د اسعارو جګړه یا Currency War هغه حالت دی کله چې هېوادونه غواړي د رقابتي اقتصادي ګټو د لاس ته راوړلو په موخه د نورو پر وړاندې د خپلو اسعارو د تبادلې نرخ راښکته کړي.
دا جګړه هغه وخت رامینځته کیږي کله چې یو هېواد د اقتصادي ګټو د لاس ته راوړلو په موخه د خپلې کرنسۍ د تبادلې نرخ کموي چې د نورو پر وړاندې د خپلې کرنسۍ د تبادلې د نرخ کموالي په رقابتي ډګر کې د نورو څخه د مخکي والي په معنا دی، ځکه خو په دغسې حالاتو کې نور هېوادونه هم په سیالۍ کې د مخکي والي په موخه په یو غبرګون کې د خپلو اسعارو ارزښت ښکته کوي.
په دغسې حالاتو کې ټول هېوادونه د تبادلې د نرخ په کموالي کې یو له بل سره سیالي کوي او بالاخره دا چاره د اقتصادي بې ثباتۍ لامل کیږي.
له لوستونکو سره به پوښتنه وي چې هیوادونه ولې په لوی لاس د خپلو اسعارو ارزښت کموي؟ په ځواب کې یې باید ووایو چې د کرنسۍ د تبادلې د نرخ د کموالي له امله د یو هېواد صادرات د نورو هېوادونو لپاره ارزانه تمامیږي او له دې لارې د یو هېواد د صادراتو کچه لوړیږي. له بله اړخه، کله چې د یوه هېواد کرنسي د نورو په پرتله ټیټ ارزښت ولري نو په هغه هېواد کې د وارداتي توکو قیمتونه لوړ وي چې دا چاره د مجموعي تقاضا د لوړوالي له لارې اقتصادي پرمختګ او خوځښت ته لار هواروي.
ډېری وختونه هېوادونه هڅه کوي چې د خپلې کرنسۍ نرخ لوړ وساتي. د کرنسۍ د تبادلې د لوړ نرخ له امله وارداتي توکي ارزانه تمامیږي. د دې تر څنګ د تبادلې ټیټ نرخ انفلاسیوني حالت رامنځته کوي ځکه وارداتي توکي ډېر قیمته او مجموعي تقاضا زیاته وي، خو د اقتصادي ځوړتیا پر مهال د انفلاسیوني حالت رامینځته کېدل کومه ستونزه نه ده ځکه دا چاره ممکن د اضافي تقاضا له امله وي چې پوره کول یې د اقتصادي تحرک لامل کیږي.
د یوه هېواد مرکزي بانک او د پولي سیاستونو نور سمبالوونکي د سود د کچې د کموالي له لارې کولای شي چې د کرنسۍ ارزښت را کم کړي، ځکه د سود د کموالي په حالت کې وګړي له ځان سره د پیسو ساتلو ته لیوالتیا نه ښایي او دا چاره په جریان کې د ډیرو پیسو شتون ته لار هواروي. له بله اړخه د نوي بانکنوټونو چاپ کول هم د پیسو د عرضې د زیاتوالي لامل کیږي چې له امله یې د پیسو ارزښت هم کمیږي.
د نورو هیوادونو د شتمنیو رانیول هم د هغه هیواد په مقابل کې د کورنۍ کرنسۍ د ارزښت د کموالي لامل کیږي. د بیلګې په ډول که یورو زون امریکایي شتمنۍ رانیسي نو ښکاره ده چې د ډالر په وسیله به یې رانیسي، په دغه حالت کې د یورو زون له لوري ډالر ته تقاضا زیاتیږي او پر یورو د ډالرو د تبادلې او عرضې د زیاتوالي له لارې د یورو ارزښت د ډالر په مقابل کې رالویږي.
په چین باندې د امریکا له لوري دا تور دی چې په مصنوعي ډول د چینایي ین ارزښت ټیټ ساتي تر څو یې د تل لپاره سوداګریز بیلانس مثبت وي. د اړتیا پر مهال چین د خپلې کرنسۍ (ین) په وسیله امریکایي ډالر رانیسي او له خپلې کرنسۍ په پرتله د ډالر ارزښت په مصنوعي ډول ډیر لوړ ساتي.
د کرنسۍ د ارزښت ټیټول ستونزې هم زیږوي چې د بیلګې په توګه یې د اقتصادي بې ثباتۍ له امله د سوداګرۍ او پانګونې د کمښت څخه یادونه کولای شو. د دې تر څنګ، د پیسو زیات چاپ کول په راتلونکي کې د انفلاسیون د رامینځته کیدو لامل کیږي خو له دې ستونزو سره سره ځینې وګړي ادعا کوي چې د کرنسۍ د ارزښت کمول دومره ویروونکي خبره نه ده بلکې د اقتصادي ځوړتیا پر مهال دا چاره کولای شي هیواد له بحراني حالت څخه وباسي.
بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۳۳) ګڼه\ چارشنبه\ثور\ ۱۶\ ۱۳۹۴