تاند- د اسلامي دولت یا داعش وسله والو سختدریځو د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د پام وړ سیمې لاندې کړي او وسله وال طالبان یې شړلي دي.
لوېدیځې رسنۍ او شاهدان وايي چې د اسلامي دولت وسله وال، چې تر طالبانو هم سختدریځي دي، د جنګ ځپلي افغانستان په مصیبتونو ورزیات شوي او اوس یې د دغه هیواد په ختیځ کې یو شمېر سیمې نیولي او پرمختګ ته دوام ورکوي.
دا ډله، چې پر افغانیت او افغانستان باور نه لري، په عراق او سوریه کې پراخې سیمې تر کنټرول لاندې لري.
د ننګرهار ولایت د یو شمېر ولسوالیو، چې داعشیانو نیولي، د دې ډلې او طالبانو د جګړې له لاسه تښتېدلیو خلکو رویټرز خبري اژانس ته وویل چې په سلګونو وسله وال، چې پخوا د طالبانو پلویان ول، داعش ته اوښتي او د طالبانو د تحریک پلویان یې له سیمو څخه ایستلي دي.
د دغو خلکو په وینا د داعش پلویان د ابوبکر بغدادي پیغامونه ویشي خو تراوسه پوري څوک دا ثابتولی نه شي چې د دوی له لوري وېشل کېدونکي پیغامونه په رښتیا هم د ابوبکر بغدادي دي او که نه دي.
شاهدان وايي چې د داعش پلویان په سپینو پیک اپ موټرونو کې له درنو وسلو او ماشینګڼو سره سیمې ته ورغلل او د طالبانو پر ضد یې جګړه پیل کړه. د دوی په وینا طالبانو مقاومت ونه کړای شو او تېښتې ته یې مخه کړه.
د سیمې یوه قومي مشر حاجي عبدالجمعه وویل:«د طالبانو خلاف دوی (داعشیان) له کلیوالو په زوره ډوډۍ او د اوسېدو لپاره ځای نه غواړي. د دوی جېبونه له پیسو ډک دي، په پیسو ډوډۍ رانیسي او ځوانو کلیوالو ته پیسې ورکوي چې له دوی سره ملګري شي.»
داعش ډلې په ننګرهار کې پر سیګرېټو او نسوارو بندیز اعلان کړی او د کوکنارو کروندې یې سوځولي دي. حال دا چې طالبانو د کوکنارو کښت تشویقاوه او له کروندګرو یې د کوکنارو د حاصل په سر عشر و زکات اخیست.
ویل کېږي چې د داعش اکثره غړي د طالبانو پخواني جنګیالي دي چې دا ډله یې پرې ایښې او داعش ته اوښتي دي.
په همدې حال کې طالبانو ته یوې نژدې ډلې، چې ځان د تورې بوړې جبهه بولي، وړاندیز کړی چې طالبان او داعشیان دې پر درېمګړو علماوو باور وکړي او پوره واک دې ورکړي چې جګړه بنده او تفاهم ته لاره اواره کړي.
د تورې بوړې جبهې په وینا تراوسه پوري په ننګرهار کې د داعش او طالبانو ترمنځ په نښتو کې لږترلږه ۸۰ تنه وژل شوي دي.
دې جبهې په یوه خبرپاڼه کې، چې تاند ته یې هم راستولې ده، ویلي « مونږ له ابتدا څخه د دغې جګړی سره موافق نه وو او او د وضعې په حساسیت پوهیدلو او د جګړی سره مخالف وو او دواړه لورو ته ترکومه ځایه مو چې غږ رسیدلو هڅه موکړې او دا چیغه موکړې چې دا جګړه بدې پایلې لري او باید د جګړې عوامل له مینځه یوړل شي، خو بدبختانه د الحق مر پر اصطلاح چا مو غږ نه اورید اوکله کله بیا د خیر خبره هم غلطه توجیه کیده او ځای یې نه دی نیولی، ځینو لورو به دا فتنه سپکه اوعادي بلله اوځینو به بیا خپلې دغې جګړې ته شرعي اوعقلي جوازونه لټول.»
دې ته په پام چې داعشیان، د طالبانو خلاف له خلکو نه په زوره ډوډۍ غواړي او نه د عشر او زکات په نوم پیسې او غله ترې غواړي، ډېر احتمال شته چې د طالبانو اکثره غړي او کلیوال دې ډلې ته واوړي.
ویل کېږي چې داعشیان په عراق کې د موصل په شان له تېل لرونکو سیمو څخه په سلګونو ملیون ډالره عاید ترلاسه کوي. د افغانستان حکومت تراوسه پوري په ننګرهار کې د داعش د فعالیت په وړاندې لاس تر زنې ناست دی.که څه هم چارواکو ویلي دي چې د دې ډلې پر ضد به عملیات پیل کړي خو داسي ښکاري چې حکومت د داعش او طالبانو په جګړه کې خپله ګټه ویني.
دتوری بوړی امیر چی کوم دسولی خبره کوی چی باید داعشیان او طالبان سره سوله وکړی هغه داخبره دحفظ ماتقدم په خاطرکوی هغه یوکال مخکی دپاکستان له زندانه خلاص شوی اواوس هم په پاکستان کی اوسی هغه ته اوس دغه وضع لا روښانه نده چی داعش دپاکستان داستخبارتو زنږنده ده او که مستقله کوم قوه اوحرکت دی ځکه خو دمنځکړیتوب خبره کوی خو هرکاله چی ورته معلومه شوه چی داعش دپاکستان افغانستان ایران اواسیایه میانه ضد حرکت دی نو په قرار قرار به خپله بستره له پاکستانه راغونډه کړی او بیرته به توری بوړی ته راشی او له داعش څخه به ملاتړ اعلان کړی خو اوس مهال یی نشی کولای زه داخبره پدی دلیل کوم چی دیو افغان په حیث ما ته دافغانانو حاصیت اوخوی معلوم دی افغانان چی له چا ضرر اوضربه ووینی نو دحسد اوانتقام وینه یی په رګو کی ترسلو کالو پوری هم نه سړیږی ځکه خو یو متل دی چی وایی ( پشتون سل کال بعد خپل دښمن وژلی بیا یی هم ویلی چی ما بیړه کړی ) دتوری بوړی امیر په پاکستان کی دبند اوزجر سخت حالات تیر کړی خو که ورته موقه برابره شوه او داعش ورته په ټوله مانا باکستانی ضد حرکت معلوم شو نو زه په یقین سره ویلای شم چی هغه به له داعش څخه خپل ملاتړ اعلان او توربیرغ به پورته کړی اوکه نه تری هغی به دسولی خبره دمتاصمو ډولو په منځ کی کوی