یوه د اعتماد رایه یادېده، بله د عدم اعتماد ـ دې کې ممتنع او مستنکفې رایې هم وې، خو اوس ولسي جرګې د قناعت او عدم قناعت رایې هم را وېستې، چې تعریف یې تردې دمه د پارلماني سیستم په ډکشنري کې نشي موندل کېدای.
ددغه ټکي یا لغت د جوړونکي او مخترع نوم او پته ناڅرګنده ده، دا چې د علمي او څېړنیزو اختراعاتو په لړ کې به دغه نوښت د چا غاړې ته هار، د چا د پوزې پېزوان ګرځي تر اوسه د راز خبره ګڼل کېږي.
که اکسفورډ د خپلې ډکشنرۍ نوی ایډیشن چاپاوه شونې ده د دغه لغت معنی پاموړ وګڼي…
د قناعت او عدم قناعت رایې د اعتماد او عدم اعتماد له رایو وړاندې صندوقانو ته غورځول کېږي، مانا دا د اعتماد رایې مقدمه یا سریزه او د همېش خلیل په وینا پیش نامه ده.
د یو میلیون پوښتنه داده، هغوی چې د قناعت او عدم قناعت رایو کې د قناعت برید پوره نکړای شي څرنګه کولای شي د باور رایه ترلاسه کولای شي…؟
د ولسي جرګې یوه غړي ددې لپاره د یو دوو میلمستاوو خبره وکړه ـ خو دومره اسانه هم نه ده چې دغه میلمستیاوې د پلوونو، چرګانو نه، بلکې د نوټونو د بنډولو دي او په دغسې معاملو کې سکه رایج الوخت ډالر شریف دی ـ دا داسې سکه ده چې نه ایمانونه ورته ټینګېدای شي، نه ضمیرونه…
د پارلمان دننه چې د اسعارو کوم مارکېټ یا صرافه بازار لګېدلی او د ایمان او ضمیر سوداګري یې غوړولې، شهزاده سرای او چوک یادګار نشي پسې رسېدای.
هورې صرافان میاشت کې دومره نشي ګټلی لکه د پارلمان د اسعارو مارکېټ کې چې د یوه وزیر په استیضاح، د خپلې استهزا په بیه ښاغلي استازي ګټلی شي.
د اسعارو ددغه مارکېټ نرخ ناڅرګند دی ـ که د قناعت او عدم قناعت رایې چې ددغه پارلماني دورې لاس ته راوړنه ده، یو وزیر ونشي ګټلای او له امله یې استیضاح شي ـ له واره د باور رایې ګټلی شي ـ بس دوو دریو ورځو کې دغه سودا د خپلې خوښه بیه ترلاسه کولای شي.
عام وګړي نه چې ځینې لوستي هم د استیضاح او استهزا پر توپیر او تلفظ سر نشي خلاصولی ـ د پارلماني چارو یوه پخواني وزیر کله هم دغه ټکی سم نشوای ویلی.
یوه هېوادوال له آزادۍ راډیو پوښتنه وکړه، چې استهزا خو د سپکاوي مانا لري ـ که څه هم ده ته د استیضاح او استهزا پر توپیر لیکچر ورکړل شو، خو حقیقت کې دغه استیضاح په رښتیا د پارلمان او حکومت استهزا رامنځته کړې، چې د ولسي جرګې د استیضاح غونډې یو پر بل پسې استهزا را خېژي. د وکیلانو، وزیرانو دواړو پوزو کې یې د شرم پېزوانونه اچولي چې دوی لګیا دي د یو بل لمن پر سر وراړوي…
د مالیې وزیر په وینا د ولسي جرګې غړو زرګونه عریضې ورکړي، چې ګمرکاتو کې یې د خپلو نازولو ټاکنې یا دې ورته امتیازات غوښتي، دغسې یې یو شمېر وکیلان د اوړو او شرابو په قاچاق هم تورن کړل…
ورته خبره د کورنیو چارو پخواني وزیر د ملي امنیت شورا ته یاده کړه، چې له امله یې سمدستي استیضاح او باور له رایې بې برخې کړای شو.
یوه بله دوه میلیوني پوښتنه دا چې ښاغلی زاخېلوال دوه واره د ولسي جرګې له استیضاح روغ رمټ، صحي ووت ـ خو جنرال مجتبی پتنګ دغسې فلمي بری ونشوای ګټلی ـ ددې یو ځواب خورا آسان خو بل خورا ګران دی. آسان دا چې ښاغلی زاخېلوال مالیې وزیر او جیب یې ډک دی، خو جنرال پتنګ لکه حاجي صاحب دین محمد د تش لاس په دښمنی اوښتی و، چې افغانستان کې همېشه ډک جیب ګټلې ده.
د جنرال پتنګ په خبره دی په پیسو نه و وزیر شوی ـ دا سمه ده چې یو نیم بې پیسو هم وزیر کېدای شي ـ خو بې پیسو د وزارت مقام نشي ساتل کېدای.
د ولسي جرګې په بازار حسن (هیرا منډیي) کې د هغوی برخه خواره ده چې جیب کې ټنګه ګرځوي، خو ډګه د خره….
د امیر لالي په وینا، ولسي جرګې یا وکیلانو خپل ځان وشرماوه ـ ځینې ځان شرموي، ځینې قام ـ ولسي جرګې له ځان سره قام هم په شرم کې ډوب کړ.
دا لیکنه په محور ورځپاڼه کې خپره شوې.