تاند- ټاکل شوې ده چې د اسلامي حزب ۸۱ بندیان نن /پنجشنبه/ په یو لړ مراسمو کې له پلچرخي محبس څخه خوشي شي.
دا بندیان د اسلامي حزب او دولت ترمنځ د سولې د موافقې پر اساس خوشي کېږي.
د حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب او حکومت ترمنځ د سولې په موافقه کې دا شرط ټاکل شوی چې له جګړې څخه د لاس اخیستلو او سولې په بدل کې به د اسلامي حزب ټول بندیان خوشي کېږي.
ټاکل شوې وه چې د اسلامي حزب ۹۰ بندیان خوشي شي خو څرګنده نه ده چې ۹ تنه نور ولې نن د خوشي کېدونکو بندیانو په ډله کې شامل نه دي.
د افغانستان د حکومت او اسلامي جزب ترمنځ د سولې د موافقې له مخې حکومت موافقه کړې وه چې د حزب ټول بندیان به خوشي کوي مګر هغوی چې افراد پرې دعوه لري.
اسلامي حزب دوه اوونۍ وړاندې په پلچرخي محبس کې پر خپلو ۴۰۰ بندیانو ژمني کالي ووېشل.