تاند- د اسلامي دولت وسله والې ډلې، چې اوس یې خلک د داعش په نوم پېژني، د سوریې په شمال کې د دغه هیواد د پوځ تر ټولو مهمه او یوازینۍ هوايي اډه ونیوله.
له رفه ښار څخه ۴۵ کیلومتره لېري «طبقه» یوازینۍ هوايي اډه وه چې د سوریې په شمال کې د دغه هیواد د حکومتي ځواکونو په ولکه کې وه.
رقه په سوریه کې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې اصلي مرکز ګڼل کېږي.
د سوریې حکومت تایید کړه چې دا هوايي اډه ورڅخه نیول شوې خو ویې ویل چې حکومتي ځواکونه ځوابي حملې ته تیاري نیسي.
راپورونه وايي چې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې له لوري د طبقې د هوايي ډګر د نیولو په مهال د سوریې د پوځ په لسګونو پوځیان وژل شوي دي.
د اسلامي دولت اورپکو له یوې اوونۍ راهیسي د دې اډې د نیولو هڅه کوله او له دې سره سره چې د سوریې دولتي ځواکونو پرې سختې هوايي بمبارۍ کولې هغه یې ونیوله.
ویل کېږي چې په اډه کې په لسګونو هیلي کوپترونه، جنګي الوتکې، ټانکونه، توپونه او ډېره اندازه مهمات موجود ول او که په جګړه کې ویجاړ شوي نه وي ټول د اسلامي دولت وسله والې ډلې ته په لاس ورغلي دي.
ګومان کېږي چې د دې اډې نیول به د اسلامي دولت وسله والو ته هغسي سېک او قوت ورکړي چې په عراق کې یې د موصل ښار له نیولو وروسته ترلاسه کړ.