لیکوال: مفتي محمد حسان کلیم
ژباړن: کامران ملک –
د نورو بانکونو په څېر اسلامي بانکونه هم د خلکو پیسې اخلي او څرنګه چې نور بانکونه د خلکو امانت کې اېښودل شوو پیسو باندې کاروبار کوي همدارنګه اسلامي بانکونه هم پرې د ګټې او تاوان په اساس تجارت کوي. بانکونه چې کومې پیسې د ګټې لپاره په کار اچوي او پرې پیسې ګټي، ګټه یې له هغه پیسو زیاته وي کومه چې امانت دارو یا ذخیره کوونکو ته ورکوي، بانکونه بیا په یادو پیسو خپل مصارف پوره کولو ترڅنګ خپله ګټه هم اخلي او پاتې یې امانتدارو ته ورکوي.
دلته د اسلامي او غیر اسلامی بانکونو ترمنځ فرق دا دی چې غیر اسلامي بانکونه پورته کارونه د قرض او سود پر بنیاد ترسره کوي یعنی د امانتدار (امانت ایښودونکي) پیسې له بانک سره د قرض په توګه پرتې وي. او بانک باید د یادو پیسو ترڅنګ سود هم په مشخص وخت کې بېرته ورکړي او په همدې توګه بانک چې کومې پیسې مشتري ته د استعمال لپاره ورکوي دا هم پر هغوی قرض وي چې یو څه موده وروسته به اصلي پیسې سره له سود سره باید بیرته ورکړي، بانک چې د دوی د کاروبار یا امانت شیانو څارنه کوي او دا کار ځکه کوي چې اطمینان حاصل کړي چې د استعمالوونکي په ملکیت کې داسې اساسات ( د ضمانت لپاره) وي چې د ضرورت پرمهال ورته بانک ورکړي قرض پرې ورکړل شي. خو اسلامي بانکونه بیا په مضارت کې د خپل مشتري نه پیسې اخلي چې د امانت کېښودونکي مثال د رب المال او بانک د مضارب په توګه کار کوي. بانک د رب المال پیسې مخکې د کاروبار لپار استعمالوي، هغې کې د مصارفو وروسته ګټه د ټاکل شوې تناسب مطابق سره خپلو شریکو تر منځ وېشي، که چېرته د بانک د غفلت پرته کاروبار نقصان وکړي نو بیا شریکوان هم په تاوان کې شریک دی. اسلامي بانک د خپل مشتري نه د مضاربت په بنیاد اخلي او بیا یې په داسې کاروبارونو کې لګوي چې شرعي وي او سود پکښې نه وي.
ایا یو بانک اسلامي کېدای شي؟
دا یو عامه پوښتنه ده چې ایا د بانک چارې په اسلامي طریقه امکان لري؟ دا سوال ځکه پیدا کېږي چې د بانک تصور د یوې داسې مالي اداری دی کومه چې د امانتدارو (پیسو ورکوونکو) او استعمالوونکو ترمنځ د یوه بل کار ترسره کوي. یوطرف په کم سود پیسې واخلي او په زیات سود یې بیرته ورکوي، او دا کار د کاغذي کار پرته څه خاص کار ندی او خپله په هیڅ کاروبار کې د مشغولیدو وروسته څه خاصه خطره نه ګالي نو په داسې حالت کې دا څرنګه اسلامي حالت اختیارولاۍ شي؟ ددې سوال ځواب داسې کېدای شي چې اسلامي بانک هیڅکله هم د یوې منځګړي مالي ادارې په توګه کار نشي کولای بلکه ددې خو یو طرف ته د ترلاسه شوې ګټې یوه محدوده فیصدي امانتدارو ته ورکول وي او بل طرف ته چې کومې پیسې په کاروبار کې لګوي له هغې سره هم اړیکه لري، او اسلامي بانک د غیر اسلامي په څیر کاغذي کار باندې کار نشي کولی.
په اسلام کې د منځګړي مالي ادارې تصور
په غېر اسلامي بانکونو کې مالي منځګړیټوب دقرض او سود پربنیاد ولاړ وي نو ځکه ددې د ناجایز کېدو په هکله هیڅ شک نشته، دا که د قرض او سود پرځای د مضاربت یا وکالت پراساس مالي منځګرتوب وي نو دا جایزه ده. د مضاربت په اساس داسې کیدای شي چې د امانتدارو څخه د مضاربت په توګه پیسې امانت واخستل شي او بل چاته په مضاربت ورکړل شي او د وکالت په صورت کې داسې کیدای شي چې د سرمایی مالک نه پیسې په سرمایه ګذاری کې د مصرفولو لپاره د وکیل په توګه واخستل شي او د وکالت ددې معاملې لپاره څه اجورت وټاکل شي، بیا سرمایه د سرمایدار د سرمایی مطابق او یا کوم ګټور کاروبار کې ولګول شي، کومه ګټه چې ترلاسه شي د اجورت وېستلو وروسته وویشل شي او پاتې پیسې اصلي سرمایه ګذار ته ورکړل شي. د وکالت او مضاربت په دواړه صورتونو کې د سرمایه ګذارۍ لپاره فقط مضاربت یوه طریقه نده بلکې که مضارب یا وکیل ته د سرمایه ګذار له طرفه اجازه وي نو هغه د دې پرځای چې پیسې مخکې په مضاربت ورکړي کولای شي خپله یې هم واخلي او یا خرڅ کړي او هم پرې کرایه او مالي منځګړتوب کولای شي.
د مالي منځګړتوب طریقه داسې ده چې د قرض ورکوونکو نه پیسې واخستل شي او قرض اخستونکو ته ورکړل شي، د دواړو قرضو باندې د سود فرق د منځګړي ګټه وي او بانک په خپل ګټو کارونو کې همدغه مالي منځګړتوب څخه استفاده کوي.
شرکت او د نورو په معامله کې ترلاسه شوې ګټې رب المال ته فایده ورکولای شي، اسلامي بانک فقط (مالي منځلاریتوب کوي) او د خپلو امانتدارو نه د ترلاسه شوې سرمایې ضمانت نه کوي او نه په هغې د کومې مشخصې ګټې وعده کوي، اما د خپل امانتدارو سرمایه په پوره احتیاط او امانتداری سره په جایزه او حلال تجارت کې مصرفو او د هغې د ګټې یوه مشخصه فیصدي ورکولو وعده ورسره کوي.
د اسلامي او غیر اسلامی بانکونو ترمنځ لاندې توپیرونه په نښه کولای شو:
۱. د اسلامی بانک د امانتدارۍ خوا (ډیپازټرز سایډ) د مضاربت او د غیر اسلامی بانک د امانتداری خوا (ډیپازټرز سایډ) په په قرض ولاړ وي او دوی ته ورکړل شوې ګټه سود وي.
اسلامي بانک د خپلو امانتدارو نه ترلاسه شوې پیسې (او د خپلو مالکانو سرمایه) د اسلامي طریقې (یعني جایزې) لارې خلکو ته ورکوي اما غیر اسلامي بانک بیا دا کار د قرض پراساس کوي چې ګټه یې بیا سود دی.
۲. په اسلامي بانک کې د بانک او امانتدار رابطه د مضارب او رب المال وي او د پیسو استعمالوونکو (یوزر اف فنډ) سره رابطه د مختلفو وعدو پراساس وي، کله د مضارب او رب المال، کله د شریک، کله د اخیستونکې او خرڅوونکې او کله د مالک او کرایه دار…
ددې برعکس غېرې اسلامي بانکدارۍ کې د امانتدار سره رابطه د (ډیپازټر سایډ) خپل د امانتدار( ډیپازیټر) سره رابطه دا وي چې امانتدار قرض ورکوونکې او بانک قرض اخستونکې دی، او د بانک د پیسو استعمالوونکې سره تعلق داسې وي چې بانک قرض ورکونکې او مصرف کوونکې او استعمالونکې یې قرض اخستونکې وي،
۳. ترڅو چې یو اسلامي بانک د امانتدار سره د دواړو ترمنځ په خپلې وعدې وفا وکړي او په کاروبار کې غفلت، یا قصدي غلطي ونکړي نو په هر حال کې د امانتدار پوره پیسې واپس کول نشته لکه د کوم حقیقي نقصان په صورت کې د امانتدار په سرمایه کې کمی کیدای شي چېرته چې غیر اسلامي بانک د وعدې مطابق خپل امانتدار ته باید پوره پیسې بېرته ورکړي.
۴. په اسلامي او غیر اسلامی بانک کې یو فرق داسې هم ګڼل کیږي چې اسلامي بانک په بنیادي توګه د سرمایی مصرف (کاسټ او فنډز) نه لري ځکه چې اسلامي بانک خپل امانتدار سره د کمې یا زیاتې ګټې مقدار یې نه وي معین کړی بلکه څومره حقیقي ګټه چې ورته د سرمایې وروسته کیږي، هغه بانک له اوله د خپل او امانتدار ترمنځ په ټاکل شوي ګټې مطابق ویشي. اما غیر اسلامي بانک بیا د ګټې څه خاص مقدار خپل امانتدار ته نه ورکوي چې د هغې د سرمایی مصرف (کاسټ او فنډز) دی.
۵. د اسلامي او غیر اسلامي بانک ترمنځ یو عملي فرق دا هم دی چې غیر اسلامي بانک کله چې هم چاته سرمایه ورکړي نو د ګټې وخت د مدت له اعتباره کوي، که زر پیسې ورکړي نو کمه او که وخت ډیر واخلي نو ګټه ډیره ورکوي- اسلامي بانک هم وخت مشخصوي اما په مخکې یا وروسته پیسو ورکولو باندې د ګټې فیصدي کمیږي یا زیااتیږي نه.