د حزب اسلامي افغانستان مرکزي شورا د قائم مقام او تصميم عالي شوراګانو په جوړولو موافقه وکړه
 
د ۱۳۹۶ کال د لړم ۱۹مه
 
د حزب اسلامي افغانستان د سترې مرکزي شورا تاريخي غونډه له درې ورځو بحثونو او خبرو وروسته د جمعې په ورځ په بريالۍ توګه پای ته ورسېده او ددې ګوند د راتلونکي په هکله مهم تصميمونه ونيول شول.
د وروستۍ او دريمې ورځې غونډه د نورو ورځو په شان د سهار په نهو بجو د ښاغلي حميد عزيزي لخوا د عظیم الشان قرآن د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه او ورپسې له اجنډا سره سم د بېلابيلو ولايتونو او له بهر څخه راغلو د مرکزي شورا يو شمېر استازو خبرې وکړې او ددې ګوند پر فعاليتونو، ستونزو او راتلونکو تګلارو يې رڼا واچوله.
د جمعې ورځې په غونډه کې د حزب اسلامي امیر یو ځل بیا وینا وکړه او د مرکزي شورا له غړو نه یې په دې غونډه کي د فعال ګډون او په مسایلو باندې په سړه سینه د بحث کولو د حوصلې او عزم مننه وکړه .
ښاغلي حکمتيار زياته کړه : ” له ورونو مې هيله داده چې هر مسلمان ته د ورورۍ لاس ورکړي، دا مو ستر آرمان دی چې د افغان ولس ټول اسلام پال په یو واحد صف کې راغونډ کړو، هېڅ مسلمان افغان بايد زموږ له صف نه جلا پاتې نه شي، دروازه يې بيا بيا و ټکوۍ او د هغوی په راتلو بايد ستاسو سينه تنګه نه شي.”
ورور حکمتيار راتلونکو پارلماني ټاکنو ته هم اشاره وکړه او په خلکو يې غږ وکړ چې په ټاکنو کې په خپل پراخ ګډون سره هېواد له روان بحران څخه وژغوري.
ښاغلي حکمتيار په خپله وينا کې وويل، ملت د حزب اسلامي تر شا ولاړ دی او د حزب اسلامي پرته بل سياسي ګوند نه ويني چې ملاتړ يې وکړي .
د حزب اسلامي مشر څرګنده کړه ځينې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ په جګړه پانګونه کوي او د دوی ګټې په جنګ کې نغښتې دي.
د حزب اسلامي امير وويل، که غواړو چې جګړه ختمه شي، بايد امنيتي ځواک او دولتي واک د جنګ غوښتونکو له انحصاره وايستل شي او زموږ امنيتي ځواکونه په واقعي معنی ملي ځواکونه شي.
دغه راز نوموړي د افغانستان له ګاونډيانو وغوښتل چې د جګړې اور ته لمن و نه وهي، بلکې د بحران په پای ته رسولو کې د افغان ولس سره مرسته وکړي.
د جهاد او آزادۍ رهبر د ځینو رسنيو لخوا د افواهاتو په خپرولو نيوکه وکړه او زياته يې کړه يو شمېر رسنئ د حزب اسلامي په هکله ناوړه او پوچ تبلیغات کوي، چې حقيقت نلري او دوی د پرديو موخو لپاره دا کار کوي.
د حزب اسلامي د يووالي په هکله ورور حکمتيار وويل؛ چې حزب اسلامي متحد دی ، متحدی به و ي او موږ نه پريږدو چې له حزب نه څوک ووځي او که ځي نو تش لاس به ځي.
په یاده غونډه کې آغلې صفيه صديقي په ټولنه کې د ښځو په رول خبرې وکړې او وې ويل، په ټولنه کې د ښځو ونډه بايد نمايشي نه وي او دوی ته بايد د يو شخصيت په سترګه وکتل شي.
آغلې صديقي زياته کړه ښځو ته بايد په احترام قايل شو او د دوی ونډه له پامه و نه غورځول شي، ځکه چې ښځو هم د نارينه وو په څېر قربانۍ ورکړي او قربانيو ته يې بايد درناوی وشي.
صفیه صدیقی دا هم وويل، که څه هم د مرکزي شورا په غونډو کې د خویندو ونډه ډیره کمه ده، خو دا په دې معنی نده چې خویندې نشي کولی د خپلو ورونو تر څنگ ودریږي.
دغه راز جهادي شخصيت او د حزب اسلامي د اجرائيه شورا غړي قاضي محمد امين وقاد، شنونکي او پيژندل شوي فرهنګي شخصیت فضل من الله ممتاز، ولي محمد وهاج او يو شمېر نورو هم ويناوې وکړې او له خلکو يې وغوښتل چې خپل يووالی ټينګ وساتي، د جګړې په پای ته رسولو او د سولې په ټينګښت کې مرسته وکړي.
ياده غونډه چې د لويې جرګې په خيمه کې جوړه شوې وه او د سترې مرکزي شورا شاوخوا درې زره تنو غړو پکې برخه اخيستې وه، په هېواد کې د ورورولۍ او سراسري سولې او ثبات د ټینګښت په دعایه پای ته ورسېده. 
د مرکزي شورا غونډې چي دا مهال پای ته رسیدلي، د شاوخوا درې زره کسانو له منځه يې ۵۰۰ کسيزه قیادي یا قائم مقام شورا جوړه کړه او ترڅنګ یی د ۱۰۰ کسانو تصمیم نیونکې عالي شورا وټاکله چې غونډې به یې ډیر ژر د حزب اسلامي د امیر له لخوا را وبلل شي.
 
د حزب اسلامي افغانستان د فرهنګي چارو رياست
مطبوعاتي څانګه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *