د اسلامي بانکدارۍ کارپوه ‏

د اسلامي بانکدارۍ ګټې لکه د سودي بانکونو باید یوازې د مادیاتو په تله و نه تلل شي، د مادیاتو تر څنګ اسلامي بانکونه یو لړ نورې ټولنیزې ګټې هم لري چې دلته پرې لنډ بحث کوو:

  • مثبت اخلاقي او اقتصادي بدلون

د افغانستان نفوس (99%) سلنه مسلمانان دي، دلته ډیری خلک په سود کې د اخته کیدو له ویرې د بانکونو پر ځای خپلې پیسې له ځان سره ساتي. دغه کړنه د پیسو خوندي ساتلو لپاره یو ګواښ دی او په ټولنه کې د غلا او جرمونو لامل کېدلای شي. له دې پرته، دغه پيښه د اقتصاد له نظره د یوه هیواد پر اقتصادي وضعیت منفي اغیز لري، حتی اسلام هم د پیسو او نورو منابعو د نه مصرفولو او یا له ځان سره د بیځایه ساتلو خلاف دی.

وَيْلٌ لِكُلِّ هُمَزَةٍ لُمَزَةٍ. الَّذِي جَمَعَ مَالًا وَعَدَّدَهُ،

ترجمه: افسوس، هلاکت یا کنده د دوزخ ده هر غیبت ګر او عیب ګر لره. هغه (غیبتګر او عیبګر) چې جمع کوي خپل مال او وار وار یې شمیري.

ولې پورته آیت کې مال ذخیره کوونکي ته عیبګر او غیبتګر ویل شوي؟ دا ځکه، کله چې یوه شخص سره زیات مال ذخیره شي، په دې سره انسان ته د قوت لرلو احساس او باالاخره کبر پیدا کېږي، دغه کبر بیا د دې لامل شي چې انسان له ځان څخه ټیټو خلکو ته په سپک نظر کتل او ملنډې وهل پیل کړي. د سایکالوژي له نظره هم  کله چې یو شخص زیات مال ولري یو ډول کبر ورسره پیدا کیږي او په دې سره د انسان اخلاق او رویه تغیر کوي چې بالاخره د داسې خلکو په موجودیت سره یوه ټولنه له اخلاقي او نورو ورته مشکلاتو سره مخ کیږي.

باید یادونه وشي چې پورته مطلب کې د مال له ذخیره کوونکي څخه مطلب یوازې هغه خلک دي چې د بخل او بیځایه مال ذخیره کولو عادت لري، هدف دا نه دی چې مسلمان باید د مال لاسته راوړلو لپاره کار و نه کړي، ځکه موږ ډیر داسې صحابه کرام لرل چې هم یې زیات مال لاره او هم یې صدقه او ذکات ورکول.

که چیرې اسلامي بانکداري په رښتیني ډول تطبیق شي او د دې جوګه شي چې خلک خپلې اضافي پیسې له دوی سره د امانت او یا هم سرمایه ګذارۍ په توګه وساتي، مسلمان ته به یې تر ټولو مهمه ګټه دا وي چې د سود له کبیره ګناه څخه به خلاص وي، د دې تر څنګ په ټولنه کې به کبر او ورته اخلاقي مشکلات کم شي. له دې پرته، د ټولنې هغه سرچینې (پیسې) چې ډیری خلکو په خپلو کورونو کې غلې ساتلي بازار ته راووځي او ورسره به اسلامي بانکونه پیاوړي شي ترڅو په هیواد کې دننه لویې پروژې او پانګونې پیل کړي، پایله به یې دا شي چې خلکو ته به په خپله ټولنه کې د کار زمینه برابره شي، مالي خدمات به زیات شي او بالاخره په دې سره به د هیواد په اقتصادي وضعیت کې لوی خوځښت او ډینامیزم رامنځته شي. 

  • فساد او جرایم ټیټ ساتل

هر انسان هڅه کوي چې په ټولنه کې له شته سرچینو خپله برخه ترلاسه کړي، په یوه ټولنه کې د فساد او جرمونو تر ټولو لوی لامل د ټولنې د وګړو ترمنځ د سرچینو ناعادلانه ویش دی. ځکه چې محرومیت جرایم زیږوي. باالعکس، کوم ځای کې چې خلکو ته یوه مناسبه مړۍ روزي پیدا کیږي نسبتا هلته غلا، فساد او جرمونه کم وي.

لکه څرنګه چې پورته یادونه وشوه، اسلامي بانکداري سیستم د سرچینو د بیځایه ساتنې مخنیوی کوي، همداراز اسلامي بانکداري سیستم د (خیرات حساب) او داسې نورو ورته اسانتیاوو (تولیداتو) په واسطه د سرچینو په ويش کې خورا مهمه ونډه لري.

د اسلام په اقتصادي نظام کې زموږ د اجتماعي ژوند یو مهم اصل چې هغه د ټولني له بې وزلو سره مرسته  کول دي راژوندی کیږي، کوم چې په سودي بانکي نظام کې ورځ تر بلې ځپل کیږي. لکه په پانګوال نظام کې چې غریب خلک ورځ تر بلې غرقیږي او ماړه خلک  لا پسې چاغیږي. کومه ټولنه کې چې د سرچینو ویش ناعادلانه وي هلته جرمونه زیات وي، ځکه ټیټ خلک مجبور وي چې په ټولنه کې د بقا او یا سیالي کولو لپاره په هر ممکن جرم لاس پوري کړي، او یا هم له مجبوریته د ډیرو کمو پیسو په مقابل کې د مافیایي ډلو د لاس اله وګرځي.

 اګر چې د عوایدو په عادلانه ویش کې د اسلامي بانکونو رول ډیر زیات نه دی، خو بیا هم اسلامي بانکداري سیستم د سودي بانکونو په پرتله دغې پیښې ته یو څه توجه لري.

همداراز، اسلامي بانکونه موږ ته د دې توان رابښي چې د خپلې خوښې وسائل له سود پرته په اسانه او د میاشتني قسطونو په ادا کولو تر لاسه کړو. کله نا کله یو څوک خپلو خواهشاتو ته د رسیدو لپاره چې غواړي په یو وار زیاتې پيسې پیدا کړي په فساد او یا غلا لاس پوري کوي. د بیلګې په ډول، یو عادی عاید لرونکی شخص ممکن د موټر اخیستلو لپاره په اداري فساد لاس پورې کړي، که چیرې اسلامي بانکونه داسې اشخاصو ته د اسانه قسطونو په واسطه د موټر اخیستلو توان ور وبښي، داسې حالت کې ممکن ډیر کم خلک وغواړي په فساد کې ښکیل وي.

لنډه دا چې اسلامي بانکونه کولی شي د منابعو د ویش په واسطه او همداراز د مالي ملاتړ او نورو مختلفو اسانتیاوو له لارې په یوه ټولنه کې د فساد او جرمونو کچه ټیټه وساتي چې د ټولنې په امنیتي حالاتو مستقیم اغیز لري.

  • د ټولنې خیر او ګټې

سودي بانکونو کې د پور ورکولو اساسي شرط د مشتریانو توان یا د پور بیرته اداکولو وړتیا ده چې انګلیسي کې یې (Credit Worthiness) بولي، په دې معنا چې ایا مشتري کولی شي د بانک پور له سود سره یو ځای بیرته په ټاکلي وخت ادا کړي؟ سودي بانکونو ته دا مهمه نه ده چې مشتریان یې له دوی په پور اخیستې پیسې چیرته او څرنګه مصرفوي، ایا حلال کاروبار پرې کوي او که حرام، ایا د مشتریانو کاروبار یې د ټولنې لپاره ګټور دی او که نه. حتی که یو مشتري د شرابو کاروبار لپاره هم پور وغواړي سودي بانک یې پروا نه لري، ځکه هغوی ته مهمه دا ده چې مشتریان یې په ټاکلي وخت سود او اصلي پیسې بیرته ورکړای شي.

باالعکس، د اسلامي بانکونو تګلاره داسې نه ده، هر اسلامي بانک خپله شرعي کمیټه یا (Shariah Board) لري، دغه بورډ یوازې د هغو مشتریانو مالي حمایت لپاره موافقه کوي چې حلال او ټولنې ته د خیر کاروبار ولري. 

  • فقر له منځه وړل 

 د (Dubai Chamber) اوسني راپور له مخې په تیر یوه کال کې د زکات، خیرات او وقف په واسطه د راټولې شوې شتمنۍ ارزښت شاوخوا ($500) بیلیونه امریکایي ډالره ښودل شوي. دا په دې معنا، که چیرې اسلامي هیوادونه د زکات او صدقاتو لپاره یو منظم پروګرام او ترتیب ولري، ډیر ژر به له دغو هیوادونو څخه د فقر لمن ټوله شي.

په اوسني عصر کې ځینې خلک د زکات ټولولو نظریې ته د یوه خیال او نه عملي کیدونکي پیښې په سترګه ګوري. لیکن، اسلامي بانکونه په اسانۍ سره کولی شي  دغه کار ته په خپل جوړښت کې عملي بڼه ورکړي او یا هم د (Facilitator) په توګه له مربوطه حکومتي ادارو لکه د حج او اوقاف وزارت سره د زکات په راټولو کې مرسته وکړي.

په دې ډول، که چیري اسلامي بانکونه د زکات په نامه یوه منظمه څانګه پرانیزي، لومړنۍ دنده به یې دا وي چې خلکو ته د زکات اهمیت څرګند کړي، په اسلامي ټولنه کې د فقر ختمولو لپاره د ونډې اخیستنې روحیه رامنځته کړي، د زکات ورکولو ثواب او نه ورکولو ګناه یا شرعي وعیدونه په ګوته کړي، او همداراز د زکات په اړه پوره عامه پوهاوی رامنځته کړي.

دویمه دنده به یې د زکات راټولو لپاره منظم ترتیب وي، یو له دغه ترتیبونو څخه د بانکي حساب له لاري د زکات راټولول دي، داسې چې هر اسلامي بانک خپلو مشتریانو ته د حساب پرانیستلو پر مهال د منظم زکات ورکولو اختیار یا (Option) ورکړي، لکه له مشتریانو وپوښتل شي؛

آیا غواړئ چې بانک ستاسو له حساب څخه کلنی زکات وضع کړي؟  هو ⃝ نه ⃝

که چیرې د زکات په اړه لازم  پوهاوی رامنځته شوی وي او همدا راز خلکو ته د اسلامي بانکونو لخوا د زکات مال د مصرف په اړه قناعت ورکړل شوی وي نو پورته سوال ته به د ډیری مشتریانو ځواب (هو) وي.

د دغې څانګې درېیمه دنده به د زکات مال د مصرف په اړه مشتریانو ته قناعت ورکول وي، دا که د حکومتي ادارې لکه حج او اوقاف وزارت له لارې وي او یا خپله د اسلامي بانک له لارې، باید د زکات مال د مصرف لپاره موثر او منظم پلانونه جوړ شي تر څو د زکات ورکوونکو قناعت حاصل وي او هر څوک وکولی شي په ډاډه زړه خپل زکات په منظم ډول اسلامي بانکونو ته ورکړي.

اسلامي بانکونه کولی شي د زکات څانګې مصارف هم د زکات له پیسو څخه ورکړي ځکه په قرآنکریم کې د زکات مستحقینو له ذکر څخه چې اته کسان دي یو هم (وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا) هغه څوک دي چې د زکات راټولولو لپاره ګومارل شوي وي.

خلاصه دا چې د زکات څانګې پرانیستلو په واسطه اسلامي بانکونه کولی شي په یوه اسلامي ټولنه کې فقر له منځه یوسي او هم د سرچینو په ویش کې خپله ونډه ولري. 

که پورته لیکنه په لنډو کرښو کې راونغاړو، کولی شو د اسلامي بانکدارۍ له لارې په ټولنه کې جرمونه، فساد، اخلاقي مشکلات، فقر او غربت له منځه یوسو او په دې ترتیب سره د یوې سالمې ټولنې او پیاوړي اقتصاد خاوندان شو. 

و ما علینا الا البلغ المبین.

د مسلمان لپاره رښتیې دارایي د هغه نیک اعمال دي. 

نقد او نظر([email protected])

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *