې چې په ۲۰۱۴ م کال د ناټو جنګي ماموریت پای ته ورسېږي، وایستل.