اسدالله مبارز

پیسي یا پولي واحد د اجناسو او خدماتو د تبادلي وسیله ده چې د توکو او خدماتو په پلورلو او پیرلو کې د وسیلي په شکل استعمالیږي، او یا پولي واحد هغه قانوني سند دی کوم چې د اجناسو او خدماتو د اخیستلو او خرڅولو لپاره استعمالیږي.

پولي واحد چې پخپله هیڅ ارزښت نلري خو د قانوني او ټول منلی سند په د راکړي ورکړي ترمنځ وسیله ګرځولي شویده.

که د اسعارو تاریخ ته وکتل شي نو په لومړیو کې خلکو راکړه ورکړه په مالونو او سامانونو سره کوله او د اړتیا په موخه به یې مالونه یو له بل سره بدلول، څوک به چې کوم شي ته اړ وو نو خپل یو مال به یې بل ته په ورکولو، دغې سیسټم تر          ویل کیږي. (Barter Systemډیره وخته وه کوم ته چې بیع معایضه یا (

د وخت په تیریدو سره په دې سیسټم کې یو لړ مشکلات راپیدا شول لکه د سامانونو یا مالونو لیږد او په یو ځای کې د یو شي کمښت، هماغه وو چې د سرو او سپینو زرو سیسټم رامنځ ته شول، خلکو بیا راکړه ورکړه په سرو او سپینو زرو کوله، وروسته خلکو د سرو او سپینو سکي جوړول پیل کړل چې اجازه یې هر چاته وه، دغې سیسټم ته یې (قاعةالذهب) ) او په پښتو کې طلایي معیار بلل کیدل، خلکو خپل د اړتیا وړ شیان په سرو او سپینو زرو اخیستل،Golden Systemیا(

دا چې په یو ځای کې به د یو شي د کمښت سره خلک مخ شول نو په بل ځای ته به یې له ځان سره سره او سپین زر له ځانه سره وړل چې اکثره به غلو او ډاکوانو په لاره شکول او ورسره زر به یې ترې هم غلا کول، هماغه وو چې خلکو صرافانو سره خپل سره او سپین زر د امانت په توګه ایښودل پیل کړل او له هغوی څخه به یې سند اخیستل، د وخت په تیریدو سره خلکو راکړه ورکړه د صرافانو له خوا په ورکړل شوو سندونو شروع کړه، او اوسنی روپۍ چي یو سند دی د همدې ځای څخه مروجې دي.

د اسعارو او بانک تاریخ له همدي ځایه پیلیږي هغه داسي چې اوس بانک د صرافۍ کار کوي او سند یې د پیسو په ځای استعمالوي.
که افغانیو ته ځیر شو واضح یې پرې لیکلی چې ( ددې سند لرونکي ته وعده ورکوي چې د غوښتنې په وخت لس افغانۍ ورکړي).

دا چي هر هیواد ځانته خپل پولي واحد لري (پرته له یورپې یونین هیوادونو چې په ټولو کې یورو استعمالیږي ) نو په کار ده چې د هغي په بیو کې د کمښت یا ډیرښت په وخت کې سیستم ولري.

لاندي دري سیسټمونه تر اوسه په ټوله نړۍ کې په مختلفو وختونو کې کارول شوي، راځۍ هر یو په تفصیل سره درمعرفي کړم.

)Fixed Exchange Rate System۱ـ د ثابت بیې سیسټم یا (

فکسډ ایکسچینج ریټ یا د ثابت بیې سیسټم د اسعارو د تبادلې هغه سیسټم ته ویل کیږې چې یو هیواد پکې خپل پولي واحد د نورو هیوادونو د پولي واحدونو په مقابل کې ثابت وساتي، په دې معني چې د نورو هیوادونو د اسعارو د نرخونو په لوړیدو یا ټیټیدو سره د هیواد په پولي واحد کوم اثر ونلري او که یې لري هم په نشت حساب وي.

که د کوم بل هیواد پولي واحد د بیو په لوړیدو یا کمیدو سره کوم توپیر ونه مومي لکه د چین یان چې د هیڅ کوم هیواد د پولي واحد په لوړیدو او کمیدو سره بیې هیڅ تغیر نه مومي،

که د هیواد تولیدات زیات وي او ورسره د پولي واحد بیه یې کمه خو فکسډ (تغیر نه موندونکي) وساتي صادرات به یې زیات شي کوم چې د هیواد اقتصادي وده ګڼل کیږي.

(هم وایې، خو  په ځینو کتابونو کې بیا فګډ سیستم له pegged system د پولي واحداتو د تبادلي فکسډ سیستم ته )

له فکسډ څخه بیل ګڼې خو په اکثرو کې یو شان سیسټم دی،

د پولي واحداتو د نرخونو د ټاکلو په موخه د هیوادونو تر منځ ځینې تړونونه شوي دي چې هر یو یې تشریح کوو.

(Bretton Woods Agreement ۱ـ د بریټن ووډز تړون )

په ۱۹۴۴ میلادي کال کې د بریټن ووډز تړون چې د ۴۴ هیوادونو څخه پکې ۷۳۰ نماینده ګانو برخه لره په امریکي کې تر سره شو په کوم کې چې په ټولو اسعارو بیې د نورو اسعارو په مقابل کې وټاکل شوي او پریکړه وشوه چې د هیڅ کوم هیواد پولي واحد د نورو په وړاندي د یو فیصد څخه زیاتیدی یا کمیدی نشي.

په یاد تړون کې د اسعارو بیې د سرو او سپینو زرو د ارزښت په مناسبت وټاکل شوي، د بیلګي په ډول یو امریکایي ډالر د ۱ پر ۳۵ اونس سره مساوي وټاکل شول.

د بریټن ووډز د تړون شرطونه د ۱۹۷۱ میلادي کال پوري په ټولو هیوادونو کې پلي کیدل، چې دغي مودې ته د بریټن ووډز زمانه هم ویل کیږي، خو د امریکا نړیوال اقتصاد د خساري سره مخ شو، هغه داسي چې امریکایې ډالر د نورو اسعارو په وړاندي ښورا زیات ارزښت درلود او هیڅ ملک نه غوښتل چې د امریکې څخه اجناس یا توکي را وارد کړي، د امریکا واردات د صادراتو په پرتله زیات شول نو د امریکې اقتصادي وده په کمیدو شوه، هماغه وو چې امریکا د بریټن وُډز تړون  تړون یې سره لاسلیک کړ.SmithSonian غړې هیوادونه بیا راوغوښتل او د

Smithsonia Agreement۲- سمیت سونین تړون

د سمیت سونین تړون چې په کال ۱۹۷۱ میلادي کال کې ترسره شول د بریټن ووډز تړون په شرایطو کې تغیرات راوستل او بیا یې د غړو هیوادونو له لوري پلي کیدل ومنل شول.

د سمیت سونین په تړون کې امریکایې ډالر بیه د نورو اسعارو په مقابل کې ۸ فیصده ټیټه کړای شوه تر څو بهرني هیوادونه له امریکي څخه په کمو نرخونو توکي واخلي، په یاد تړون کې پریکړه وشوه چې له دې وروسته هر پولي واحد د نورو په مقابل کې تر ۲.۵ فیصده پوري لوړیدی یا کمیدی شي.

امریکا یو وار بیا د خپلې شخصي ګټو په خاطر یو وار بیا د سمیت یونین تړون غړي هیوادونه راوغوښتل او د خپلو ډالرو بیې یې لا پسې وغورځولي، هماغه وو چې وروسته هیڅ هیواد د هیڅ تړون پریکړي پلي نکړي.

Freely Floating Exchange rate system۲-

د اسعارو د تبادلي په دې سیسټم کې نرخونه د مارکیټ د دوه اساسي قوو په اساس ومنل شوي، داسي چې که د کوم پولي واحد تقاضا د نورو په وړاندي زیاته او عرضه یې کمیږي نو نرخ یې هم ورسره باید زیات شي او کم تقاضا یې د نورو اسعارو په وړاندي کمه او تقاضا یې زیاتیږي نو نرخ یې باید د نورو اسعارو په وړاندي کم شي.

په یاد سیسټم کې پولي واحد د حکومت د مداخلي آزاد پریښودل شو.

Managed Float Exchange rate System۳-

) د اسعارو د تبادلي د نرخونو د ټاکلو په موخه Managed Float Exchange rate system نن سبا په ډیرو هیوادونو کې (

استعمالیږي په کوم کې چې د هیواد پولي واحد د مارکیټ په دوه اساسي قوو (تقاضا او عرضه) په بنسټ نرخ ټاکنه کیږي او هم په کې د حکومت مداخله موجوده وي، هغه داسي چې د اړتیا په وخت کې حکومت پخپله خپل پولي واحد یا لوړ یا کم کړي.

هغه لاملونه کوم چې د هیواد د پولي واحد په بیو تأثیر کوي

(Demand and Supply دا چې وړاندي مو وویل چې اکثره هیوادونه نن سبا د اسعارو بیې د مارکیټ په تقاضا او عرضي)

پر بنأ ټاکي، نو هغه لاملونه څیړو، کوم چې عرضه او تقاضا د یو هیواد پولي واحد په وړاندې زیاتوي یا کموي.
‍(Inflation۱- انفلاسیون)

د کومي راهسي چې د نړیوالتوب نظریه په نړۍ کې پیاده شوي نو د هیوادونو تر منځ راکړه ورکړه مخ په زیاتیدو شوي، له همدي امله په یو هیواد کې د انفلاسیون یا د اجناسو په بیو کې تغیروالی په راکړه ورکړه تأثیر کوي کوم چې د هیواد د پولي واحد په بیو تأثیر غورځوي، هغه داسي چې په کوم هیواد کې د اجناسو او خدماتو بیې لوړیږي نو نور هیوادونه د هغه هیواد څخه واردات کموي، او بل هیواد ته مخه کوي، او د هیواد صادرات کموي.

کله چې له کوم هیواده د اجناسو یا خدماتو د نورو هیوادونو له خوا واردول کم شي، په نتیجه کې یې د هیواد پولي واحد ته تقاضا کمیږي او کله چې د کوم هیواد پولي واحد ته تقاضا کمیږي نو بیې یې د نورو په وړاندي غورځیږي.

(Interest Rate۲- د ګټې نرخ)

که د یو هیواد د ګټې نرخ د نورو په پرتله زیات کړي نو بهرني سوداګر هڅیږي  تر څو پانګونه وکړي، نو په دې سره به د هیواد پولي واحد ته تقاضا زیاته شي او کله چې تقاضا زیاتیږي نو د هیواد پولي واحد بیه د نورو په وړاندي لوړیږي.

(Income ۳- عواید )

که د یو هیواد عواید زیاتیږي نو عرضه یې لوړیږي او د وګړو تقاضا یې د اجناسو او خدماتو په وړاندې زیاتیږي، نو وګړي نورو هیوادونو ته مخه کوي او له د خپلي خوښې توکي رانیسي، کوم چې د کورني هیواد پولي واحد عرضه زیاتوي چې په نتیجه کې یې د پولي واحد بیه د نورو هیوادونو په وړاندي غورځیږي.

(Government Control ۴- حکومتي کنترول )

که کوم هیواد په وارداتو یا صادراتو بندیزونه ولګوي او یا هم د ټیکس په نرخ کې کمښت یا ډیرښت راولي نو پولي واحد بیې یې ورسره تغیریږي، هغه داسي چې که چیرته د عوایدو د ډیرښت سره په وارداتو بندیز ولګوي نو وګړي به یې کورني تولیداتو ته مخه کړي چي په نتیجه کې به یې د پولي واحد بیه لوړه شي.

)Expectations۵- توقعات (

که د کوم هیواد د ګټې د نرخونو د زیاتیدو د ډیرښت او یا هم د ټیکس او بندیزونو د کمښت توقعات وي، نو بهرني او داخلي سوداګر دواړه هڅیږي تر څو په یاد هیواد کې پانګونه وکړي تر څو ګټه وکړي، کله چې بهرني سوداګر هڅیږي او په یاد هیواد کې پانګونې ته زړه ښه کوي نو د یاد هیواد پولي واحد تقاضا زیاتیږي چې په نتیجه کې یې د یاد هیواد د پولي واحد بیې د نورو په وړاندي لوړیږي.

اسدالله مبارز

د اداري او تجارت پوهنځي د وروستي کال محصل

نړیوال اسلامي پوهنتون اسلام آباد

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *