بانک پیژندنه
بانک کلمه د ایټالوۍ ژبې له بنکو (Banco) څخه سرچینه اخلي چې د (Desk/Bench) میـز په معنا دی. داسې ویل کیږي چې ایټالیا کې به صرافانو خپلې راکړې ورکړې او معاملې د یوه میز پر سر چې په شین پوښ به پوښلی وو ترسره کولې، چې وروسته بیا دغه کلمه د انګلیسي ژبې بینک کلمې ته واوښته. ځینې اقتصاد پوهان په دې نظر دي چې بانک کلمه د جرمن ژبې له بیک څخه اخیستل شوې چې د مشترکې پانګې معنی لري. لکه څرنګه چې بانکونه مختلفې دندې لري همدا راز اقتصاد پوهان هم د بانک د تعریف اړوند مختلف نظرونه لري، چې مونږ یې دلته په ساده الفاظو داسې تعریفولای شو.
سودي بانک هغه مالي اداره ده چې د خلکو ترمنځ د یوه منځګړي رول پر مخ بیایي، هم له خلکو پور اخلي او هم یې ورکوي. په دې شکل چې د ډیرو پیسو لرونکي خلک خپلې اضافي پیسي (د سود تر لاسه کولو په موخه) بانک ته په پور ورکوي او بالمقابل بانک بیا په دغو پیسو بل ځای په خپله خوښه پانګونه کوي او یا یې نورو اړو خلکو ته په پور ورکوي. البته بانک له خلکو څخه په ټیټ نرخ (کم سود) پور اخلي او بیرته یې په اوچت نرخ (زیات سود) په پور ورکوي چې د دواړو نرخونو ترمنځ فرق بیا د بانک لپاره ګټه ګڼل کیږي. د مثال په ډول بانک له خلکو څخه په ۱۲٪ سود ورکولو پور اخلي او بیرته یې په ۱۵٪ سود اخیستلو نورو ته په پور ورکوي چې د دواړو نرخونو ترمنځ فرق ۳٪ د بانک لپاره ګټه ګڼل کیږي.
د دې ترڅنګ بانکونه ځینې نورې دندې او مالي خدمتونه هم تر سره کوي، لکه د امانت په توگه د پيسو ترلاسه کول او خوندي ساتل، له یو ځای څخه بل ځای ته د سرمایې لیږد رالیږد، د مهمو اسنادو او قیمتي اشیاوو خوندي ساتنه، وکالت کول یا د مشتریانو پرځای اخیستل او خرڅول، د مشتریانو ضمانت کول او داسې نور. په دې شکل بانکونه د یوه ملک په مالي نظام او اقتصادي کړو وړو کې ډیر مهم او اساسي رول لوبوي؛ ځکه نو د هر هېواد بانکونه د اړوند هېواد د مرکزي بانک له لورې اداره کیږي چې د هېواد په دولت پورې تړلی بانک ګڼل کیږي.
اسلامي بانک هغه مالي اداره ده چي ټول معاملات یې د شرعی احکامو پر بنسټ تر سره کیږي. په دغه بانکي سیستم کې د سود ورکولو او اخیستلو پرځای د پانګونې اسلامي طریقې کارول کیږي، دغه بانکونه یا خو په عملي ډول د مشارکت پر بنسټ له خپلو مشتریانو سره کاروبار کې برخه اخلي او یا هم د مختلفو مشتریانو د ګډې سرمایې د اداره کوونکي په توګه کار کوي، اسلامي بانکونه د اسلام د اصولو مطابق په مختلفو ځایونو کې څو اړخیزه پانګونه کوي، د بانک او مشتریانو ترمنځ د ګټې او تاوان فیصدي ټاکل کیږي، بالاخره د ټاکلې مودې په پای ته رسیدو سره ګټه او تاوان د بانک او مشتریانو ترمنځ د ټاکلې فیصدۍ له مخې ویشل کیږي. د پانګونې یا سرمایهګذارۍ اسلامي طریقې لکه مشاركه، مضاربه، مرابحه، بيع سلم، بیع استصناع، بيع موجل، اجاره او داسې نور دې چې وروسته به مفصل بحث پرې وشي.
د اسلامي او مروجه بانکونو ترمنځ په عملي او نظري شکل یو لړ اساسي فرقونه موجود دي چې د دواړو تر منځ واټن ایجادوي. حال دا چې اساسي وظیفه د دواړه ډوله بانوکونو یوه ده، دواړه ډوله بانکونه د خلکو اضافي پیسې راټولوي او بیرته یې په اړو خلکو ویشي، صرف د پیسو ټولولو او بیرته ویشلو یا کار کولو طریقې یې متفاوتې دي.
د اسلامي او مروجه بانکونو تر منځ اساسي فرق د سود موجودیت دی، چې په مروجه بانکونو کې اکثر معاملات د سود پر بنسټ تر سره کیږي، خو په اسلامي بانکونو کې بیا د سود پرځای د اسلامي پانګونې طریقې کاروي چې واړه کړنې یې د اسلامي شریعت له اصولو سره برابرې وي، یعنې ټول اسلامې بانکونه مکلف دي چې خپلو مشتریانو ته د بانکي خدمتونو په جوړښت کې د اسلامي شریعت تګلاره غوره کړي او ټول معاملات یې له سود، قمار، ظلم، حرام او ابهام څخه پاک وي.
د دواړه ډولو بانکونو خدمتونه او کړنلارې
جاري حساب (Current Account)
جاري حساب په دواړه ډوله بانکونو کې تقریباً یو شان وي. سودي یا مروجه بانکونه په جاري حساب کې د مشتریانو پیسې د امانت په توګه اخلي او له ځانه سره یې خوندي ساتي. سودي بانکونه د دغه ډول حساب یو څه اندازه پيسو څخه په خپلو بانکي فعالیتونو کې ګټه پورته کوي چې لاسته راغلې ګټه او تاوان یې له مشتریانو سره نه شریکوي؛ ځکه چې دغه حساب د کوم تجارتي فعاليت لپاره نه بلکې یوازې د خوندي ساتلو په موخه بانک ته ورکول کيږی چې بانك بیا د دغه بانكې حساب ضامن دی چې کله هم د مشتریانو زړه وغواړي خپلې پیسې له بانک څخه ویستلای شي. په دغه ډول حساب کې بانک له مشتریانو څخه د چک او داسې نورو مصارفو د پوره کولو لپاره ډیر کم مقدار پیسې هم اخلي.
خو د اسلام له نظره بیا په امانت مال کې لاس وهنه او له هغې څخه ګټه پورته کونه جواز نه لري؛ ځکه نو په اکثرو اسلامي بانکونو کې جاری حساب د «الودیعه» پر بنسټ جمع کیږي. «ودیعه» په دې معنا چې د مال څښتن خپلې پیسې اسلامي بانک ته د امانت په توګه سپاري او ورسره یې د کارولو اجازه هم ورکوي تر څو بانک وکولی شي د جاري حساب له پیسو څخه په خپل کاروبار کې استفاده وکړي، لکه څرنګه چې په مروجه بانکوالۍ کې بانک مکلف و همدا راز اسلامي بانک هم د دغه بانكي حساب ضامن دی او کله هم چې د مشتریانو زړه وغواړي خپلې پیسې له بانک څخه راویستلای شي.
(الودیعه = امانت + د استعمال اجازه)
اسلامي بانکونه مکلف دي چې د اسلام او شریعت د احکامو مطابق په حلال کاروبار کې پانګونه وکړي، په دې معنا چې اسلامي بانکونه هیڅکله هم نشی کولی د جاري حساب پیسې چاته په سود ورکړي او یا یې په حرام یا غیر شرعي کاروبار کې ولګوي؛ خو مروجه بانکونه بیا په خپله پانګونه کې ازاد دي او هر قسم کاروبار کې پانګونه کولی شي. اکثر مروجه بانکونه د جاري حساب پانګه اړو کسانو ته په سود ورکوي او دا هم ممکنه ده چې مروجه بانکونه دې د جاري حساب پانګه په یوه غیرشرعي کاروبار کې ولګوي؛ نو په دې اساس له سودي بانکونو سره د جاري حساب خلاصول هم د ګناه په کار کې همکاري او د الله تعالی له اوامرو څخه سرغړونه کې راتلای شي لکه څرنګه چې الله تعالي په قران کې فرمایلي:
وَلا تَعَاوَنُوا عَلَى الإثْمِ وَالْعُدْوَانِ
ترجمه: په ګناه او نافرمانی کې يوله بله مدد او همکاري مه کوئ (مائده/20)
د پورتني ایت له ویرې او د دې لپاره چې احتیاط مو کړی وي، که چیرې په یو ملک کې اسلامې او مروجه بانکونه دواړه موجود وي؛ نو بیا پکار ده چې د مروجه بانکونو پرځای له اسلامي بانکونو سره حساب خلاص شي.
سپـما حساب (Saving Account)
په جاري حساب کې مو یادونه وکړه چې دغه ډول حساب د بانک لخوا مشتریانو ته د هغوی د پیسو خوندي ساتلو په موخه خلاصیږي. مشتریان له بانک څخه د ګټې تمه نه لري او چې کله هم دوي وغواړي خپلې پیسې له بانک څخه ویستلای شی.
سپما حساب د اقتصادي ستونزو د مخنیوي او د عامو خلکو د هڅونې په موخه پرانستل کیږي، عموماً دغه ډول حساب هغو کسانو ته ځانګړی دی چې عاید یې له مصارفو زیات وي او غواړي چې وخت پر وخت خپلې اضافي پیسې د اینده لپاره له بانک سره ذخیره کړي.
په سپما حساب باندې بانکونه خپلو مشتریانو ته یو څه اندازه سود ورکوي او حساب لرونکي کولی شي د ضرورت په وخت کې خپلې پیسې له بانک څخه وباسي، البته په دغه ډول حساب کې به د مشتریانو لپاره د پیسو غوښتنې محدودې وي، د مثال په ډول حساب لرونکي نشي کولی په یو وار له ۲۵ زرو زیاتې افغانۍ وباسي، یا حساب لرونکي کولی شي په اونۍ کې دوه ځله او په میاشت کې لس ځله له خپل حساب څخه پیسې وباسي، همدا راز په دې اړه هر بانک خپل خپل قوانین لري. د یادونې وړ ده چې اوس مهال دغه راز قوانین د بانکوو ترمنځ د زیاتې سیالۍ له وجهي له منځه تللي، چې اکثر بانکونه په سپما حساب کې د مشتریانو د پیسو غوښتنو لپاره هیڅ ډول شروط نه لري، او مشتریان هم لکه د جاري حساب داسې هر وخت او په هره اندازه له خپل حساب څخه پیسې ویستلای شي.
مګر اکثر اسلامي بانكونه د دغه ډول حساب لپاره بیا د سود پرځای داسلامي پانګونې طریقې (مضاربت) څخه استفاده کوي چې بانک د مشتریانو لپاره د ګډې سرمایې د اداره کوونکي دنده تر سره کوي او په دې توګه بانک په خپله خوښه په شرعي کاروبار کې پانګونه کوي، د ګټې او تاوان اندازه یې ټاکل کیږي او بلاخره په پای کې ګټه او تاوان د بانک او مشتریانو ترمنځ د ټاکلې فیصدۍ له مخې ویشل کیږي. د ضرورت په وخت کې مشتریان کولی شي خپلې پیسې له بانک څخه وباسي او د هرې مودې په پای کې به ګټه او تاوان د اوسط حساب له مخې ویشل کیږي، اوسط حساب په دې معنی چې یو مشتري په اوسط ډول د میاشتي په اوږدو کې څومره پیسې له بانک سره پریښي دي.
د پانګونې حساب (Investment Account)
په معیادي یا د پانګونې په حساب کې بانک له مشتریانو څخه د یوې ټاکلې مودې لپاره پیسې اخلي، بانک حساب لرونکو ته ثابت سود ورکوي او دغه سود بیا د نورو حسابونو په نسبت اوچت وي؛ ځکه په دې ډول حساب کې مشتریان نشي کولی هر وخت او په خپله خوښه له بانک څخه پیسې وباسي. دغه حساب په دواړه ډوله بانکونو کې ډیر توپیر لري.
لکه څنګه مو چې پورته یادونه وکړه، د سودي یا مروجه بانکونو اکثره معاملات د سود پر بنسټ ولاړ وي، په همدې اساس مروجه بانکونه په میعادي حساب کې له خلکو پور اخلي او په مقابل کې یې ټاکل شوی ثابت سود ورکوي. بانکونه له دغو راټولو شوو پیسو څخه په مختلفو ځایونو کې پانګونه کوي او یا یې نورو اړو کسانو ته په اوچت سود ورکوي؛ نو ځکه مشتریان نشي کولي له ټاکلې نیټې وړاندې له بانک څخه پیسې وباسي. یوازې د ټاکلې مودې په پای کې مشتریان کولی شي له بانک څخه خپلې پیسې وباسي او یا یې د بیا پانګونې لپاره له بانک سره پریږدي.
اسلامي بانكونه د دغه ډول حساب لپاره د سود پرځای د اسلامي پانګونې طریقې مشارکت او مضاربت څخه استفاده کوي چې بانک د مشتریانو لپاره د ګډې سرمایي د اداره کوونکي دنده تر سره کوي او په دې توګه بانک په خپله او یا د مشتریانو په خوښه په شرعي کاروبار کې پانګونه کوي، د ګټې او تاوان د فیصدۍ اندازه یې ټاکل کیږي. د مثال په ډول ۶۵٪ ګټه یا تاوان د پیسو مالک ته او پاتې ۳۵٪ به د بانک برخه وي، بلاخره د ټاکلې مودې په پای کې ګټه او تاوان د بانک او مشتریانو ترمنځ د ټاکلې فیصدۍ له مخې ویشل کیږي.
لنډيز: (د اسلامي او مروجه بانکونو ترمنځ عمده توپیرونه)
اسلامي بانکداري | مروجه یا غیر اسلامي بانکداري |
|
|
……..
حشمت الله عتید، نړیوال اسلامي پوهنتون، اسلام اباد.
Really this is very important for people to know Islamic banking.
په قلم مو برکت شه عتيد صیب!
باور وکړئ چې راټول کړي معلومات مو ډير زيات اړين دي او دا ځکه چې د اسلامي هېواد او نظام لپاره د اسلامي بانکدارۍ سيستم د اساس ټکي دي
بيا هم مننه او په دې هيله چې قلم مو روان اوسي