اسلامي بانکوالي د اسلام د اقتصادي او ټولنيز نظام مهمه برخه تشکیلوي، چې ټول معاملات يې داسلامي شريعت په اساس صورت نيسي او د معاملاتو د فقهې په نوم ياديږي.

اسلامي بانکوالي هيڅ ډول سود نه مني ، دسودي معاملاتو په عوض اسلامي معاملات ترسره کوي، اسلامي بانکوالي د پانګې نرخ له مخکې څخه نه ټاکي بلکې دمشارکت او مضاربت پر اساس ګټه او زيان سره شريکوي. سود نه يوازې په اسلام کې بلکې دنړۍ په نورو لويو اديانو(عيسويت ،يهوديت) کې هم ناروا دى .الله پاک د بقرې سورت په 275 ايت کې داسې فرمايلي : الله پاک بيعه حلال کړې او سود يې حرام کړی دی.(و احل الله البيع وحرم الربا).

دشلمې پيړۍ دنيمې په اخروکې يو سلسله نظريات د اسلامي بانکوالۍ په هکله راپيدا شول او هغه ستونزې چې د سودي بانکوالۍ څخه مسلمانانو ته رامنځته شوې وې تر يو حده حل شوې.

اسلامي بانکونه په دې وروستيو لسيزو کې رامنځته شول او د نړۍ هېوادونه يې د جوړولو په حال کې دي.د لومړي ځل لپاره د اسلامي بانکوالۍ تجربه په شپيتمه لسيزه کې د״ ډاکتر النجارصندوق’’ لخوا د التايې نيل په څو کليو کې وشوه نوموړي عالم د لومړي ځل لپاره سپماوې بيدون له سود څخه استعمال کړې،او په کال 1970 ز کې داسلامي نړۍ د هېوادونو په دويم کنفرانس کې د مصر او پاکستان د استازو له خوا د اسلامي بانکوالۍ واړندیزوشو.

داسلامي کنفرانس غړيو هیوادونو د مصر هېواد ته دنده ورکړه چې داسلامي بانکوالۍ په هکله څيړنه وکړي اود څيړنو پایلې په کال 1972 ز کې د اسلامي هيودوانو په درېيم کنفرانس کې وړاندې شوې اودکنفرانس له خوا په تصويب ورسيدې. په کال 1975ز کې د شهزاده محمد او د هغه پلار ملک فيصل په ملاتړ يو اسلامي پرمختایي بانک د سعودي عربستان په ښار (جده) کې تاسيس شو،چې وروسته بيا په مصر،سوډان،اردن ،کويټ او بحرين هېوادونو کې اسلامي بانکونه تاسيس شول اوپه کال 2004 ز کې داسلامي بانکونو تعداد 267 ته ورسيد چې يې وکولای شول د غربي نړۍ بانکونو سره مقابله وکړي. همدارنګه ډاکتر النجار په قاهره کې د اسلامي بانکوالۍ يو انسټيټيوټ او اسلامي اقتصاد تاسيس کړ، چې موخه ترې نه د اسلامي بانکوالۍ پرسونل روزل وو. ټول اسلامي بانکونه د اسلامي هېوادونو يا دمسلمانانو لخوا ندي تاسيس شوي بلکې اسلامي بانکونه هغه بانکونه دي،چې د اسلامي شريعت په اساس فعاليتونه کوي.

په اسلامي بانکوالۍ کې د سود منعه پردې مانا نه ده چې هر ډول پورونه پکې ممنوع دي؛ بلکې توليدي پروژو ، تصديو او انفرادي اشخاصو سره مشترکه پانګه په ګټه او تاوان سره شريکوي. تر اوسه په نړۍ کې 265 اسلامي بانکونه تاسيس شوي او فعاليتونه يې په برياليتوب پرمخ ځي تر دې چې غيرې اسلامي بانکونوهم د اسلامي بانکوالۍ څانګې په خپلو بانکونو کې پرانيستې دي.

داسلامي اوسودي بانکوالۍ ترمنځ توپير:

داسلامي او سودي بانکوالۍ توپير په دې کې دى چې په سودي بانکوالۍ کې په اماناتو سود ورکول کېږي او د غربي عالمانو په نظر سود دسپما ،پانګې اچونې او پولي سياست وسيله ده، مګر په اسلامي بانکوالۍ کې په اماناتو سود نه ورکول کېږي، بانک يوازې د ساتونکي دنده په غاړه لري. د اسلامي بانکوالۍ سرچینې اسلامي پورونه دي چې بانک ته ورکول کېږي، همدا پورونه د بانک پانګه هم تشکېلوي.په اسلامي بانکوالۍ کې دوه ډوله امانات ایښوول کیږي.

  • معاملاتي امانتونه يا دولتي چې سود پرې نه ورکول کېږي ،او يوازې اداري لګښتونه ور څخه اخېستل کېږي.
  • دپانګې اچونې امانتونه: پدې ډول امانتونوکې سود نه ورکول کېږي، دبانک اوامانت ايښوونکي تر منځ د قرارداد په اساس ګټه او تاوان شريک وي.
2 thoughts on “د اسلامي بانکوالۍ ماهيئت او تاريخچه / محمد داوود نیازی”
  1. په کابل کی داسلامی بانک جوړیدل دټولو افغانانو دپاره یو ښه زیری دی . ځکه سود په اسلام کی منع اوحرام دی یوازی به دسود خور رانو دپا ره دتشویش وړ وی خو وروسته به هغوی هم ورباندی پوه او قانع شی .، نو ځکه دلوی خدای ج له دربار څخه داسلامی بانک د ښه پر مختګ اوکامیابی هیله کوبریالی اوسی .، .،

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *