تاریخ شاهد دی، چې د څوارلسمې میلادي پیړۍ نه وړاندې د اوسنۍ غربي نړۍ حالت تر موږ ډېر بد تر وو، د رنساس تر پیل مخکې ، چې په څوارلسمه میلادي پیړۍ کې، د ایټالیا په شمال کې پیل او تقریبا تر ۱۷ میلادي پیړۍ پورې یې ادامه درلوده، غربیانو په تورتم او وحشت کې ژوند کاوه، د ژوند ټول اړخونه د کلیساوو لخوا څارل کیدل، علم او معرفت له ذهنونو الوتی وو . په وړو وړو جرمونو به وګړي په دردناکو عذابونو شکنجه کیدل لکه: د ژیړو ( برنجو ) څخه د جوړې غوا په منځ کې د انسانانو په اور پخول، په ژوندوني د انسانانو له پوسته کول، په ژوندوني له وګړو څخه د ژبې پرې کول، په ژوندوني د انسانانو اره کول … او داسې نور. نخبه ګان په بیلابیلو پلمو له تېغه تېرېدل، په پرمختګ او ترقۍ پورې تړلې هر ډول نظریې د سزا او اعدام حکم درلود، چې د جوردانو برونو سوځول یې ښه بیلګه بللی شو.
په څلورو کلونو یعنې ۱۳۴۷م نه تر ۱۳۵۱ م کاله پورې ۲۵ میلیونه انسانانو د طاعون له امله، چې په تاریخ کې د ( تور مرګ ) په نوم یاد شو، خپل ژوند له لاسه ورکړ. طبقاتي واټن ورځ تر بلې په پراخېدو وو. اوس راځو دې ته، چې څه وسیله شول، ترڅو اروپایان د جهالت او ګمراهي تورې پردې له سترګو اخوا کړي او د ترقۍ او پرمختګ معراج ته ځانونه ورسوي. که په اسلامي نړۍ باندې اوسنی حاکم ذهنیت مطالعه کړو، له شک پرته چې نن ورځ مسلمان وګړي په یوه ناسم تصور کې ښکیل دي، دلته عام ذهنیت دا دی، چې د لویدیځوالو نننۍ ټولې لاسته راوړنې لدې امله دي، چې دوی له دین څخه فاصله اختیار کړېده؛ ددوی په باور که چیرته مسلمانان غواړي چې د تمدن په لور ګام واخلي، اول باید له خپلو دیني عقایدو څخه بغاوت وکړي. پدې کې هیڅ شک نشته، چې لویدیځوالو د رنسانس له پیله، د خپلو انحرافي عقایدو څخه سرغړونه وکړه، له خپل دین څخه ددوی تېښته ددې لامل شوه، چې د پرمختګ راز ومومي؛ خو اصلي پوښتنه دلته پیدا کیږي، چې غربیان د کوم تمدن او عقیدې د اغېز لاندې راغلل چې خپل انحرافي عقاید ورته بې مانا ښکاره شول او له ذهن څخه یې پریمینځل. که په دقیق ډول د نړۍ په تېره بیا د اسلامي تمدن او رنسانس د پیل تاریخ مطالعه شي، سړی دې نتیجې ته رسېدلی شي، چې د اروپا د منځنیو پیړیو په وروستي پیر کې، غربیانو له مسیحیت څخه اسلام ته مخ را واړاوه او ګڼ شمېر ټولنیز او اخلاقي ارزښتونه یې له اسلام او مسلمانانو څخه واخیستل، چې همدغه د اسلامي تمدن مفکوره په غرب کې د رنسانس د پیل باعث شوه. هغه غربي پوهان، چې د تاریخي واقعیتونو په اړه یې مسوولانه چلند کړی دی او په امانتدارۍ یې راخیستي دي، دا حقیقت یې په ښه ډول درک کړی دی.
ګوستاو لوبون لیکي : ” د همدې مسلمانو اعرابو اخلاقي نفوذ وو، چې د اروپا هغه وحشي قومونه یې د انسانیت لارې ته راوبلل، چې د روم سلطنت یې له خاورو سره خاورې کړ او همدارنګه د هغوی عقلاني نفوذ ددې باعث شو، چې دعلومو ، فنونو او فلسفې دروازه، چې له هغه څخه اصلا خبر نه ول ددوی پر مخ پرانیزي ” ویل ډورانټ بیا وايي ” د اسلامي تمدن وده او اضمحلال د تاریخ له سترو حادثو څخه دي. اسلام د پنځو پیړیو په دوران کې ( ۷۰۰ نه تر ۱۲۰۰ ) میلادي کال پورې، د ځواک، نظام او حکومت، د اخلاقو تصفیې ، د ژوند د سطحې، د منصفانه انساني قوانینو د وضعې، دیني تساهل، علم و ادب ، طب او فلسفې له اړخه د نړۍ سرلاری وو ” يو بل غربي عالم ولترنيز لیکي : ” د روم د امپراتوري د ړنګېدو نه وروسته، د جهل او وحشت په دوران کې، مسیحیانو هرڅه لکه : طب ، ریاضیات، شیمي او … له مسلمانانو څخه زده کړل ” لدې څخه دا پایله راوزي، چې هغه وخت اسلامي نړۍ، د لویدیځوالو لپاره د نمونې او الګو حیثیت درلود؛ خو دا چې ولې مسلمانان ونه توانېدل خپل شوکت او برم وساتي، بیلابیل لاملونه لري.
تر ټولو جوت لامل یې دادی، چې موږ مسلمانان تر اوسه پدې نه یو توانېدلي، چې خپل دیني احکام د اخروي سرلوړۍ ترڅنګ، د دنیاوي رفاه لپاره وکاروو. له شک پرته چې قرآن عظیم الشان د حکمتونو خزانه ده؛ خو لدې بیکرانه سمندر څخه د سیپیو را ویستل، د علم او بصیرت سترګې غواړي. که د اسلامي نړۍ او په تېره بیا د خپل محیط ستونزې او ناخوالې په ځیر سره وڅېړو، هغه ناخوالې چې په قرون وسطی کې یې اروپايي انسان کړاوه، نن یې د مسلمانانو لمنه نیولې ده. له بده مرغه د اسلامي ټولنو ځینې تش په نامه ملایان، نه یوازې دا چې مسلمانان د مروجه علومو او فنونو زده کړې ته نه هڅوي، بلکه هغوی ته دا تلقین ورکوي، چې ګویا اسلامي علوم له تجربوي ( عصري ) علومو څخه جلا او یو د بل پر وړاندې قرار لري. د شرق ستر نابغه علامه سید جمال الدین افغان دې ډول خلکو ته د اسلام جاهله دوستان ویلي دي ” هغه څوک چې وايي، اسلامي دیانت د عقلي علومو، هندسې، فلسفي دلیلونو او طبیعي قواعدو منافي دی، هغه شخص، د اسلام جاهل دوست دی او اسلام ته د دې جاهل دوست زیان، د اسلام له دښمنانو او زندیقانو څخه زیات دی؛ ځکه چې طبیعي قواعد، هندسي دلایل، فلسفي برهانونه د بدیهیاتو له جملې څخه دي؛ نو که څوک ووايي چې زما دین د بدیهیاتو منع کوونکی دی … د خپل دین د بطلان حکم یې کړی دی ” علامه سید جمال الدین افغان د لویدیځوالو لښکرکشي او د نورو هیوادونو لاندې کول، کوم خارق العاده امر نه بولي؛ بلکه هغه د علومو، فنونو او پراخو تجربو حاصل ګڼي، چې ځینې بشري ټولنو ته یې د غرور او قوت احساس وربښلی دی ” فنیقیانو چې د وړو وړو کښتیو په مټ، ورو ورو د بریتانیې جزایر، د هسپانیې ښارونه ، پرتګال او یونان د ځان مستعمرې جوړې کړې.
حقیقتا هغوی فنیقیان نه ول؛ بلکه علم وو، چې پدې بڼه یې خپل ځواک غځولی وو. سکندر هیڅکله له یونان څخه هندوستان ته ندی راغلی او پر هندیانو یې یرغل ونکړ؛ بلکه چاچې هند لاندې کړ، هغه علم وو او دا چې فیرنګیانو نن د نړۍ هر ځای ته منګولې غځولې دي او ځان یې تر افغانستانه رسولی دی او د تونس کلتور یې یرغمل نیولی دی، په حقیقت کې دا ښکیلاک او ګستاخي، دا لاس غځونې او دا د ملکونو نیول، نه د فرنګ کار دی او نه د انګلیس؛ بلکه علم دی، چې په هر ځای کې خپل شوکت او عظمت څرګندوي .
” د سید جمال الدین افغان رح له پورتنیو څرګندونو څخه ښکاري، چې هغه په مسلمانانو کې د عصري زده کړو پر وړاندې له منفي ذهنیت څخه سخت کړېده او دا طبیعي خبره ده. واقعي دیني عالمان او روحانیون باید تر هرچا زیات ددې نیمګړتیا څخه و ځوریږي؛ ځکه چې د مسلمانانو د سرلوړۍ او ځواکمنتیا اغېز اول باید پر دیني عالمانو وي او برعکس د مسلمانانو د ذلت او خوارۍ احساس تر ټولو زیات باید پر دوی اثر پریباسي. په حقیقت کې د علومو په وړاندې ددا ډول جاهلانه ذهنیت په وړاندې مبارزه کول او جنګیدل، د مسلمانانو د ماتې او ذلت پر وړاندې مبارزه ده، چې تر هر چا مخکې باید زموږ دیني عالمان ور وړاندې شي.