تاند، سه شنبه، د جدي ۱۷مه: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، دا ځل د افغانستان پلازمېنه د اسلامي نړۍ کلتوري او فرهنګي پلاز ټاکل شوی دی چې په تړاو یې د مراسمو د نمانځنې لپاره ټاکل شوي کمېسیون خپله لومړۍ غونډه وکړه.
د کورنیو چارو د سرپرستې وزیرې حسینه ساپۍ په مشرۍ دغه ناسته کې ګڼو دولتي چارواکو، معینانو او د وزارتونو استازو ګډون کړی و چې په ښه شکل سره د دغه جشن او خوښیو نمانځې ته په چمتووالي ټینګار په کې وشو.
نوموړې ویلي، د اسلامي ثقافت د فرهنګي پلازمېنې په توګه د ښارونو نومول به د اسلامي هېوادونو خپلمنځي اړیکې لا غښتلې کړي.
په ناسته کې د زرین انځور لخوا، د ولسمشر هغه فرمان ولوستل شو چې د اسلامي ثقافت د پلازمېنې په توګه د کابل د ټاکل کېدو د جشن نمانځنې ته د چمتووالي کمېسیون د غړو نومونه په کې ذکر شوي وو.
په لومړي وار د قطر په دوحه کې د ۲۰۰۱ کال په دسمبر کې د اسلامي نړۍ د فرهنګي وزیرانو په ناسته کې پرېکړه شوې وه چې هر کال به د اسلامي هیوادونو یو ښار د اسلامي ثقافت د پلازمېنې په توګه ټاکل کېږي.
همدا راز په ۲۰۰۷ کال کې بیا پریکړه وشوه چې کابل به په ۲۰۲۴ کال کې د اسلامي نړۍ د کلتوري او ثقافتي مرکز په توګه ټاکل کېږي.