تاند- په کابل کې د استیناف محکمې د پغمان د جنایت په تړاو پنځه تنه په اعدام محکوم کړل خو دوو نورو ته یې شل – شل کاله قید سزا وټاکله.

تر دې مخکې د روان سپټمبر په ۱۷ مه ابتدايي محکمې اووه واړه په اعدام محکوم کړي ول. خو د استیناف محکمه وايي چې په وسله واله غلا، وهلو او جنسي تجاوز کې د دوو تنو په اړه کافي شواهد ترلاسه نه شول ځکه یې هغوی ته شل – شل کاله قید غوره وباله.

د محکمې قاضي په عین حال کې وویل چې دواړو په جنایت کې ګډون درلود.

د قاضي په وینا په داسي حال کې چې ښځې او د هغوی نارینه عزیزان له یوه واده څخه له پغمانه کابل ته تلل، د وسله والو جنایتکارانو له لوري لومړی برمته شول او بیا پر ښځو جنسي تېری وشو.

د دې پېښې څلور مجرمان له پېښې څو ورځې وروسته په کابل کې ونیول شول خو درې نور په غزني کې د پولیسو لاس ته ورغلل.

محکومان کولی شي چې سترې محکمې ته مراجعه وکړي. که سترې محکمې هم دوی ته د اعدام سزا وټاکله باید د اعدام د سزا تطبیق د ولسمشر له لوري تایید شي.

حامد کرزي ویلي، سره له دې چې د اعدام حکم په ګرانه توشیح کوي خو د پغمان د پېښې د مجرمانو د اعدام د حکم په لاسلیکولو کې به له خڼده کار وانخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *