نن، شنبه، د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د هلمند د ولسونو له لورې د هلمند د استناف څارنوالۍ د رییس فضل سلطان ساپي د ستاینې په موخه یوه پراخه غونډه جوړه شوې وه. غونډه کې د هلمند والي حیات حیات، د استناف څارنوالۍ رییس، د ولایتي شورا غړو، علماوو، ولسي مشرانو، مدني فعالانو، میرمنو او په سلګونو نورو عامو خلکو ګډون کړی و.

په دې غونډه کې د هلمند د ولسونو او مدني فعالانو له لورې د هلمند والي ښاغلی حیات الله حیات او د هلمند د استناف څارنوالۍ رییس فضل سلطان ساپی وستایل شوو. په غونډه کې د هلمند والي خلکو ته ډاډ ورکړ چې د فساد پر وړاندي به په کلکه مبارزه کوي. هغه له هلمندي ولسونو وغوښتل چې ورسره د اداري فساد سره مبارزه کې ملګري شي.

په دې غونډه کې د هلمند د استناف څارنوالۍ رییس ښاغلي ساپي د خپل شپږمیاشتنۍ کاري دورې حساب ورکړ. هغه وویل چې له راتګ سره یې په اړوند اداره کې د اصلاحاتو ترڅنګ یو شمیر لوړ پوړي او ټيټ پوړي دولتي مامورین څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي.

ښاغلي ساپي په غونډه کې د یو شمیر هغو دولتي چارواکو نومونه هم وویل چې یایې ځمکې غصب کړي او یا خو یې نور اداري فساد کړی.

د هلمند والي ښاغلي حیات د فضل سلطان ساپي ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې د هرې اداري مسئول به راتلونکي کې ولس ته حساب ورکوي او دا لرۍ به ګڼي تر لیرې پرتو سیمو او ولسوالیو هم ورسوي.

دا لومړی ځل نه دی چې د هلمند ولسونه د ښاغلي ساپي ستاینه کوي، درې میاشتې وړاندي هم هغه د هلمند د ولسونو له لورې په یوه شانداره غونډه کې ستایل شوی و.

قریشي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *