په نن سبا ورځپاڼو او میډیاګانو کښی لولو، وینو او یاهم اورو چی اسراییل ډیر وحشیانه ظلمونه پر فلسطینی وګړو او خاوره باندی پیل کړی. دا ظلم کومه نوی خبره نده. دا د کلونو خبره ده.

د اسراییل نیت فلسطین ته او د پاکستان نیت افغانستان ته، هیڅ توپیر نلری. هلته فلسطینی وحشي پوځ په فلسطینی وګړو او خاوره پسی راخیستی او دلته بیا افغانان د پاکستان او ایران له لاسه تر پوزی راغلي او یا ورڅخه په کراره ندي کیناستلي.

هلته پر فلسطین چی ظلم وشی نو بیا یی ملګرو ملتونو ته د زاریوو یو لیک استولی وی چی مرسته او بیا دلته په افغانستان باندی چی د پاکستان له لوری برید وشی نو بیا افغان حکومت لومړی د امریکی سفارت ته یو لیک استولی وی او بیا ورپسی ملګرو ملتونو ته.

دواړو هیوادونو— پاکستان او اسراییل — داسی هیوادونه راګیر کړي — افغانستان او فلسطین — چی نه مجهزه اوردو لری، نه درنه وسله، نه هوای ځواک، نه سمندري ځواک، نه توپخانی، خو خلاصه له نظامی پلوه پیاوړي ندي.

هلته غزه د اسراییل له لاسه د وییر په ټغر ناسته ده او دلته کڼړ او نورستان د پاکستان، او هرات او فراه د ایران د غمونو او اندیښنو سره لاس او ګریوان دي. د اسراییل او پاکستان په نیتونو کښی کوم توپیر نشته اما دومره ده چی هلته یهودیان —اسراییل— مسلمانان — فلسطینیان په وحشیانه ډول وژنی او دلته بیا مسلمان — پاکستانیان — مسلمان — افغانان په ناحقه وژنی.

پدی وروستیوو څو ورځو کښی وینو چی اسراییل یو ځل بیا په ظلمونو لاس پوری کړی. ټولینزي شبکی ګرده دغه کړنی غندي او مرګ په اسراییل لیکنی کوی. که له پاکستانه په کڼړ یا نورستان په زرهاوو راکیټونه او میزایل فایر شی، ماشومان او تورسری پکښی شهیدانی، او کورنۍ بی ځایه شی، نو دومره توند او تیز غبرګونونه نه لیدل کیږی. دلته خو بیا نړیوال څه چی پخپله ګاونډي مسلمان هیوادونه دا ډول بریدونه ناچیزه بولی او ورڅخه حتی خبر هم نه وی. له بلی خو بیا د فلسطین په قضیه کښ پخپله پاکستانیان او داسی نور اسلامي هیوادونه دا د اسراییلو کړنی غندی ولی بیا د افغانستان په مسلمانانو ځان هم نه خبروی.

زه دا نه وایم چی د اسراییلو کړنی او ظلمونه د فلسطین په وړاندی مه غندۍ، زه یی پخپله غندم ولی زما هدف دا دی چی د ستونزی اصلی لامل باید وڅیړو. هلته چی یهود یو مسلمان ووژنی، نو بیا د نړۍ ټول مسلمانان یی غندۍ ولی دلته چی مسلمان یو بل مسلمان ووژنی نو بیا حتي د دی هیواد خپل وګړي یی هم پری څه نه وایی. وژنه خو وژنه وی که هغه هر چا کړی وی. که یو یهود یا کافر یو مسلمان په ناحقه ووژنی، نو بیا د نړۍ مسمانان مرګ په کفر او یهود چیغی وهی ولی که پخپلو کښی هر څومره سره ووهو او ووژنو، نو بیا دا هیڅ خبره نه ده الایده وایو چی دا جهاد دی.

نو بلاخره راځم اصلی خبري ته او هغه دا چی: دا چی نن په اسلامي هیوادونو کښی داسی ګډوډي او بدبختی روانه ده لامل یی یوازی او یوازی بی اتفاقی ده. یو مسلمان بل مسلمان ته کوهی کندی. یو مسلمان د بل مسلمان د وژلو لپاره د یو کافر سره لاس یو ځای کړی. یو مسلمان پاڅیږی خپله خور، مور او داسی نور په بی رحمانه ډول وژنی. غلطی په موږ کښی ده. ستونزه زمونږ ده او مونږ پخپله رامنځته کړی د خپل ځان د کړاو او تکلیف لپاره.

نو د دی ټولو ستونزو د منځه وړلو لپاره، اتفاق، اسلامی وحدت، پاک نیت، اسلامی ورورګلوی، او داسی سیاسي نظام ته اړتیا ده چی د یو بل اړتیاوی پکښی پوره او حقوقو څخه یی برخمن واوسی.

د ټولی نړۍ د مسلمانانو د یووالي په هیله

طارق جهان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *