تاند- یوه بېړۍ چې د اندونیزیا له سواحلو د استرالیا په لور روانه شوې وه، نن د استرالیا په اوبو کې ډوبه شوه.

د دې پېښې په نتیجه کې یو ماشوم مړ شوی او اته تنه نوره سپرلي یې بې درکه شوې ده.

په دې بېړۍ کې، چې له اندونیزیا څخه د استرالیا په لور روانه وه، پناه غوښتونکي سپاره ول.

له اندونیزیا څخه عموماً د افغانستان، ایران او یو شمېر نورو هیوادونو غیرقانوني مهاجر په بېړیو کې د سمندر په خطرناکو لارو استرالیا ته د ځان رسولو هڅه کوي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې د استرالیا د کورنیو چارو وزیر جاسن کلېر نن خبریالانو ته وویل: استرالیايي ژغورونکو تېره شپه ۸۰ تنه پناه غوښتونکي هغه مهال وژغورل چې بېړۍ ته یې اوبه ننوتې.

دا پېښه د استرالیا د کرسمس ټاپو د شمال په دوه سوه کیلومترۍ کې وشوه.

ښاغلي کلېر وویل: په دې بېړۍ کې افغانان، ایرانیان او سریلانکایان سپاره ول او غوښتل یې چې کرسمس ټاپو ته ځانونه ورسوي چې د استرالیا حکومت پکې د پناه غوښتونکو لپاره کمپ او توقیف ځای لري.

د بېړۍ د ډوبېدو په مهال یوه تن له هغې څخه د استرالیا په ملبرن ښار کې یو چا ته ټېلفون وکړ او هغه بیا چارواکي خبر کړل.

د استرالیا د کورنیو چارو وزیر وویل، سمندري ځواکونه، د ګمرکونو مامورین او تجارتي بېړۍ د پېښې ځای ته ورغلل. ژغورونکو د یوه ماشوم مړی، چې تر یو کال کشر ښکاري، وموند.

د ښاغلي کلېر په وینا ژغورونکي په اوبو کې په اتو تنو نورو پسې ګرځي.

اکثره پناه غوښتونکې هڅه کوي چې ځان کرسمس ټاپو ته ورسوي. دوی عموماً د اندونیزیا له هغو ټاپوګانو څخه، چې استرالیا ته نسبتاً نژدې دي، د انساني قاچاقبرو په وسیله په غیرمعیاري بېړیو کې وړل کېږي او له همدې کبله ډېر ځلي د سمندر د څپو ښکار شي.

په وروستیو کلونو کې په سلګونو غیرقانوني کډوال د استرالیا او اندونیزیا ترمنځ د سمندر په اوبو کې لاهو شوي دي.

د استرالیا صدراعطم کیفن رډ وویل، وروستۍ پېښې وښودله چې استرالیا باید د خپلو پولو د ساتنې پالیسي بدله کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *