اسحاق امیري دا سندره له یوې چکۍ سره وايي. سره له دې چې دا چکۍ مسلکي سندرغاړې نه ده خو په ښوونځي کې د موسیقۍ درس اروپایانو ته د سندرو زمزمه کول اسانه کړي او له بلې خوا له چکي ژبې سره د پښتو ځینو مشترکو تورو هغې ته د پښتو ویل اسانه کړي دي. له جرمني رانیولې تر روسیې پوري د اروپا په اکثرو ژبو کې څ او ځ شته. خو دا چکۍ ټ هم تلفظ کوي حال دا چې زموږ ځیني وطنوال ورسره ستونزه لري.

11 thoughts on “د اسحاق امیري او یوې چکۍ نجلۍ سندره”
  1. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    ډېره ښايسته پښتو فلکولوريک سندره په ډېر ښه انداز بلل شوې ده، خو د پاړسيوانانو يوه خبره مې په ياد شوه، چې وايي. پشتو زبانه رګ ميکنه! نو د دغه چکۍ ژبه يا وچه ده يا يې تر غاښو لاندې چيچلې ده! داسې پښتو تلفظوي، چې ګواکې ژبه يې پړسېدلې وي!!
    ډېره مننه، بيا هم ښايسته سندره ده او توفيق مو په نصيب شه
    معع سلاموک الاهلول فنون
    ملا ميوند آخوند

  2. کوشش باید وشی چه علمی اوهنری مطالب هم دویډیوپه شکل خپاره شی چه ترڅوهیوادوال تری مستفیدهم شی
    مننه

  3. د چګی جلکی اواز ډیر صیقل شوی او اوږده نوټونه ډیر په کمال سره تر خپل حده ور رسوی او د لوړو نوټونو نه ډیر په کمال را کښته کیږی. د دی جلکی د اواز کمپلکشن د پښتو هنرمندی رخشانی ته ډیر ورته والی لری. نوری پښتو سندری دی هم ووایی.

  4. Der kha kor ye wadan che zmong pa zaba khaberi kawe mong dasi pochtana laro che bal watan ta lar she hafta rosta da hamagha watan zaba khpalai aw pa khpla moranai zaba bia sharmegi.

  5. چکۍ خدای دې تر او تازه لره، مونږ دې مننه کوو چې په پښتو دې سندره ویلې ده. ستا سندره به میلیونونه پښتانه واوري؛ زه دا نه وایم چې هله ټول به یې همدا نن یا سبا واوري بلکه دا به کلونه کلونه زمونږ په منځ کې د امانت په دود پاتې کېږي. دا بیا ووایه او په ویډیوي شکل یې پښتنو ته وړاندې کړه. مننه

  6. ټولو افغانانو ته سلامونه
    دا سندره ښکاره راته د غیر پښتنو راسیزم او منافقتونه ښیی یوه چکی پیغله چی په خپل هیواد کی به یی لږ تمرین کړی وی په داسی خوږه لهجه پښتو سندره راته اوروی د هر پښتانه به هرومرو مینه پری راځی خو دا نور د لستوڼی مارانو خو د پیړیو ګډ ژوند سره سره بیا هم یو؛کی زده نه کړه اوس تاسو خپله فکر پری وکړی چی له دی یو لړ نمک حرامه غیر پښتنو څخه به کله هم افغانان جوړ شی او که نه یو بل بیلګی یی دل ناز قزاقی ده له پښتو او پښتنو سره دښمنی نه لری نو ځکه یی د پښتو سندره واوری او بیا قضاوت وکړی چی څومره ښایسته هغه سندره ویلی ده
    په درلنښت

  7. / سلام: که چیری فکر وکړو پښتو ډیره درنه موسقی لری چی ډیرو شاعرانو ښه شعرونه ویلی دی ،خو بد بختانه چی په اوسنی وخت کی بعضی هنر مندان ،هم خپل ځان او پښتو باندی ریشخند وهی چی دا کار دی نه کوی لکه د کوزی پښتون خوا یو شمر سندرغاړی یی په پښتو تجارت کوی چی یواځی چټیات دی لکه( جتی سمه پتاسیی ) او دی ته ورته ډیر دور هم شته خو داسحق ښه سندره ده. په درنښت

  8. ټولو افغانانو ته سلامونه
    دا سندره ښکاره راته د غیر پښتنو راسیزم او منافقتونه ښیی یوه چکی پیغله چی په خپل هیواد کی به یی لږ تمرین کړی وی په داسی خوږه لهجه پښتو سندره راته اوروی د هر پښتانه به هرومرو مینه پری راځی خو دا نور د لستوڼی مارانو خو د پیړیو ګډ ژوند سره سره بیا هم یو؛کی زده نه کړه اوس تاسو خپله فکر پری وکړی چی له دی یو لړ نمک حرامه غیر پښتنو څخه به کله هم افغانان جوړ شی او که نه یو بل بیلګی یی دل ناز قزاقی ده له پښتو او پښتنو سره دښمنی نه لری نو ځکه یی د پښتو سندره واوری او بیا قضاوت وکړی چی څومره ښایسته هغه سندره ویلی ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *