پوپل صمیم

د امریکا متحده ایالاتو بهرنۍ پالیسي تر ډېره حده د نړۍ په هر ګوټ کې په لویو سیاسي او اقتصادي مسایلو باندې اغېزې لري. که چېرته موږ د امریکا بهرنۍ پالیسي د عربي نړۍ په وړاندې مطالعه کړو، دا به راته جوته شي چې د دوی بهرنۍ پالیسي په نورو او ځانګړې توګه هغوهېوادونو باندې لویه اغېزه لري کومو کې چې امریکا نظامي شتون لري او ملي ګټې یې پکې نغښتې دي. د بوش د حکومت یوه موخه دا وه چې په عربي نړۍ کې ژور تغیرات راولي او شاهي نظامونه په ډیموکراتیکو حکومتونو بدل کړي .

همدغه  ډیموکراسې وه چې زیاتره عربي هېوادونه یې له لويو خنډونو سره مخ کړل او ترورېزم یې وزېږاوه. د عربي نړۍ یو شمېر اوسېدونکي د ډیموکراسۍ خلاف ودریدل او د حکومت دا سیستم یې د اسلامي نظام او کلتور خلاف و ګاڼه .  خو بل پلو ته یو شمېر وګړو بیا ډیموکراسۍ ته زړه ښه کړ او د ښې حکومتولۍ غوره سیستم یې و باله. اوس پوښتنه داده چې د امریکا د هغې بهرنۍ پالیسۍ تر شا څوک او کوم قوتونه کارکوي، کومه چې د عربي نړۍ (Middle East) لپاره جوړېږي او امریکا ولې تر عربي نړۍ اسرائیلو ته زیاته توجه کوي .  

دا طبعي خبره ده چې د متحده ایالاتو ملي ګټې باید ددې هېواد  له لومړیتوبونو څخه وي، خو که چېرې تېرو څو لسيزو او په ځانګړې توګه د اسرائیلو او عربو له شپږ ورځنۍ جګړې را په دېخوا دور ته پام وکړو نو دې پایلې ته به ورسېږو چې له هغې جګړې وروسته د امریکا متحده ایالاتو خپله توجه د اسرائیلو لپاره زیاته کړه او هغوی یې له  هر اړخه تقویه کړل .امریکا ولې د اسرائیلو سره د یو همېشني همکار په صفت د هغوی په څنګ کې ودرېده ، دا هغه پوښتنه ده چې تر نن ورځې پورې د زیاتو خلکو په ذهنونو کې راڅرخي .

ځینې خلک ممکن په دې سوچ کې وي چې د امریکا او اسرائیلو تر منځ ښې اړیکې د دغو هېوادونو د ګډو سیمه ېیزو ملي ګټو پر بنسټ ولاړې دي، او یا هم نوموړي هغه هیوادونه دي  چې په ډیموکراتیکو اصولو جوړ دي. شاید د متحده ایالاتو همکاري له اسرائیلو سره په دې وجه وي چې ګواکي اسرائیل په ټوله نړۍ او بیا د عربي نړۍ په زړه کې پروت یواځینی هېواد دی چې یهود ورته خپل پلرنی ټاټوبی وايي او متحده ایالات فکر کوي چې ګاونډي هېوادونه اسرائیلو ته یو خطر دی . له بل پلوه  د نړۍ ځینې وګړي دا فکر کوي چې په نولسمه پېړۍ کې د یهودو ټبر کوم لوی او قوي ځواک په څنګ کې نه لرلو او د ډېرو ناخوالو او مشکلاتو سره مخ وو ، نو نن ورځ باید امریکا د یو نړیوال قوت په بڼه له دوی سره اوږه په اوږه ودرېږي او مرسته ورسره وکړي .خو حقیقت داسې نه دی، په دې سیمه یا منځني ختیځ کې ډیری داسې هېوادونه  شته دي چې ډیموکراسي یې د حکومت سیستم تشکیلوي او په نظامي ‌ډګر کې تر اسرائیلو کمزوري دي خو له دې سره سره په هغه اندازه همکاري نه ورسره کیږي کومه چې متحده ایالات یې له اسرائیلو سره کوي . نړیوال دا مني چې په دوهمه نړیواله جګړه کې نازیانو یهودان تر بل هر ټبر ډېر وځپل ، تاریخ لیکي چې یواځې د څلورو کلنو(۱۹۴۱- ۱۹۴۵ز) په اوږدو کې نازیانو شپږ مېلیونه یهودان و وژل ، خو نن ورځ خبره د یو بې طرفه او مظلوم ولس ده ، هغه ولس چې نه په نړیوالو جګړو کې ښکېل ؤ ؛ او نه یې هم لاسونه د هغه شپږ مېلیونه یهودانو په وینو سره دي . دا مظلوم ولس د فلسطین اوسېدونکي دي ، هغه خلک چې هر ورځ  یې یهودان کورونه ورانوي ، ځکمې یې غصب کوي او عام خلک له خپل پلرني ټاټوبي کوچ کولو ته اړ کوي . له دې ټولو جرمونو سره سره چې له نړیوالو رسنیو پټ هم نه دي ، امریکا په مستقیم او غیر مستقیم ، نظامي او سیاسي ، اقتصادي او استخباراتي توګه د اسرائیلو کلک ملاتړ کوي .

په پایله کې ویلای شو چې ؛ د عربې نړۍ لپاره د امریکا متحده ایالاتو بهرنۍ پالیسي د متحده ایالاتو د کورني سیاست او په ځانګړې توګه  داسرائیلو د لابي لخوا اداره کیږي. د اسرائیلو دغه لابي د امریکا داخلي سیاستمداران پدې قانع کړي دي چې امریکا او اسرائیلو په منځني ختیځ  کې یو شان موخې او ملي ګټې لري. 

لابي (Lobby) څه ته وايي ؟

لابي په انګرېزۍ کې رشتې او شغل ته وایي. په سیاست پوهنه کې  هغې ډلې ته وايي، چې موخه یې د یوه هیواد په واکمنۍ او یا په ټولیزو افکارو کې د ټولنیزو اړیکو ، حقوقي او قانوني لارو چارو له مخې د اغېز شیندلو پراختیا ده. په ځینو هېوادونو کې د لابي والې ځانګړي دفترونه موجود دي چې د خپلو ځانګړو ګټو لپاره کار کوي. د لابي والي (اغېزمنتوب) نومونه د لومړي ځل لپاره په ۱۸۲۰ ز کال کې د امریکا په متحده ایالتو کې و کارول شو (سیاسي لید لوري، دېپلوم انجنیر سعادت ملوک) (أزاد) .  

 د امریکا په سیاست کې د اسرائیلو د لابي رول

د امریکا متحده ایالاتو د اسرائیلو سره په اقتصادي او پوځي برخو کې په هغه اندازه مرسته کړې چې تر اوسه یې له  بل هیڅ هېواد سره نه ده کړې. یواځې په ۲۰۰۳ز کال کې امریکا د اسرائیلو سره ۱۴۰ بیلیونه ډالره مالي مرسته او همکاري کړې وه. پر امریکا سربېره  یو زیات شمېر نور هېوادونه له اسرائیلو سره ۳ بیلیونه ډالر کلنۍ مالي مرسته کوي .چې په اوسط ډول د امریکا کلنۍ مرسته د یو اسرئیلي سره ۵۰۰ ډالره تخمین شوې ده . پر مالي مرستې سربېره امریکا هر کال د اسرائیلو سره پوځي مرستې هم کوي چې د وسلو سیستمونه ، استخباراتي معلومات او نظامي مشورې یې له عمده برخو څخه ګڼل کیږي .  دا ډول دوامداره مرستې د کومو مشترکو موخو په آساس نه دي بلکې د دې هر څه تر شا اسرائیلو د لابي سیاسي قوت دی چې امریکا یې دې ته اړه کړې ده تر څو دا مرستې دوامداره و ساتي او د اسرائیلو مالي او نظامي ملاتړ بې له قید او شرط څخه و کړي . 

یاده شوې لابي د سرسخته یهودانو، ادارو، حکومتې چارواکو او هغه کسانو څخه تشکیل شوېده  چې د اسرائیلو سره جلا خواخوږي لري او زیات شمېر یې هغه کسان دي چې د یهودیت او یهودانو د بقا لپاره یې کلونه کلونه زحمتونه ګاللي دي ، دوی په امریکا کې د داسې تجارتونو او کمپنیو خاوندان دي کوم چې د هغه هېواد په بهرني سیاست کې لوی رول لوبولای شي .  دوی د تل لپاره په دې کار کوي چې څنګه وکولای شي د امریکا متحده ایالاتو بهرنۍ سیاست تر خپلې ولکې لاندې و ساتي او د تل لپاره یې د اسرائیلو په ګټه و کاروي . د لابي د غړو موجودیت تنها تر تجارت او لویو نړیوالو کمپنیو پورې محدود نه دی ، بلکې دوی د امریکا متحده ایالاتو په کانګریس کې هم خپل خلک لري چې په هره وخت کې د اسرائیلو کلک ملاتړي دي . د نمونې په توګه د لابي یو غړی د  پخواني عیسوي مذهبه صهیونېست وګړو یو نهضت دی چې اصلي موخه یې د فلسطین د خاورې بشپړ غصب دی ، دوی په دې باور دي د اسرائیلو د هېواد بیرته زېږیدنه د انجیل کتاب یو برخه ده. د لابي نور غړي د نیوکنسروټېزم پلویان او یا هغه ټولۍ وګړي دي کوم چې پوځي قوت د نړۍ او هېوادونه موجوده مشکلاتو ته د حل یواځینۍ لاره ګڼي . پر دې دوه ډلو سربېره ځینی نور مهم خلک لکه د وال سټرېټ ورځپاڼې مخکنی چلونکي جان بولټن، د امریکا د پوهنې پخوانی سکرتر روبرټ بارټلې  او د ملګرو ملتونو سفیر پخوانی کارک پاټرېک د لابي له ښکاره ملاتړ کوونکو څخه دي . 

د اسرائیلو د لابي د سیاسي قوت سرچینه

د امریکا متحده ایالاتو حکومت جوړښت په څو برخو ویشل شوي دی چې عبارت دي له ؛ مقننه قوه ( کانګریس او پارلمان)، اجرایه قوه (ولسمشر، مرستیال او کابینه)، او قضایه قوه څخه ده.  د حکومت همدې مثلثي جوړښت بعضو خلکو ته دا فرصت مساعد کړیدی تر څو د خپل مالي او نفوذي قدرت له لارې د متحده ایالاتو په بهرني سیاست او تصمیم نیولو کې مهم رول و لوبوي ، په ځانګړې توګه هغه ټولي چې په جوړښت کې یې مختلف وګړي د یوې واحدې موخې او هدف لپاره را ټول شوي وي (Interest Groups ) او د همغه موخې د لاسته راوړلو لپاره په ګډه کار کوي . د وګړو دغه ټولي نه یواځې چې د امریکا په پالیسي جوړولو کې ځانګړی رول لري بلکې له کلونو راهیسي  د امریکا په ولس باندې حکومت کوي. دوی په کانګریس، اجرایه ریاست او د حکومت په نورو ادارو کې خپل نمایندګان لري، اوهر کله چې د امریکا په بهرنیو چارو بحث کیږي نو د دوی نظر یو ځانګړی رول لري .

د اسرائیلو لابي په دوولاندنیو پراخو او مهمو تګلارو باندې کار کوي. 

 لومړۍ تګلاره :دغه لابي په ډېر مهارت سره زیار باسي چې کانګریس او اجرایه ریاست تر فشار لاندې راولي تر څو د اسرائیلو څخه په تمامه مانا ملاتړ وکړي ، دا کار دوی په کانګریس د ننه د هغه خلکو په واسطه کوي کوم چې د همدې لابي غړیتوب لري ، چې یو له هغوی څخه  (ډېک ارمې) دی ، هغه څوک چې په ۲۰۰۲ز کال کې یې په خپله وینا کې وویل چې د اسرائیلو دفاع زما لومړنۍ دنده ده. 

 دوهمه تګلاره :  دا لابي همیشه زحمت ګالي چې د اسرائیلو لپاره مثبت تبلیغات  وکړي ، د امریکا د ولس په زړه کې ځای پیدا کړي او د خلګو د انتقاد مخه ونیسي. دوې حتی په اجتماعي رسنیواو پوهنتونو کې د هغو مناظرو او مباحثو مخه نیسي کوم چې د اسرائیلو په تاوان وي. 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *