غزني په ۲۰۰۷ زېږديز کال کې د ایسسکو له لورې د۲۰۱۳ زېږديز کال لپاره د اسلامي هيوادونو په کچه د اسلامي تمدن پلازمېنه ونومول شو.
د (۱۳۹۲) ل کال د وري د مياشتې په څلورويشتمه نېټه غزني د اسلامي هيوادونو د کوربتوب د مرکز وياړ ترلاسه او دغه مراسم په شانداره توګه ولمانځل شول، سږکال چې د دغه مراسمو نه دوه کاله تېرېږي، د غزني سیمه یيزه اداره او کليوال ادبي ملګري ټولنه د دغو مراسمو دوېيمه کليزه لمانځي.
څنګه چې مې وړاندې يادونه وکړه ، د غزني ولايت مقام او کليوال ادبي ملګري ټولنه ددغه مراسمو لپاره ښه تابیا نيولې ده.
د همدغې ټولنې په نوښت دتېر په څېر بیا دری ټوکه کتابونه تر چاپ خونې ورسېدل، غني، غالب شو، دا دهغه کتاب نوم دی، چې دکليوال ادبي ملګري دټولنې بنسټګر ارواښاد شهيد عبدالغني غالب په ياد دنوموړي د ملګرودليکنو او مقالو ټولګه ده ، چې دځوان ليکوال او ژباړونکي جميل وقار په هڅو او زيار سره راټولې شوې دي.
وړکتون دځوان شاعر ، ليکوال او ژورناليست اسدالله جلالزي دشعرونو ټولګه ده، همدارنګه غزنی داسلامي تمدن پلازمېنه دښاغلي ګلا اغا احمدي وردګ کتاب دی ، چې کليوال ادبي ملګري ټولنې د اسلامي تمدن دپلازمېنې په ددويېمې کليزې په وياړ چاپ کړې دي.
که څه هم ډېر ځوانان مو جګړو وخوړل، ډېرو ځوانانو دمجبورۍ او ناچارۍ له امله دستونزو په دامونو کې ګير دي، خو کلیوال ادبي ملګري دټولنې غړو خپل مسووليت ته کتو سره هر وخت ګام اخیستی دی، تر دې وړاندې يې په ۱۳۹۲ ل کال په اندړوکې دسولې په نوم مشاعره جوړه کړه، چې په سلګونو قلموالو، شاعرانو پکې برخه اخيستې وه.
غزنی داسلامي هيوادونو پلازمېنه دټول هيواد ستر وياړ دی، په تېره بیا دغزني ولايت فرهنګيانو؛ کليوال ادبي ملګري ددغه مراسمو په لمانځغونډه کې تر ټولو مخکښ رول لري.
ولايتی ادارې دشاعرانو او قلموالو دادبي تندې دخړوبولو په نيت دغزليز ماښام (غزل شپه ) تابیا هم کړې ده ، چې دهيواد له ډېرو ولايتونو به شاعران او قلموال دغزل په شپه دخپلو شاعرانه خيالونو په مټ دمينې او سولې ښکلي شعرونه او غزلونه به مينه والو ته وړاندې کړي .